شاته

د اوکراین د ولسمشر مېرمنې د ملاتړ جلبولو لپاره د جنوبي کوریا ولسمشر سره وکتل

د اوکراین د ولسمشر میرمن اولینا زیلینسکا د سه شنبې په ورځ مۍ ۱۶ (غوايي ۲۶) د خپل مېړه ولادمیر زیلینسکي د ځانګړې استازې په توګه د جنوبي کوریا په پایتخت سیول کې ددغه هېواد له ولسمشر یون سوک یول سره وکتل.

د جنوبي کوریا د یونهاپ خبري اژانس د راپور په اساس، زیلینسکا وویل چې هغه د روسیې سره په جګړه کې د اوکراین لپاره د "بې درېغه" ملاتړ په لټه کې ده.

جنوبي کوریا چې د نړۍ نهم لوی د وسلو صادرونکی هېواد دی، اوکراین ته بشري مرستې لیږلې او پر پولنډ یې ټانکونه او د هاویټزر توپونه پلورلي دي.

خو سیول د خپلې زړې تګلارې په اساس، په جګړه کې ښکېلو خواوو ته د وسلو له ورکولو ډډه کوي. زیلینسکا د یونهاپ اژانس ته وویل چې اوکراین غواړي د جنوبي کوریا ولسمشر کیف ته وبولي.

زیلینسکا یونهاپ ته وویل: "دا ډول لیدنه به د اوکراینیانو خورا ډېر ملاتړ وکړي ځکه چې دا زموږ سره چې په شخړې کې ښکېل یو، د پیوستون یوه لاره ده ، لږ تر لږه زموږ د ژوند د یوې ورځې لپاره."

د یون دفتر ویلي چې نوموړې له اوکراین سره د جنوبي کوریا د خلکو ملاتړ او پیوستون څرګند کړ او د جګړې له قربانیانو سره یې خواخوږي وښودله.

یون وویل: "په هیڅ حالت کې د زور استعمال او داسې غیر انساني اعمال د زغملو وړ ندي چې بې ګناه خلکو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته ناوړه زیانونه رسوي."

د جنوبي کوریا د ولسمشر دفتر تیره میاشت وویل چې کیف ته د پوځي مرستې لیږلو په اړه د سیول پرېکړه د روسیې په کړنو پورې اړه لري. دغه دفتر زیاته کړې ده چې په ملکي وګړو باندې بریدونه کیدای شي د سیول پر تصمیم نیولو باندې اغېز ولري.

د روسیې بې پیلوټه الوتکو او بالستیک توغندیو د سه شنبې په ورځ کیف په نښه کړ. د اوکراین دفاعي ځواکونو دا یو پیچلی برید بللی دی.

د اوکراین په پایتخت باندې دا وروستی برید په داسې حال کې شوی دی چې ددغه هېواد ولسمشر ولادمیر زیلینسکي اروپا ته تللی او ددې سفر په ترڅ کې جرمني، فرانسې او بریتانیا ورسره د تازه پوځي مرستو ژمنې کړي دي.