ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

16.05.2023 امریکا غږ

امریکا د یو روسي هکر په سر ۱۰ میلیون ډالر جایزه اعلان کړه 

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبه مۍ ۱۶ (غوايي۲۶) د روسیې د یو هکر په سر، چې د انټرنیټي ویروس له لارې له خلکو باج اخلي، ۱۰ میلیون ډالر جایزه اعلان کړه. 

16.05.2023 امریکا غږ

اېمنېسټي انټرنېشنل: پاکستان دې په ملکي کسانو په پوځي عدالتونو کې مقدمې نه چلوي

اېمنېسټي انټرنېشنل وویل په پوځي عدالتونو کې د ملکي کسانو مقدمې چلول خلکو د ویرولو یوه حربه ده او مقصد يې د یوې داسې ادارې دلاسه د مخالفت چقول دي چې هېڅ کله يې هم احتساب نه دی شوی

16.05.2023 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

16.05.2023 امریکا غږ

امریکا: مذهبي ازادي په نړیواله کچه تر برید لاندې ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي مذهبي ازادي په ټوله نړۍ کې تر برید لاندې ده او په چین، ایران، روسیې او میانمار کې وضعیت د خاصې اندیښنې وړ دی.

16.05.2023 امریکا غږ

افریقايي اتحاد روسیې او اوکراین ته د سولې ماموریت استوي 

د جنوبي افریقا ولسمشر سیریل رامافوسا نن سه شنبه مۍ ۱۷ (غوايي۲۷) وویل چې د افریقا شپږ مشران پلان لري چې «ژر تر ژره» روسیې او اوکراین ته سفر وکړي چې د جګړې ختمولو لپاره د یوې لارې په موندلو کې مرسته وکړي.

16.05.2023 امریکا غږ

د اشنا د سه شنبې خبري خپرونه

د امریکا غږ د سې شنبې په خپرونه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پر ادارو د نیوکو، په نړۍ کې د مذهبي آزادیو پر وضعیت او د چین، پاکستان او طالبانو پر اقتصادي همکاریو مهم رپوټونه لرو.

16.05.2023 امریکا غږ

د اوکراین د ولسمشر مېرمنې د ملاتړ جلبولو لپاره د جنوبي کوریا ولسمشر سره وکتل

د اوکراین لومړۍ مېرمن اولینا زیلینسکا د سه شنبې په ورځ مۍ ۱۶ (غوايي ۲۶) د خپل مېړه ولادمیر زیلینسکي د ځانګړې استازې په توګه د جنوبي کوریا په پایتخت سیول کې ددغه هېواد له ولسمشر یون سوک یول سره وکتل.

16.05.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

د افغانستان سفارتونه چا ته ځواب ورکوونکي دي؟ بودیجه له کومه کوي او عاید چیرته مصرفوي؟ بغیر له کونسلي چارو نور کوم استازیتوب کوي؟ زموږ د خپرونې لمړې برخه همدې موضوع ته ځانګړې شوی ده، په دوهمه برخه کې، اوچا وایي چې په افغانستان کې ۲۱.۲ میلیون کسان د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نلري.په همدې اړه له متخصصینو سره خبرې کوو.

16.05.2023 امریکا غږ

د هند او د چین د سرحدي شخړې څلور کاله وشوو خو لا نه ده حل شوې

څېړونکي وايي د چین او د هندوستان د ۳۵۰۰ کلومېټر سرحد باندې د دواړو ملکونو لانجه لا نوره زیاتېږي. تېر کال د ډسمبر په میاشت کې د هندوستان په شمال مشرقي ریاست ارونا چل پردېش کې هندوستاني او چینايي عسکرو لاس په لاس جګړه وکړه. چین په ارونا چل پردېش د ملکیت دعوه لري

16.05.2023 ډیوه

اذربایجان یو شمېر کسان د کودتا په تور نیولي او ایران یې ګرم بللی

په اذربایجان کې چارواکي وايي هغه کسان یې نیولي دي چې د دوی په وینا د ایران له استخباراتي ادارو سره یې کار کاوه او په اذربایجان کې یې د کودتا او وژنو پلان لره.

16.05.2023 امریکا غږ

ایمنیسټي انټرنېشنل: تېر کال په نړۍ کې 883 تنه په دار شوي، سعودي په یوه ورځ 81 کسان زیندۍ کړي

