د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د وروسته پاتو ولایتونو د محصلانو لپاره د آماده ګۍ پوهنځی

د افغان کلتوري ټولنو جرګه 12.06.2013 02:06

په افغانستان کې د ناامنه او کمو پرمختللو ولايتونو او سيمو لپاره،

لوړو زده کړو ته د عادلانه لاسرسي لپاره د اماده ګۍ پوهنځي جوړول

د افغان کلتوري ټولنو جرګه ویاړي چې د یوې لویې بریا خوښوونکی خبر ستاسو ګرانو هیوادوالو سره شریکوي.د مهرباۍ له مخې دا لاندې معلومات ولولئ او په پای کې هغه کرښه کیکاږئ چې پوره لستونه وګورئ.

له ۲۰۰۱ کال راپدې خوا د پوهنې او زده کړو په برخو کې  ډېر طلایي فرصتونه منځ ته راغلل چې تر یوه بریده ترې ګټه واخیستل شوه.  خو متاسفانه د بېلابېلو سببونو له امله د هیواد پر ځینو ځانګرو ولایتونو او سیمو د جګړو او ستونزو ناتار دوام وکړ. په نتیجه کې د دغو سیمو ولسونه تر ډېره حده د ژوند له زیاترو نعمتونو څخه محروم پاتې شول. په ځانګړي ډول له پوهنې، ښوونې، روزنې او لوړو زده کړو څخه محرومیت د ژور تشویش وړ دی.

 له تېرو اوه کالو راهیسې چې دافغان کلتوري ټولنو جرګه د افغانانو د فرهنګي او پوهنیزو حقونو د لاس ته راوړلو لپاره کار کوي، دې مسئلې ته له لومړي سره متوجه وه. په بېلابېلو فرصتونو کې یې ددې ضرورت د حل اړتیا له ولسمشر، د هغه له مشاورینو، د پوهنې له وزیرانو (قرقین صاحب، اتمر صاحب او وردک صاحب)، د ملي شورا له غړو او نورو سیاسي، علمي او قومي مشرانو سره شریکه کړې او د دوی مرستې یې پدې برخه کې غوښتې دي.

دوه کاله مخکې موږ په کابل انټر کانټننټال هوټل کې له سیاسي، دولتي، فرهنګي او ولسي مشرانو سره یوه لویه غونډه وکړه او د هیواد او ولس د نورو ژورو ستونزو په لړ کې مو ورته دا ستونزه او د نه حل په صورت کې د هغې ناوړه عواقب تشریح کړل. ټولو مشرانو په ګډه سره د تعلیمي عدالت تأمین د هیواد او ولس لپاره یوه حیاتي مسئله وګڼله او په ګډه ولسمشر ته یو وړاندیز واستول شو چې په هیواد کې د تعلیمي عدالت د تأمین لپاره دې لوړو زده کړو ته د شمول سهمیه د ولایتونو او سیمو د نفوس په تناسب تنظیم شي.

څلور میاشتې مخکې د افغان کلتوري ټولنو جرګې، د مدنې ټولنو د همغږۍ مرکز، د افغانستان د پوهنتونو استادانو، قومي مشرانو د ملي شورا د ۸۵ درنو استازو په ګډون د افغانستان له ولسمشر سره وکتل او ددې مسئلې د عادلانه حل غوښتنه یې ورته تکرار کړه. ولسمشر ته چې کله د مسئلې اهمیت او ملي ارزښت تشریح شو نو په بله اوونۍ یې د لوړو زده کړو وزیر، د دغه وزارت د مشرتابه هیئت، د ملي شورا غړي او د پورته یادو ټولنو استازي بیا راوغوښتل او غوښتنه یې وکړه چې د دې مسئلې یو علمي او عملي حل دوی (ولسمشر) ته وړاندیز کړي.

د لوړو زده کړو وزارت دې ته تیار شو چې یو کمیسیون وټاکي چې پکې د افغان کلتوري ټولنو، د پوهنتون  استادانو او ملي شورا له استازو سره د دغه وزارت درې تنه معینان په ګډه کار وکړي او په لوړو زده کړو کې د تعلیمي عدالت لپاره یوه جامع طرحه جوړه کړي چې ولسمشر ته وړاندیز شي. 

یاد کمیسیون دا مسئله په غور او دقت وڅېړله. د موجودو ارقامو له مخې دا معلومه شوه چې د ځینو ولایتونو او سیمو تعلیمي حالت ډېر ټیټ دی او جدي توجه ته ضرورت لري. (له یوې خوا د دې سیمو د دولسمو ټولګیو د فارغانو شمېر لږ دی او له بلې خوا یې تعلیمي سویه ټیټه ده. له همدې سببه ډېر لږ شمېر شاګردان پوهنتونو ته شاملېږي).

