شاته

سوات: د سکول په ګاډي ډزې شوي يوه ماشومه وژل شوې، پينځه ژوبل

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات کې د سکول د ماشومانو په ګاډي د ډزو په پېښه کې يو ماشومه وژل شوې او پينځه نور ژوبل شوي دي، پوليس د ډزو د پېښې او مرګ ژوبلو تاييد کوي.

د پولیسو په وينا پېښه د منګلور تاڼې په حددودو کې په سنګوټه پبلک سکول کې شوې ده.

د سوات ضلعې د پوليسو مشر [ډي پي او] شفیع الله ګنډا پور وي او اې ډیوه ته تاييد کړه، چې د سکول د چهټۍ په وخت چې ماشومان تلل پوليس اهلکار چې په ډيوټۍ وو، ډزې یې کړي او ماشومان پکې ژوبل شوي دي.

هغه وويل دغه پوليس اهلکار نيول شوی او پلټنې پېل کړي شوي دي.

وروسته نوموړي مطبوعاتو سره په خبرو کې وویل، په پېښه کې يوه ماشومه وژل شوې او پينځه نور ژوبل شوي دي.

په سوات کې د ژغورنې ادارې [رېسکيو 1122] وياندې شفيقه ګل وي او اې ډیوه سره د پېښې په اړوند معلومات شريک کړي چې پکې ویل شوي، د ډزو په پېښه کې پينځه مشومان ژوبل او یو وژل شوی دی او ژوبل ماشومان روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

د پېښې د ځای ويډیو چې پوليسو د وي او اې ډیوه سره شريکه کړې، ماشومانې جينکۍ هم پکې ليدل کيږي چې درملنه یې کيږي.

پوليس چارواکي د پېښې نورې پلټنې کوي.

تېر کال د اکتوبر په میاشت کې هم په چارباغ کې د سکول په ګاډی ډزې شوې د ګاډي ډرايور پکې وژل شوی او يو زده کوونکی پکې ژوبل شوی وو.

وورسته پوليسو ویلی وو دغه پېښه د ترهګرۍ نه بلکې د شخصي دښمنۍ وه او ډرايور په کورنۍ شخړه کې وژل شوی وو.

په سوات کې په کال 2012م کې په ملاله يوسفزۍ وسله والو طالبانو هغه وخت ډزې کړې وې چې هغه د سکول نه په ګاډی کې د نورو ملګرو سره کورته روانه وه.

د هغې په سر ګولۍ لګېدلې ، ابتدايي علاج يې په پاکستان او بيا د نور علاج دپاره برتانيي ته په خصوصي الوتکه کې وړل شوې وه.

ملاله يوسفزۍ د امن نوبېل جايزه ګټلې او اوس د جينکو د تعلیم دپاره په نړيواله کچه مبارزه کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

جرګي د جنوبي وزیرستان په سره روغه کې امن د ټينګښت غوښتنه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:52 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00