د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په مناسبت اعلامیه

د افغان کلتوري ټولنو جرګه 22.02.2013 10:11

د ۱۳۹۱ کال د حوت درېیمه (د ۲۰۱۳ کال د فبروري ۲۱)
بسم الله الرحمن الرحیم
ملګري ملتونه هر کال د فبروري ۲۱ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ لمانځې. څیړنو ثبوت کړې ده چې د مورنۍ ژبې پر بنسټ څو ژبې ښوونه او روزنه د با کیفیته زده کړي اساس دی او له ښوونځي څخه د ماشوم د مورنۍ ژبې ايستل له ښونځی څخه د ماشوم ايستلو په شان دي.
ژبې پر هویت، پوهاوي، ټولنیز یووالي او انکشاف باندې د ژورو اغیزو له امله د انسانانو او نړۍ لپاره د ستراتیژیک ارزښت لرونکي دي. ژبې په انکشاف، کلتوري رنګارنګۍ، د کلتورونو تر منځ د پوهاوي او همدا راز د باکیفیته پوهنې لپاره حیاتي رول لري. ژبنۍ رنګارنګي د ټولې نړۍ خلکو ته د ګډ ژوند، یووالي او ټولنیزې برابرۍ بلنه ورکوي. د مورني ژبې د لمانځلو اهمیت دا هم دی چې چې ژبني او کلتوري رنګارنګۍ او څو ژبې زده کړې او پوهنه ترویج کړي، چې باید د پوهاوي، زغم او خبرو اترو پر بنسټ وي. څو ژبې زده کړه د باکیفیته پوهنې، په پوهنه کې د ټولو د شمول او د تبعیض په مخنیوي کې زموږ ملګرې ده. ژبنۍ رنګارنګي زموږ ګډ تاریخي میراث دی چې له خطره باید وساتل شي. څو ژبې پوهنه زموږ ګډه ژوندۍ علمي زیرمه ده چې په ګډه یې باید وساتو.
سږکال د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې شعار [ د مورنۍ ژبې کتابونه] دی. د افغان کلتوري ټولنې ـ مصور خپرندویه بنسټ لا پخوا افغان ماشومانو ته په مورنۍ ژبه ډیر ګټور او ښکلي کتابونه چاپ کړي او ځان ژمن بولي چې دغه اغېزناک کار ته دوام ورکړي.
موږ له ټولو دولتي او نادولتي ملي او نړیوالو ادارو څخه غواړو چې پدې لار کې ګټور کارونه پیل او دوام ورکړي، افغان ماشومانو ته ګټور او اړین کتابونه په مورنيو ژبو کې خپاره کړي. همدا راز بريښنایي رسنیو کې د دغه شان کتابونو ځای ډک کړي.
په افغانستان کې د مورنۍ ژبې پر بنسټ د څو ژبي ښوونیز سیستم له لارې ټولو افغان زده کوونکو ته د بهترین کیفیت زده کړو د برابرولو په هیله.
ومن الله التوفق