شاته

د هند او د چین د سرحدي شخړې څلور کاله وشوو خو لا نه ده حل شوې

د همالیه په غرنۍ سيمه کې د هندوستان او چین د سرحدي شخړې څلور کاله وشوو خو د دواړو خواو د حکومتي او پوځي چارواکو د مذاکراتو باوجود نه یوازې د مسلې حل نه دی موندل شوی بلکې د دواړو ملکونو تعلقات يې په تېرو ۶۰ کلونو کې تر ټولو خرابې سطحې ته رسولي دي.

څېړونکي وايي د چین او د هندوستان د ۳۵۰۰ کلومېټر سرحد باندې د دواړو ملکونو لانجه لا نوره زیاتېږي.

تېر کال د ډسمبر په میاشت کې د هندوستان په شمال مشرقي ریاست ارونا چل پردېش کې هندوستاني او چینايي عسکرو لاس په لاس جګړه وکړه. چین په ارونا چل پردېش د ملکیت دعوه لري.

ارونا چل پردېش د لداخ نه د زرګونو کلو مېټر په فاصله دی. په ۲۰۲۰ کې په لداخ کې د دواړو ملکونو ځواکونو ترمنځ خونړۍ جګړې وشوې چې له امله يې موجوده تاوتریخوالی پېدا شوی دی.

تېره میاشت چین په ارونا چل پردېش کې د ۱۱ ځایونو نومونه چینايي ژبې ته واړول. چین دغه سيمه د جنوبي تبت په نامه یادوي او په تېرو شپږو کلونو کې په علاقه کې غرونو، دریابونو او نورو ځایونو ته چینايي نومونه ورکړي دي.

هندوستان د چین د ګام مخالفت کړی خو چین د خارجه وزارت ترجمان (نې) ماو نېنګ ویلي زانګرام (ارونا چل پردېش) د چین برخه ده او په سیمه کې ځایونه په نوم کول د چین په خودمختارۍ کې شامله ده.

چین په ساوت چاینا سي او ایسټ چاینا سي کې هم د ځایونو نومونه بدل کړي دي.

په نوي دلي کې د د ابزرور ريسرچ فاونډېشن څېړنکار هرش پنت په ارونا چل پردېش کې چین ګامونه جارحانه بلي او وايي داسې ښکاري چې چین په هندوستان د فشار دلارې سرحدي شخړي حل کول غواړي.

په سرحدي سیمو کې چین پوځي او غیر پوځي تنصیباتو جوړولو په جواب کې هندوستان هم سرنګونه، پلونه او د سړکونه جوړوی.

تېره میاشت د هندوستان داخله وزیر امیت شا د یوې منصوبې پرانېسته وکړه چې په کې به د ۵۷۰ مېلین ډالرو په لګښت په ارونا چل پرېش ریاست کې پولې سره نژدې ۳۰۰۰ کلیو ته ترقي ورکول کېږي.

هندوستان د مسلح ځواکونو جدت عمل هم ګړندی کړی دی چې په کې امریکې نه حمله کونکي هېلې کاپټرې او روس نه د مزایلو د دفاع نظام اخیستل شامل دي.

څېړونکي وايي چین په هندوستان پوځي برتري لري خو پاکستان سره د تاو تریخوالي له امله هندوستان په لوړه سیمه کې د پوځ د ګمارلو تجربه لري.

د چین او هندوستان ترمنځ په لوړه کچه پوځي او غیر پوخي رابطې شوي دي خو سرحدي شخړه يې لا نه ده حل کړی شوې او دا ځکه چې دواړو ملکونه متضاد دریځونه لري.

هندوستان ټینګار کوي چې چینايي عسکر دې د ۲۰۲۰ د جګړې نه وړاندې ځایونو ته ستانه شيږ چین وايي په پوله عمومي صورتحال پرامنه دی او دواړو ملکونو ته پکار ته چې وړاندې لاړ شي او پکار ده چې دواړه ملکونه تعلق معمول سره سم کړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې انجانا پاسرېشا د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

جرګي د جنوبي وزیرستان په سره روغه کې امن د ټينګښت غوښتنه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:52 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00