د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان کلتوري ټولنو د جرګې اعلامیه

د افغان کلتوري ټولنو جرګه 14.02.2008 16:18

دافغان کلتوري ټولنو جرګه د یو شمیر هغو کړيو او اشخاصو کړنې غندي ، چې د هیواد له اساسي قانون سره په مخالفت يې د دې هیواد د ملي ترمینالوجۍ په خلاف مټې رانغښتې او په دې اړه د ولسي جرګې د ځینو وکیلانو غیرمسوولانه څرګندوني په کلکه غندي.
 دافغان کلتوري ټولنو جرګه پر ملي اصطلاحاتو د اطلاعاتو اوکلتور وزیر ښاغلي عبدالکرم خرم ټينګار د هیواد له اساسي قانون سره نه يوازې يوسم عمل بولي، بلکې د ملي اصطلاحاتو ساتل او کارول د دغه وزارت دنده او مکلفيت هم ګڼي.
موږ په داسې حال کې چې یو ځل بیا له خپلو ټولو ملي ارزښتونو، هیوادپالو چارواکو او اساسي قانون څخه خپل ټینګ ملاتړ څرګندوو، د ملي شوری له دواړو مجلسونو هیله کوو چې هر چا ته د هغوی د شخصي سلیقې په بنسټ حق ور نه کړي ، چې د اطلاعاتو او کلتور وزیر په څیر هیوادپال شخصیتونو او د هغوی رغنده اقداماتو ته زیان ورسوي.
د افغان کلتوري ټولنو جرګه د دې خبرې یادونه یو ځل بیا کوي ،چې د هیواد د ملي ترمینالوجۍ د ساتنې او پالنې تر څنګ بايد له قانون سره سم پښتو ژبې ته هم حق ورکړل شي ،چې د افغانستان په ټولو حکومتي ادارو، ښوونیزو موسسو او د تدریس په چارو کې په مساویانه توګه و کارول شي. همدارنګه د پلازمینې په شمول دې په ټول هیواد کې د افغان ولس بچیانو ته په خپله مورنۍ ژبه د زده کړې زمینه برابره شي.
په همدې توګه د افغان کلتوري ټولنو جرګه هیله لري ، هغه کسان باید د ولسي جرګې له خوا استجواب ته را وبلل شي،  چې د دې هیواد د ملي ارزښتونو زوال ته یې ملا تړلې، هرګام او عمل یې د افغانستان د سترو ګټو په خلاف دی.  

په درنښت
د افغان کلتوري ټولنو جرګه