واشنګټن ــــ د بشري حقونو لپاره کارکوونکې اداره ایمنیسټي انټرنېشنل وایي، په نړۍ کې د مرګ سزاګانې زیاتې شوې دي او یواځې په تېر کال کې د افغانستان په ګډون په 20 هېوادونو کې 883 کسان زیندۍ کړل شوي دي. د رپوټ له مخې په امریکا کې تېر کال د مرګ سزاګانې 64 فیصده زیاتې شوې دي او وایي وړم کال پکې 11 کسان په دار کړل شوي وو خو په تېر کال کې 18 کسان زیندۍ کړل شوي دي. ایمنیسټي انټرنېشنل د مې پر 16مه په خپل کالني رپوټ کې ویلي، چې په 2022م کال کې د تېرو پینځو کلونو په نسبت د خلکو په دار یا زیندۍ کېدل لوړې کچې ته رسېدلي دي: "په 20 هېوادونو کې د 2021م کال په نسبت زیندۍ 53 فیصده زیاتې شوې دي، چې زیات د منځني ختیځ او شمالي افریقې په هېوادونو کې شوې دي او هلته په 2021م کال 520 خو په 2022م کال کې 825 کسان زیندۍ کړل شوي دي". ایمنیسټي انټرنېشنل وایي تېر کال په پینځو هېوادونو کې تر څو کلن ځنډ وروسته د مرګ سزاګانې بیرته پیل شوې دي چې وایي په هغوی کې افغانستان هم شامل دی. رپوټ وایي افغانستان په هغو هېوادونو کې دی چې یو تن پکې په ښکاره د خلکو په وړاندې په ډزو ویشتل شوی او وژل شوی دی چې وایي دا له نړیوال قانونه سرغړونه ده. ایمنیسټي وایي د ګڼ شمېر نورو هېوادونو په ګډون په افغانستان او پاکستان کې هم تېر کال خلکو ته په جبري توګه د مرګ سزاګانې اورول شوې دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان په اړه د ایمنیسټي انټرنېشنل رپوټ رد کړی او وایي تېر کال د دوی حکومت هیڅوک نه دي په دار کړي. مجاهد ازادي رېډیو ته ویلي: "یواځې څو میاشتې مخکې په فراه کې د اعدام یو حکم د کره شواهدو او شرعي حکم پر بنسټ تر سره شو، بل هېڅ اعدام نه دی ترسره شوی او کومه ادعا چې د دې سازمان له لوري شوې ناسمه ده." د بشري حقونو دغه اداره وایي د منځني ختیځ او شمالي افریقې هېوادونو تېر کال د تېزندۍ په زیاتولو سره د انسانانو له ژوند سره "بې رحمي" کړې او د نړیوال قانون سرغړونه کړې ده. د ایمنیسټي انټرنېشنل مشره اګنیس کالامارډ وایي: "سعودي عرب په یوه ورځ کې 81 کسان په دار کړي‌ دي. ایران په وروستیو کې د پاڅون د ختمولو په ناوړه هڅه کې خلک یواځې له دې کبله په دار کړل چې هغوی له خپل حق سره سم احتجاج کاوه". رپوټ وایي په سعودي کې تېر کال په زیندۍ کړل شویو کسانو کې 41 د دې هېواد شیعه مسلمانان وو ، چې حکومت ورسره له اوږدې مودې راهیسې په منظمه توګه تشدد کوي. ایمنیسټي انټرنېشنل پر دې خواشیني ښکاره کړې چې وایي له چینه بهر 90 فیصده معلومې تېزندۍ یواځې په درو اسلامي‌ هېوادونو کې شوې دي، چې هغه ایران، سعودي عرب او مصر دي: "په ایران کې ریکارډ شوې تېزندۍ چې په م2021 کې 314 وې په 2022م کې 576 ته زیاتې شوې دي، په سعودي عرب کې دا شمېر درې چنده زیات شوی دی، په 2021م کال کې 65 وو خو په 2022م کې 196 کسان په دار شوي دي او دا په 30 کلونو کې د ایمنیسټي تر ټولو لوړ ریکارډ دی، مصر 24 کسان زیندۍ کړي دي". ایمنیسټي‌ انټرنېشنل وایي په چین، شمالي کوریا او ویتنام کې د مرګ سزاګانې پټې ساتل کېږي او دا هغه هېوادونه دي چې وایي خلکو ته پکې زیاتې د مرګ سزاګانې ورکول کېږي. ایمنیسټي انټرنېشنل په خپل رپوټ کې په چین کې د مرګ د سزاګانو شمېر نه دی یاد کړی، خو وایي ګومان کېږي چې په دې هېواد کې به تېر کال په "زرګونو" کسان زندل کړل شوي وي: "که څه هم په چین کې [تېر کال] د تېزندۍ کړل شوو کسانو شمېر معلوم نه دی، خو دا خبره ښکاره ده چې دا هېواد په نړۍ کې تر ایران، سعودي، مصر او امریکې وروسته د زیاتو کسانو په دار کوونکی پاته شوی دی". سعودي عرب، ایران، چین او امریکې لا تر اوسه د ایمنیسټي انټرنېشنل رپوټ ته په رسمي توګه څه جواب نه دی ویلی، خو په سعودي او ایران کې د تېر کال د مرګ سزاګانو ته د بشري حقونو نړیوالو ادارو غبرګونونه ښکاره کړي وو او غوښتنه یې کړې وه چې د مرګ سزاګانې دې کمې کړل شي.

16.05.2023 ډیوه

کابل کې معترضو ښځو له ملګرو ملتونو غوښتي چې طالبانو سره تعامل ختم کړي

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت د شبکې یو شمیرغړو کابل کې په یوه اعتراضي غونډه کې له ملګروملتونو غوښتي، چې باید له طالبانو سره خپل تعامل پای ته ورسوي.

