ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د ایران عامه ځایونو کې د اجباري حجاب څخه د سرغړونکو ښځو د پیژندلو او سزا ورکولو لپاره کمرې لګول کیږي   

د ایران د پولیسو مقاماتو د شنبې په ورځ اپریل اتمه (وري ۱۹) اعلان وکړ چې په عامه ځایونو کې به کمرې نصب کړي ترڅو هغه ښځې وپېژني چې د حجاب د اجباري اصولو څخه سرغړونه کوي او هغ ته به سزا ورکړي.

08.04.2023 امریکا غږ

مثلث؛ په افغانستان او پاکستان کې ولې میلیونونه کسان وږي دي؟

دا اوونۍ مثلث پروګرام د دغو دوو ګاونډو هېوادونو په مخ پر ځوړ اقتصادي وضعیت څرخیږي.

08.04.2023 ازادي راډیو

د لوبو له میدانه؛ په 'آی پي ایل' کې افغان لوبغاړو ښې لوبې پیل کړي

د لوبو له میدانه سپورټي خپرونه کې به واورئ چې د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل په سیالیو کې افغان لوبغاړو ښې لوبې کوي. د روژې په مناسبت د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ګڼو سیالیو دوام. د افغانستان بدني ښکلا او فټنس فدراسیون له لوري د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره چمتوالی. پر سریلانکا د نیوزیلنډۍ لوبډلې بشپړه برلاسي. د فوټبال نړیوال فدراسیون له لوري د لوبډلو د تازه درجه بندۍ اعلان. د ښځینه وو د کرکټ په تړاو څو جالبې معلوماتي پېښې. د خپرونې په وروستۍ برخه کې د ازادي راډیو سپورټي خبریال بختیار ساحل د افغانستان ملي نولس کلنې کم عمره لوبډلې له چټک توپ اچونکي یما عرب سره مرکه هم کړې چې د دې لینک په کېګاږلو یې اورېدلی شئ:

08.04.2023 ازادي راډیو

د اشنا د شنبې خبري خپرونه

د امریکاغږ اشنا د شنبې په خبري خپرونه کې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر وتلو د کانګرس د روانو تحقیقاتو تفصیل وړاندی کوو. د اوکراین د جګړې په اړه د امریکا د دفاع وزارت لخوا د افشا شویو اسنادو جزیات هم وړاندی کیږي. دا اسناد ښیي چې روسیې د اوکراین په جګړه کې د خپلو او اوکرایني عسکرو د مرګ ژوبلې په اړه ناسم تبلیغات کړي. همداشان په بریتانیې کې د هغو افغان کډوالو د سرپناه موندلو ستونزو ته کتنه شوې چې له هوټلونو څخه باید د ښارولۍ کورونو ته کډه شي.

08.04.2023 امریکا غږ

یوه موضوع، څو زاویې

په افغانستان او نړۍ کې د تودو پيښو تحلیل او څیړنه د امریکا غږ په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې هره شنبه د امریکاغږ د سپوږمکۍ او د ډیجیټلي شبکو له لارې وګورئ.

08.04.2023 امریکا غږ

بو علی سینا

د روغتیا او طبابت د ډګر نوې پرمختیاوې، د تر ټولو عصري طبی وسایلو او د درملنې پرمختللې لارې چارې، د نامتو ډاکترانو او د روغتیا د څانګې د کارپوهانو سره مهمې مرکې، په افغانستان کې روغتیایي ستونزو ته ژوره کتنه، پر مخدره موادو د اعتیاد نه نیولې د ماشومانو تر ګوزڼ پوری روغتیايې ستونزې او د حل د لارو چارو لټون، دا ټول کولای شئ د امریکا غږ په نوې روغتیایي ځانګړې خپرونې بو علی سینا کی تعقیب کرئ.

08.04.2023 امریکا غږ

وسله والو کسانو په نایجریا کې ۸۰تنه تښتولي دي

عیني شاهدانو د شنبې په ورځ اپریل اتمه (وري ۱۹) د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې وسله والو د نایجریا په زمفارا سیمه کې لږ تر لږه ۸۰ کسان د باج اخیستنې لپاره تښتولي دي.  

