د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان کلتوري ټولنو جرګې د تېرو څو مياشتو کړنې

د افغان کلتوري ټولنو جرګه 13.06.2013 19:43

راپور:
- د لوړو زده کړو له وزارت سره په ګډه کار چې د نا امنه او کمو پرمختللو ولایتونو او سیمو لپاره په کابل او جلال آباد ښارونو کې د اماه ګۍ یو کلن پوهنځي جوړ کړي. پدې پوهنځیو کې به هر کال ۴۰۰۰ محصلین په لیلیه ډول درس وایي او د همدهغه یو کلن پروګرام تر بریالي پای ته رسولو وروسته به مستقیماٌ له کانکور ازموینې پرته مربوطه پوهنتونونو ته معرفي کیږي. 
- په پوهنه کې د عدالت او کیفیت لوړولو لپاره د یوې جامع طرحې جوړول او د پوهنې وزارت ته یې د بشپړولو او پلي کولو لپاره وړاندې کول. البته دغې ته ورته طرحې د ځینو ولایتونو والیانو ته هم ورکړل شوي دي.
- د ۱۳۹۱ کال د کانکور د پایلو د بې توازنۍ د حل لپاره د ځینو نورو همکارو ټولنو سره په ګډه د لوړو زده کو له وزارت سره ګډ کار چې په نتیجه کې په دوهم ظرفیت کې پنځه زره او په دریم ظرفیت کې درې زره کسان لوړو زده کړو ته شامل شي.
- په بهرنیو هیوادونو کې اتیا تنو زده کوونکو ته د زده کړو زمینې برابرول.
- د څلورو پوهنتونو د استادانو د اتحادیې په تأسیس کې مرسته.
- د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز په تأسیس او پر مخ بیولو کې مرسته.
- د متخصیصینو شورا په تأسیس کې مرسته.
- د نړۍ د غوره مفکر ډاکتر اشرف غنی احمدزي د لمانځغونډې په جوړلو کې له نورو ټولنو سره ګډون.
- ورځنیو کارونو ته دوام ورکول: د افغان کلتوري ټولنو د ګډې جرګې په هڅو اوس په کابل ښار کې یو سل او شل زره زده کوونکي په خپله مورنې ژبه درس وایي. جرګه د ولایتونو سره د کلتوري کارونو هماهنګۍ تنظیمولو ته هم دوام ورکوي (البته د هغوی په کارو کې کومه مداخله نه کوي یوازې اړیکي ورسره ساتي او متقابل معلومات شریکوي او مرسته سره کوي). د جرګې کارډله هره اونۍ منظمې غونډې کوي. جرګې د سرشمیرنې د دسیسې مخه ونیوله. په ډیرو قوانینو کې یې ولسي جرګې سره مرسته وکړه چې ملي ګټې او ملي هویت پکې خوندي شي. پښتو نړیوال کنفرانس او نورې په لسګونو لويې علمي – فرهنګي غونډې یې جوړې کړې. د پوهې او معلوماتو د شریکولو یو منظم پروګرام چلوي. په لسګونه کتابونه يې چاپ کړل او نور ډیر فعالیتونه چې ټول د جرګې په باب په یوه کوچني کتاب ګوتي کې چاپ شوي دي.

دجرګې په باب: 
د افغان کلتوري ټولنو ګډه جرګه په هېواد کې د کلتوري او علمي ټولنو د همغږۍ یو مرکز دی. چې د افغانانو د کلتوري ـ ټولنیزو ستونزو د څیړلو، د هغو د سببونو موندلو او ورته د عملي او علمي حل لارو د پیدا کولو او عملي کولو لپاره د تېرو اوه کلونو راهیسې کار کوي. د جرګې کارډله هره اونۍ منظمې غونډې کوي چې پکې د تېرو کارونو کتنه کيږي او نوي دندې ویشل کیږي، همدا راز معلومات او تجربې سره شریکیږي. 
جرګه د ټولو ده، کوم مشر کشر نلري، هر څوک چې هر وخت راشي او نوښت او کار ته اوږه ورکړي د هماغه ده. موږ د نوو او نوښتیزو فعالیتونو لپاره نوې مفکورې لرو خو د کادرونو له فعال ګډون پرته دغسې ګټور کارونه یوازې نه تر سره کیږې. نو ځکه په درنښت سره له ټولو ورونو ـ خویندو غواړو چې راسره مرسته وکړي او په هڅو کې مو عملي برخه واخلي.