د حل لپاره معقوله لار دا په نښه شوه چې له محرومو سیمو مستحق شاګردان تشخیص شي، په کابل او ننګرهار کې ورته د اماده ګۍ یو کلنه دوره جوړه شي چې دوی پوهنتون ته اماده کړي او بیا په بیلابیلو پوهنتونو کې شامل شي. پدې ډول به هم لوړو زده کړو ته د محرومو سیمو د شاګردانو د لاسرسي بشري جق تامین شي، هم به د درسونو کیفیت لوړ شي او هم به شاګردان ددې وړ کړي چې په پوهنتونو کې درس ویلو ته دوام ورکړای شي.

د ولایتونو او سیمو د استحقاق د تعین لپاره یو داسې فرمول جوړ شو چې د ولایت د نفوسو له مخې د محصلانو متوقع او ایډیال شمیر ، اوسنی شمیر ، او د دوی تر منځو توپیر معلوم کړي. د همدغه فرمول له مخې هغه ولایتونه او سیمې مستحقې وګڼل شوې چې د ایډیال او اوسني شمیر توپیر یې زیات و. له زده کړو څخه محروم ولایتونه په دوه کټه ګوریو وویشل شول:

لومړی: هغه ولایتونه چې د ناامنۍ او نورو عواملو له امله یې ټولې سیمې توجه ته اړتیا لري : بادغیس، فراه، غور، هلمند، کندهار، نیمروز، ارزګان، زابل، پکتیا، پکتیکا، کنړ، نورستان، او سرپل پدې ډله کې راځي.

دوهم: هغه ولایتونه دي چې یوازې ځینې سیمې او ولسوالۍ یې ځانګړې توجه غواړي : غزنی، جوزجان، کندز، میدان وردک، او ننګرهار پدې ډله کې راځي. کوچیان هم پدې ډله کې شامل شوي دي. ګمان کېږي چې د ځینو نورو ولایتونو خاصې سیمې هم په بد حالت کې دي. د ولایتونو په منځ کې د کمو پرمختللو ولسوالیو د تشخیص لپاره د ولسوالیو په کچه معلومات ضرور دي، چې له مخې یې مستحقې سیمې تشخیص شي. د سیمو او مستحقینو دا تشخیص به هر کال د نوو ارقامو له مخې تر سره کیږي او دا به یقنیي کوي چې د اماده ګۍ دا پروګرام یوه ملي او افغانستانشموله پروسه وي.

د لوړو زده کړو وزارت پورتنۍ طرحه د افغانستان اسلامي جمهوریت ولسمشر ته د منظورۍ لپاره ولیږله او د ولسمشر له خوا منظوره شوه.

په لومړي کال به د ۴۰۰۰ په حدودو کې زده کوونکو ته په پنځه تعلیمي مرکزونو کې د یو کال زده کړو امکانات برابرېږي. څلور مرکزونه به په کابل ښار او یو به په جلال اباد ښار کې فعال شي. پدې پروګرام کې شامل شاګردان به تر یو کال زده کړې او په اماده ګۍ دوره کې د لوستل شوو درسونو تر ازموینې وروسته په بېلابېلو پوهنځیو کې شاملیږي. د لوړو زده کړو وزارت به د هر مرکز لپاره اداري ټیم، باکیفیته درسي مواد، تکړه استادان، مرستندویه پرسونل، لوژستیکي ملاتړ ، د زده کړو ټولګي او د شپې اوسېدو ځای برابروي. د زده کوونکو  شمېر به هر کال ۱۰٪ زیاتيږي.

د لوړو زده کړو وزارت به د پروګرام درسي مضامین، درسي نصاب او نورې تخنیکي مسئلې د یو جلا طرزالعمل له لارې تنظیم کړي.

د افغان کلتوري ټولنو جرګې، د پوهنتونونو د استادانو استازو او د ملي شورا با احساسه غړو پوره درې میاشتې له لوړو زده کړو وزارت سره په ګډه کار وکړ تر څو داطرحه جوړه او منظوره شي. تر هغه وروسته دوی څو ځل د مالیې وزیر ته هم ورغلل چې د بودجې مسئله یې ژر یقینې شي او د راتلونکو کلونو بودجه یې هم په پلانونو کې شامله شي. د ادارې او تدریسي ټیم په ټاکلو کې هم جرګې او د استادانو نوې جوړې شوې اتحادیې رغنده کار وکړ. درنو او خواخوږو استادانو په لنډه موده کې تعلیمي نصاب جوړ کړ. اوس د مسحقینو لست د لوړو زده کړو په ویب پاڼه کې خپور شوي دی. هیله ده ټول مستحقین په مینه او لیوالتیا له دغه فرصت څخه د ځان، ملت او هیواد په ګټه معقوله ګټه واخلي.  دا طرحه له پنځه تر اته کالو پورې ده چې د ضرورت په صورت کې اوږدیدای شي.

