شاته

امریکا: مذهبي ازادي په نړیواله کچه تر برید لاندې ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي مذهبي ازادي په ټوله نړۍ کې تر برید لاندې ده او په چین، ایران، روسیې او میانمار کې یې وضعیت د خاصې اندېښنې وړ دی.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د دوشنبې په ورځ مۍ ۱۵ (غوايي ۲۵) د مذهبي ازادیو کلنی نړیوال راپور وړاندې کړ. په راپور کې په ۲۰۲۲ کال کې د مستبدو حکومتونو له خوا د اساسي بشري حقونو د دوامداره نقض په اړه اندیښنه ښودل شوې ده.

بلینکن وویل: "د نړۍ په ډیرو برخو کې حکومتونه د مذهبي اقلیتونو په نښه کولو ته دوام ورکوي او د ځورونې، وهلو ټکولو، غیر قانوني څار او د بیا زده کړي د کمپونو په ګډون له مختلفو لارو چارو څخه کار اخلي."

بلینکن چین یاد کړ چې د هغه هیواد په سینکیانک سیمه کې د اویغور مسلمانانو په وړاندې نسل وژنه او د بشریت په وړاندې جرمونه کوي.

په واشنګټن کې ددغه راپور د وړاندې کولو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د خبرو پر مهال، د نړیوالو مذهبي ازادیو په برخه کې د متحدو ایالتونو خاص استازي رشاد حسین هم چین ته اشاره وکړه.

هغه وويل: "د چین ولسي جمهوريت په ځانګړي ډول مسلمان ایغوران نیولي، بندیان کړي او د بیا زده کړې کمپونو ته یې تبعید کړي دي." بیجینګ په دې اړه نړیوالې نیوکې رد کړي او ویلي یې دي چې د توقیف لوی کمپونه د حرفوي زده کړو مرکزونه دي.

خو د نړیوالې مذهبي ازادۍ لپاره د متحدو ایالتونو دوه ګوندي کمیسیون وایي یاد کمپونه د اجباري کارونو کمپونه دي، هغه نظریه چې د یاد کمیسیون په وینا د امریکا د کانګرس له خوا شریکه شوې وه.

د نړیوالې مذهبي ازادۍ لپاره د امریکا د کمیسیون غړی نوري تورکیل وايي، د بیا زده کړې کمپونه ډیر بې ضرره ښکاري، خو چینايي چارواکي دا اصطلاح د نسل وژني د توجیه کولو لپاره کاروي.

تورکیل وايي: "همدا اوس چې موږ خبرې کوو، دوه تر دې میلیونه ایغور مسلمانان لا هم ځوریږي. دا کمپونه د اجباري کار کمپونه دي. دا د کانګرس نظر دی."

په راپور کې ایران، روسیه، په میانمار کې نظامي رژیم او په افغانستان کې طالبان هم د سرغړونکو په توګه یاد شوي دي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت راپور د نړۍ په یو شمیر سیمو کې د واقعي پرمختګ خبره هم کوي، لکه د مرکزي افریقا په جمهوريت کې، چیرې چې د یاد هیواد د جنایي جرمونو محکمه د ملکي کسانو په وړاندې د مذهبي آزادۍ له مخې د تاوتریخوالي د قضیو څېړنه کوي.