د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان کلتوري ټولنو جرګې اعلامیه

د افغان کلتوري ټولنو جرګه 25.05.2009 12:41

د افغان کلتوري ټولنو جرګه په نژدې ورځو کې په کندهار ولایت کې د فرهنګيانو او ژورنالستانو سره نا انساني چلن او د دوی انساني کرامت او د پوهې او فرهنګ لوړ مقام ته سپکاوی په کلکه غندي، او عاملینو ته یې د کلکې سزا غوښتنه کوي.  

د افغان کلتوري ټولنو جرګه په هېواد کې د کلتوري ټولنو د همغږۍ او ټولولو يو مرکز دی، چې د هیواد او له هیواده بهر د ۲۰۰ په خواشا کې افغاني کلتوري ټولنو استازيتوب کوي. د افغان کلتوري ټولنو جرګه د بیان د ازادۍ او ټولو مدني، انساني او بشري حقوقو او د اشخاصو د کرامت او حرمت د درناوي اصولو ته ژوره پابندي لري او په ټول هیواد کې د دغو اصولو تعمیم غواړي. د افغان کلتوري ټولنو جرګه یوه نا سیاسي او سوچه کلتوري اډانه ده چې په دولسمه ماده کې یې داسې راغلي دي: [کلتوري هڅې به له سياسي هڅو جلا وي، جرګه به دکوم ځانګړي ګوند او ځانګړي  سياسي نظر لپاره کار نه کوي ، خو د غړو لپاره به تر جرګې  بهر د مستقل سياسي فعاليت حق محفوظ وي.]  نو په دې خاطر موږ د جرګې د غړو په ګډون دا د هر افغان یو بشري حق ګڼو چې د سیاسي روا هڅو په ګډون د ژوند په ټولو ډګرونو کې معقول او مشروع فعالیت وکړي. موږ د ولسمشر کرزي په شمول د ولسمشریزو ټاکنو د ټولو کاندیدانو د پلویانو د مصونیت، حرمت او درنښت غوښتونکي یو او هر افغان ددې وړ ګڼو چې د مساوي حقوقو او کرامت لرونکی وي. په همدې خاطر دغه ناوړه پیښه په کلکه غندو، او له مسولینو نه غوښتنه کوو چې عاملینو ته یې سزا ورکړي. د جرګې په موخو کې دا هم دي چې جرګه به د قانون د حاکمیت او له قانون نه د دفاع لپاره کار کوي. د جرګې د کړنلارې شپږمه او اتمه مادې په دې برخه کې وضاحت لري او ځکه موږ دا خپل یو مسولیت ګڼو چې د قانون د حاکمیت کلکه پلوي ، او د زور او تشدد مخالفت  وکړو.

ښاغلی محمد یار د افغان کلتور د اوسني بهیر یو فعال غړی، د بینوا کلتوري ټولنې مشر او بنسټ ایښودونکی، په لوی کندهار کې د افغان کلتوري ټولنو جرګې له موسسینو څخه دی او د ټول هیواد په کچه یو ډیر محبوب او منلی لیکوال، شاعر، ادیب او یو (ننګیالی فرهنګیالی) دی. نور دوه تنه هم فرهنګي شخصیتونه او د درناوي وړ دي. موږ له ټول افغانانو او په ځانګړې ډول له دولتي مسولینو نه هیله لرو چې د داسې ملي- فرهنګي شخصیتونو درناوی او عزت وکړي او په دې توګه افغاني فرهنګ پالته ثبوت کړي.

په دې هیله چې افغانان د زغم، پوهاوي او درناوي فرهنګ پیاوړی او د مسایلو د حل معقولو او سوله ایزو لارو ته تل ترجیح ورکړي، د داسې پیښو د نه تکرار دعا کوو.         درنښت