یاد کمیسیون د اوږد مهاله حل لپاره هم وړاندیز وکړ چې د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونه او نور مربوطه ارګانونه دې په ګډه د ستونزې د اوږدمهاله او عادلانه حل لپاره هم کار وکړي، چې باکیفیته او موثرو زده کړو ته د هیواد د بچیانو د عادلانه لاسرسي بشري حق د تل لپاره تامین شي. پدې ډول به د افغانستان د ټولو سیمو له استعدادونو د هیواد په ابادۍ او ولس په نیکمرغۍ کې د کار اخستو زمینه برابره شي. مسلماٌ دا کار به د سولې او دایمي ثبات په ټینګښت کې رغنده برخه ولري. په اوږدمهال کې لاندې کړنې کولی شي چې په هیواد کې د باکیفیته، متوازن او عادلانه تعلیمي نظام له جوړښت سره مرسته وکړي :

د مربوطو سیمو د ښوونخیو استادانو ته ځانګړي امتیازات ورکول. د استادانو د سویې لوړولو لپاره اضافي هڅې، او لازم روزنیز پروګرامونه جوړول. د کمو پرمختللو ولایتونو په ولسوالیو او ولایتونو کې د کانکور د تیاري کورسونه جوړول. د کمو پرمختللو ولایتونو څخه د بااستعداده ښوونکو تشخیصول، په کابل او لویو ښارونو کې یې د کانکور د اماده ګۍ کورسونو د استادانو په  توګه روزل او بېرته یې په مربوطو سیمو کې ټاکل. د امنیت او ثبات ټینګول. په ټولو دولتي او نادولتي پروژو کې د افغانستان د ټولو سیمو او ولسونو متوازن انکشاف یقیني کول. د ولسونو تر منځ  د پوهنې د ارزښت او اهمیت په باب عامه اګاهي لوړول. د ولس او دولت اړیکي ټینګول او پیاوړي کول. په ولایتونو، سیمو او مهمو مرکزونو کې د ملي ـ تعلیمي بنسټونو پیاوړي کول.

البته له پورته مهمو برخو څخه هغه برخې چې د پوهنې وزارت پورې یې اړه درلوده، پدې وروستیو کې د پوهنې له محترم وزیر سره شریکې شوې او د دوی توجه دې مهمې ملي ـ حیاتي مسئلې ته راواړول شوه. د پوهنې له وزیر سره په کتنه کې زموږ د جرګې له غړو سره د هیواد ځینې درانه او زړه خوږي مشران هم تللي وو او له وزیر صاحب څخه یې هیله وکړه چې دې مسئلې ته ځانګړې پام وکړي. د پوهنې وزیر هم وعده وکړه چې دا او دې ته ورته ملي پروګرامونه په خپلو کاري پلانونو او پروګرامونو کې شامل کړي او عملي کولو ته به ډیر ژر کار پیل کړي.

د افغان کلتوري ټولنو جرګه غواړي د لوړو زده کړو او پوهنې له درنو وزارتونو سره دغه ملي پروسې تعقیب کړي او په پلي کولو کې یې ورسره هر ډول همکاري وکړي.

پدې ډول د خپلې ژمنتیا د نوې کولو په څنګ کې موږ د ملي شورا له غړو او ټولو هغو ملي، قومي، سیاسي، فرهنګي او علمي مشرانو، ملګرو اشخاصو او ټولنو څخه د زړه له کومې مننه کوو. موږ له ټولو هیله کوو چې د خیر او صلاح په کارونو کې همداسې همغږۍ او همکارۍ ته دوام سره ورکړو.

له اړونده حکومتي اشخاصو او ادارو څخه هم مننه کوو چې موږ سره یې پدې ملي کار کې مرسته، همکاري او توافق کړی دی. د اماده ګۍ پوهنځي د مستحقینو لست د لوړو زده کړو په ویب پاڼه کې په لاندې کرښه کې پیدا کولی شئ:

http://www.mohe.gov.af/?p=concur_news&nid=1787