شاته

ایمنیسټي انټرنېشنل: تېر کال په نړۍ کې 883 تنه په دار شوي، سعودي په یوه ورځ 81 کسان زیندۍ کړي

واشنګټن ــــ د بشري حقونو لپاره کارکوونکې اداره ایمنیسټي انټرنېشنل وایي، په نړۍ کې د مرګ سزاګانې زیاتې شوې دي او یواځې په تېر کال کې د افغانستان په ګډون په 20 هېوادونو کې 883 کسان زیندۍ کړل شوي دي.

د رپوټ له مخې په امریکا کې تېر کال د مرګ سزاګانې 64 فیصده زیاتې شوې دي او وایي وړم کال پکې 11 کسان په دار کړل شوي وو خو په تېر کال کې 18 کسان زیندۍ کړل شوي دي.

ایمنیسټي انټرنېشنل د مې پر 16مه په خپل کالني رپوټ کې ویلي، چې په 2022م کال کې د تېرو پینځو کلونو په نسبت د خلکو په دار یا زیندۍ کېدل لوړې کچې ته رسېدلي دي:

"په 20 هېوادونو کې د 2021م کال په نسبت زیندۍ 53 فیصده زیاتې شوې دي، چې زیات د منځني ختیځ او شمالي افریقې په هېوادونو کې شوې دي او هلته په 2021م کال 520 خو په 2022م کال کې 825 کسان زیندۍ کړل شوي دي".

ایمنیسټي انټرنېشنل وایي تېر کال په پینځو هېوادونو کې تر څو کلن ځنډ وروسته د مرګ سزاګانې بیرته پیل شوې دي چې وایي په هغوی کې افغانستان هم شامل دی.

رپوټ وایي افغانستان په هغو هېوادونو کې دی چې یو تن پکې په ښکاره د خلکو په وړاندې په ډزو ویشتل شوی او وژل شوی دی چې وایي دا له نړیوال قانونه سرغړونه ده. ایمنیسټي وایي د ګڼ شمېر نورو هېوادونو په ګډون په افغانستان او پاکستان کې هم تېر کال خلکو ته په جبري توګه د مرګ سزاګانې اورول شوې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان په اړه د ایمنیسټي انټرنېشنل رپوټ رد کړی او وایي تېر کال د دوی حکومت هیڅوک نه دي په دار کړي. مجاهد ازادي رېډیو ته ویلي:

"یواځې څو میاشتې مخکې په فراه کې د اعدام یو حکم د کره شواهدو او شرعي حکم پر بنسټ تر سره شو، بل هېڅ اعدام نه دی ترسره شوی او کومه ادعا چې د دې سازمان له لوري شوې ناسمه ده."

د بشري حقونو دغه اداره وایي د منځني ختیځ او شمالي افریقې هېوادونو تېر کال د تېزندۍ په زیاتولو سره د انسانانو له ژوند سره "بې رحمي" کړې او د نړیوال قانون سرغړونه کړې ده. د ایمنیسټي انټرنېشنل مشره اګنیس کالامارډ وایي:

"سعودي عرب په یوه ورځ کې 81 کسان په دار کړي‌ دي. ایران په وروستیو کې د پاڅون د ختمولو په ناوړه هڅه کې خلک یواځې له دې کبله په دار کړل چې هغوی له خپل حق سره سم احتجاج کاوه".

رپوټ وایي په سعودي کې تېر کال په زیندۍ کړل شویو کسانو کې 41 د دې هېواد شیعه مسلمانان وو ، چې حکومت ورسره له اوږدې مودې راهیسې په منظمه توګه تشدد کوي.

ایمنیسټي انټرنېشنل پر دې خواشیني ښکاره کړې چې وایي له چینه بهر 90 فیصده معلومې تېزندۍ یواځې په درو اسلامي‌ هېوادونو کې شوې دي، چې هغه ایران، سعودي عرب او مصر دي:

"په ایران کې ریکارډ شوې تېزندۍ چې په م2021 کې 314 وې په 2022م کې 576 ته زیاتې شوې دي، په سعودي عرب کې دا شمېر درې چنده زیات شوی دی، په 2021م کال کې 65 وو خو په 2022م کې 196 کسان په دار شوي دي او دا په 30 کلونو کې د ایمنیسټي تر ټولو لوړ ریکارډ دی، مصر 24 کسان زیندۍ کړي دي".

ایمنیسټي‌ انټرنېشنل وایي په چین، شمالي کوریا او ویتنام کې د مرګ سزاګانې پټې ساتل کېږي او دا هغه هېوادونه دي چې وایي خلکو ته پکې زیاتې د مرګ سزاګانې ورکول کېږي.

ایمنیسټي انټرنېشنل په خپل رپوټ کې په چین کې د مرګ د سزاګانو شمېر نه دی یاد کړی، خو وایي ګومان کېږي چې په دې هېواد کې به تېر کال په "زرګونو" کسان زندل کړل شوي وي:

"که څه هم په چین کې [تېر کال] د تېزندۍ کړل شوو کسانو شمېر معلوم نه دی، خو دا خبره ښکاره ده چې دا هېواد په نړۍ کې تر ایران، سعودي، مصر او امریکې وروسته د زیاتو کسانو په دار کوونکی پاته شوی دی".

سعودي عرب، ایران، چین او امریکې لا تر اوسه د ایمنیسټي انټرنېشنل رپوټ ته په رسمي توګه څه جواب نه دی ویلی، خو په سعودي او ایران کې د تېر کال د مرګ سزاګانو ته د بشري حقونو نړیوالو ادارو غبرګونونه ښکاره کړي وو او غوښتنه یې کړې وه چې د مرګ سزاګانې دې کمې کړل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

جرګي د جنوبي وزیرستان په سره روغه کې امن د ټينګښت غوښتنه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:52 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00