د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په مناسبت

د افغان کلتوري ټولنو جرګه 22.02.2014 19:07

د مورنۍ ژبې نړيوالې ورځې په مناسبت
د افغان کلتوري ټولنوګډې جرګې اعلامیه
د۱۳۹۲ کال د حوت دویمه (د ۲۰۱۴ کال د فبروري ۲۱)
بسم الله الرحمن الرحیم 
ملګري ملتونه هر کال د فبروري ۲۱ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ لمانځې. څېړنو ثبوت کړې ده چې د مورنۍ ژبې پر بنسټ څو ژبې ښوونه او روزنه د با کیفیته زده کړې اساس دی او له ښوونځي څخه د ماشوم د مورنۍ ژبې اېستل له ښونځي څخه د ماشوم اېستلو په شان دي.
ژبې پر هویت، پوهاوي، ټولنیز یووالي او انکشاف باندې د ژورو اغیزو له امله د انسانانو او نړۍ لپاره د ستراتیژیک ارزښت لرونکي دي. ژبې په انکشاف، کلتوري رنګارنګۍ، د کلتورونو تر منځ د پوهاوي او همدا راز د باکیفیته پوهنې لپاره حیاتي رول لري. ژبنۍ رنګارنګي د ټولې نړۍ خلکو ته د ګډ ژوند، یووالي او ټولنیزې برابرۍ بلنه ورکوي. د مورني ژبې د لمانځلو اهمیت دا هم دی چې چې ژبني او کلتوري رنګارنګۍ او څو ژبې زده کړې او پوهنه ترویج کړي، چې باید د پوهاوي، زغم او خبرو اترو پر بنسټ وي. څو ژبې زده کړه د باکیفیته پوهنې، په پوهنه کې د ټولو د شمول او د تبعیض په مخنیوي کې زموږ ملګرې ده. ژبنۍ رنګارنګي زموږ ګډ تاریخي میراث دی چې له خطره باید وساتل شي. څو ژبې پوهنه زموږ ګډه ژوندۍ علمي زیرمه ده چې په ګډه یې باید وساتو.
موږ له ټولو دولتي او نادولتي ملي او نړیوالو ادارو څخه غواړو چې پدې لار کې ګټور کارونه پیل او دوام ورکړي، افغان ماشومانو ته ګټور او اړین کتابونه په مورنيو ژبو کې خپاره کړي. همدا راز بريښنایي رسنیو کې د دغه شان کتابونو ځای ډک کړي.
په افغانستان کې د مورنۍ ژبې پر بنسټ د څو ژبي ښوونیز سیستم له لارې ټولو افغان زده کوونکو ته د بهترین کیفیت زده کړو د برابرولو په هیله.

ومن الله التوفق

د افغان کلتوري ټولنو ګډه جرګه