16.05.2023 امریکا غږ

"په لیدو دې خوشاله شوم" چیف جسټس د خپلې جملې سپیناوی کړی خو مریم نواز ترې سختې پوښتنې کړي

"په لیدو دې خوشاله شوم" دا د پاکستان دسپریم کورټ د مشر قاضي عمر عطاء بندیال له خولې دپخواني وزیراعظم عمران خان لپاره وتلې هغه جمله ده چې په پاکستان کې یې دعدالت اؤ سیاست ترمنځ تاؤ تریخوالی تر بل هر وخت زیات کړی دی. خو په مشر قاضي ددې جملې له امله هرلوري نه له شوؤ نیوکو وروسته هغه سپیناوی کړی دی چې دا یې عادت دی اؤ د احترام په توګه هر چاته وایي "په لیدو دې خوشاله شوم". د مشر قاضي دې سپیناوي ته خپل غبرګون کې دپاکستان مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز له هغه پوښتنه کړې ده چې د اربونو روپو ډاکه اچوونکو څومره مجرمانو ته ته وایي، په لیدو دې خوښ شوم؟ تېره اوونۍ چې کله دپاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان دغبن په یوه مقدمه کې له نیول کیدو وروسته سپریم کورټ ته وړاندې کړل شو نو دسپریم کورټ مشر قاضي عمر عطاء بندیال دهغه په لیدنه وویل "ګډ ټو سي یو" (په لیدو دې خوښ شوم) دمشر قاضي په دې وړه جمله دپاکستان دننه په عدلیه د نیوکو یو طوفان راولاړ شو اؤ په حکومتي کې دشاملو سیاسي ګوندونو مشرانو پوښتنې راولاړې کړې چې څنګه مشر قاضي پخپل یو عدالت کې یو ملزم ته وایي په دلیدو دې خوښ شوم ؟ نن دنهې په ورځ سپریم کورټ کې دیوې سول مقدمې د اوریدنې په مهال دخپلې دغه جملې سپیناوی وروسته له هغې وکړو چې وکیل اصغر سبزواري ته یې وویل "په لیدو دې خوښ شوم ،پس له ډیرې مودې ته زما عدالت ته راغلې" اؤ ددې جملې سره سم هغه بیا دعمران خان په اړه دخپلې دې جملې سپیناوی وکړو. "دا زه هرچاته وایم ،پر ما د ګډ ټو سي یو ویلو له امله نیوکې وشوې" دمشر قاضي وینا وه" زه هر چاته درناوی ورکوم،ادب اؤ اخلاق ټولو لپاره ضروري دي،دادب اؤ اخلاقو نه پرته خوند نه وي" خو دپاکستان په رسنیو دمشر قاضي ددې سپیناوي دخپریدو سره سم د ټکه دمسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې دمشر قاضي په دې سپیناوي خپل غبرګون ښکاره کړو. مریم نواز په ټویټر ولیکل "د اربونو ډاکه اچوونکو څومره مجرمانو ته ته ګډ ټو سي یو وایي؟ هر یو ته درجسټرار دفون لارې مرسیډيز هم راغواړې اؤ رخصتوې یې ؟هر یو دجیل نه ریسټ هاوس ته هم لیږې؟" دنیب لخوا دغبن په مقدمه کې له نیول کیدو وروسته تېره اوونۍ دچیف جسټس په مشرۍ د سپریم کورټ درې کسیز بینچ عمران خان په داسې حال کې ریسټ هاوس کې خپل میلمه کړی ؤ چې نیب دهغه داتوؤ ورځو جسماني ریمانډ اخستی ؤ اؤ سپریم کورټ په دغه موقعه امر کړی ؤ چې عمران خان سره ریسټ هاوس کې دهغه دکورنۍ غړي اؤ نزدې ملګري هم لیدنه کولی شي. مریم نواز پخپل ټویټ کې پوښتنه کړې ده "ایا ته پر ټولو همداسې په ریمانډ کې د ضمانتونو باران کوې،ټولو ته وایې چې لس دکورنۍ غړې دې راوغواړه ،ګپې شپې ولګوه اؤ اوده شه؟" دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې واکمن ایتلاف پي ډي ایم پرون دګل په ورځ دسپریم کورټ دفیصلو پرضد اسلام اباد کې دسپریم کورټ د ودانۍ مخې ته یوه احتجاجي دهرنا یا ناسته هم کړې وه . احتجاجي ناستې ته خپله وینا کې دپي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان ویلي وؤ پر چا چې دانصاف ذمه وارۍ وي نو باید هر لوري ته یو شان پاملرنه وکړي . هغه ویلي وؤ دعدالت جانبدارانه فیصلې به ونه مني اؤ که چرې چیف جسټس د حکومت پرضد ګام واخستو نو سیاسي ګوندونه اؤ پارلیمان به دحکومت تحفظ کوي.

16.05.2023 ډیوه

سوات: د سکول په ګاډي ډزې شوي يوه ماشومه وژل شوې، پينځه ژوبل

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات کې د سکول د ماشومانو په ګاډي د ډزو په پېښه کې يو ماشوم وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي، پوليس د ډزو د پېښې او مرګ ژوبلو تاييد کوي.

16.05.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more