د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ

د افغان کلتوري ټولنو جرګه 21.02.2012 16:20

د فبروري ۲۱ هر کال د ملګرو ملتونو لخوا د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ لمانځل کیږي.

د افغان کلتوري ټولنو جرګه په همدې مناسبت لاندې معلومات له ګرانو هیوادوالو سره شریکوي. هیله ده هر یو پخپله برخه کې خپل مسولیت ادا کړئ.

په مورنۍ ژبه زده کړه د زده کوونکو یو بشري حق دی چې د دین، قانون، علمي څیړنو او ټولو ملي او نړیوالو موازینو له مخې یې ښه والی او ګټورتوب ثبوت شوی دی.

قانونيت:  د عظیم الشان قرأن، د هیواد د اساسي قانون، د پوهنې نصاب، او ټولو نړیوالو بشري قوانینو له مخې په مورنۍ ژبه زده کړه د ماشوم داسې حق دی چې بې له هغه با کیفیته او متوازنه زده کړه نه کیږي. 

۱). عظيم الشان قرأن: د سوره الروم، د ٢٢ ايت د مفهوم له مخې د اسمانونو او ځمکو پيدا کول او د ژبو او رنګونو رنګارنګي (د الله) د قدرت له نښو څخه دی چې په دې کې د پوهانو لپاره نښې شته. په سوره الابراهيم راغلي دي چې هر قوم ته د هماغه قوم په ژبه پيغمبر لیږل شوی چې (پيغام) دوى ته روښانه کړي.

مورنۍ ژبه

۲). د افغانستان اساسي قانون: ۱۶ ماده: د پښتو، دري، ازبکي، ترکمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني، پاميري او په هېواد کې د نورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبي دي... ۴۳ ماده:  دولت مکلف دى چې په ټول افغانستان کې د متوازن معارف د عامولو او د منځنيو اجباري زده کړو د تامين لپاره اغېزمن پروګرام طرح او تطبيق کړي او د مورنيو ژبو د تدريس لپاره په هغو سيمو کې چې پرې خبرې کېږي لاره هواره کړي.

۳). د پوهنې نصاب: په ښوونځيو کې تدريس په هغو ژبو کېږي چې په اساسي قانون کې تسجيل شوې وي.( ٧ ماده)

۴). د بشري حقونو اسناد: د بشر حقوقو نړيوالې اعلاميې د  لومړۍ مادې، د ماشومانو د حقوقو تړون  CRC د ۱۷،۲۸، ۲۹، ۳۰، مادو او د يونيسکو د مديرانو جرګې د ۲۰۰۱ کال د اعلاميې او لاندې نورو نړیوالو تړونونو له مخې په مورنۍ ژبه زده کړه یو بشري حق دی او دولتونه مکلف دي چې خپلو خلکو ته دا حق ورکړي.

د عمومي غونډې د ١٩٩٢ د ‌ډسمبر ١٨، ١٢٥/٤٧ پرېکړه ليک

د ملګرو ملتونو منشور

د ډله ييزې وژنې او جرمونو د مخنيوي او جزا تړون

د نژادي توپير د ټولو ډولونو پر ضد نړيوال تړون

د مدني او سياسي حقوقو نړيوال تړون

د اقتصادي، کلتوري او ټولنيزو حقوقو نړيول تړون

د مذهب او عقيدې پر بنسټ د هر ډول نازغمۍ او توپير پر ضد اعلامیه

اړتيا او ګټې يې

۱). اروايي ګټې: اعتماد او باور، له اروایي عقدو څخه خلاصون، لوړ احساسي او ذهني لياقت، د ناکامۍ او محروميت له احساس څخه خلاصون، پر ځان باور، د متوازن او حوصله لرونکى شخصيت وده،

۲). پيداګوژيکي ګټې: چټکه زده کړه، د لفظونو پياوړې ذخېره، د اساسي موضوع ژر اخېسته او تعبير، د نورو ژبو ښه زده کړه، په تفاهم او پوهاوي کې پياوړتوب، د لوړې ذهني سویې روزل، د زده کړې څخه ښه ګټه اخيستل، د نړيوالتوب سره تطابق.

۳). ملي ګټې: ۱) د ملي وحدت/ ملي هويت پياوړتيا، ۲) د هېواد متوازن پرمختګ، ۳) له محروميت او توپير له منځه وړل، ۴) د عادلانه ټولنې پياوړتيا، ۵) د دولت او خلکو تر منځ د اړيکو ټينګښت، ۶) په پوهنه کې د ولسونو معقوله نماينده ګي، ۷) د پرمختيايي منابعو عادلانه وېش، ۸) د ټولنيزو لانجو او ناندريو مخنيوى.

علمي ثبوت:

په تیرو ۳۰ کلونو کې ۱۵۰ سترو علمي څیړنو ثبوت کړې دي چې:

له ښوونځي څخه د ماشوم د مورنۍ ژبې ايستل، د ماشوم ايستل دي.

که د ماشوم د مورنۍ ژبې پرمختيا ته پام وشي، د بلې ژبې او نورو علومو زده کړه اسانوي.

د مورنۍ ژبې سره يو ځاى د بلې ژبې پيل له کوچينوالي څخه يو پر بل ګټوره اغېزه لري.

د ماشوم د مورنۍ ژبې د زده کړې پرمختګ د ماشوم نورې وړتياوې هم پياوړې کوي.

هغه وخت چې د مورنۍ ژبې په زده کړه لګېږي د ماشوم د اکاډميکي ودې مخه نه نيسي بلکې پياوړې کوي يې.

د ماشوم مورنۍ ژبه هغه وخت ډېره زيان منونکې ده چې له لومړني سره ورته په مورنۍ ژبه د زده کړې زمينه برابره نه شي (دغسې ماشوم بيا په پوهاوي او تفاهم کې ستونزې لري)

په مورنۍ ژبه زده کړه بايد له ١- ١٢ ټولګې او بيا د پوهنتون په ټوله دوره کې برابره شي. او د همدې بنسټ پر دوام نورې ژبې او نور علوم هم ورته تدریس شي.

موجود حالت:

۱) په اصولو کې: ټول ملت او اساسي قانون دا مسله منلې ده، د پوهنې وزارت د خلکو بیا بیا غوښتنو ته یوڅه مثبت ځواب ویلی  او په کابل  ښار کې یې یو څه کار پیل کړی دی، خو

۲) په عمل کې: لا هم په لکونو افغانان په ښوونځیو او پوهنځیو کې په مورنۍ ژبه د زده کړې له بنسټیز حق نه محروم دي.  

حل لارې:

 ۱) دولت دې په ټول هیواد کې افغان زده کوونکو ته له وړکتونه تر پوهنتونه او له ښوونځیو تر پوهنځیو په مورنۍ ژبه د زده کړو له پاره عملي او جامع پروګرامونه جوړ او پلی کړي.

۲) ولس دې له دولت، ملي شورا او ملګرو ملتونو نه دوامدارو غوښتنو ته دوام ورکړي چې اولادونو ته یې دغه حق ورکړي همدا راز خپل اولادونه دې وهڅوي چې خپل دغه حق وغواړي او هغو ټولګیو او ښوونځیو کې زده کړه وکړي چې په مورنۍ ژبه وي .

 ۳) رسنۍ دې د خلکو د غږ په رسولو کې مرسته وکړي.