08.04.2023 امریکا غږ

اسحاق ډار:پاکستان څه سوالګر نه دی، د ایي ایم ایف غړی دی

دپاکستان دخزانې وزیر ښاغلی اسحاق ډار وایي پاکستان کوم سوالګر نه بلکې د ایي ایم ایف اؤ نړیوال بینک غړی دی ځکه نو دا وینا سمه نه ده چې ګنې دی(اسحاق ډار) ایي ایم ایف دامریکې دسفر نه منعې کړی دی. دخالي په ورځ اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې ښاغلي ډار ویلي هیواد کې دبحران کیفیت دی. هغه وویل "دقام په توګه مونږ یو ګرداب کې راګیر یو،د وزیراعظم په وینا مې دامریکې دوره ملتوي کړې ده،دملکي حالاتو له امله به واشنګټن کې کیدونکو غونډو کې په انلاین بڼه ګډون کووم" دخزانې وزیر وویل په قامي معاملو کچه خبرې اؤ پریوتې تجزیې مناسب نه دي، "ځېنې وایي چې زه ایي ایم ایف منعې کړی یم، ما ایي ایم ایف نه شي منعې کولی، پاکستان دایي ایم ایف غړی دی ، څه سوالګر نه دی" هغه وویل دا سمه ده چې پاکستان اقتصادي ستونزو سره مخ دی خو ددې ستونزو باوجود نړیوالو ته بېرته ګرځول کېدونکې پیسې یې یوه دقیقه یا منټ هم نه دي ځنډولي. هغه وویل په دې حالاتو کې هم پاکستان نړیوالو ته 11 اربه ډالر بېرته ګرځولي اؤ ایي ایم ایف چې څه هم ویلي پاکستان یې ډاډمن جواب ورکړی دی. دنوموړي په وینا ایي ایم ایف سره د مامورینو په کچه تړون کېدونکی دی، یو دوست هیواد ایم ایي ایف ته د دوؤ اربو ډالرو د اداییګۍ پخلی کړی دی اؤ دبل دوست هیواد له لوري د یو ارب ډالرو پخلي ته انتظار دی. ښاغلي اسحاق ډار دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې دتېرې میاشتې په پائ کې د پاکستان د خزانې وزارت پارلیمان ته ویلي وؤ د پاکستان په ذمه پورې حکومتي قرضونو کې د روان مالي کال په وړومبیو شپږو میاشتو کې د څلور زرو اربو روپو نوره اضافه هم شوې ده. دخزانې وزارت د رپورټ ترمخه په پاکستان ورپورې قرضه کې له دې نوې اضافې وروسته د پاکستان ټول ټال پورونه 52 زره اربو روپو نه اوښتي دي. د خزانې وزارت دغه شمېرې ښیي چې دا مهال هر پاکستانی وګړی د دوؤ لکو او شپاړس زرو روپو قرضې لاندې ګیر دی. په پاکستان د قرضو بار په داسې وخت کې نور سیوا شوی دی چې دا هیواد د یو ستر اقتصادي ناورین سره مخ دی او واکمنان یې وایي د اخستل شوؤ پورونو د سود پیسې هم د نورو پورونو په اخستو خلاصوي.

08.04.2023 ډیوه

خېبر: باړه کې د امنیتي ځواکونو ګاډی په بم الوځول شوی،د صوبېدار په ګډون پکې دوه عسکر وژل شوي

دپاکستان دحکومت اؤ پوځ لخوا دترهګرو پرضد دعملیاتو پېل کولو داعلان سره سم خېبر پښتونخوا کې په امنیتي ځواکونو دبریدونو لړۍ چټک شوې اؤ په صوابۍ کې په پولیسو له شوي بمي برید وروسته دخېبر په باړه سیمه کې هم دامنیتي ځواکونو ګاډی په بم الوځول شوی دی. امنیي سرچینې وایي دباړې په بمي برید کې دیو صوبېدار په ګډون دوه عسکر وژل شوي اؤ ګڼ نور ژوبل شوي دي. په امنیتي ځواکونو دا بریدونه وروسته له هغې شوي چې تېره ورځ د وزیراعظم په مشرۍ دملي امنیت  کمیټې قبایلي سیمو کې دترهګرو پرضد د هراړخیزو عملیاتو منظوري ورکړه. دسیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي نن د خالي په ورځ دباړې تحصیل په ملک دین خیل سیمه کې د امنیتي ځواکونو یو ګاډي په بم الوځول شوی دی. سرچینې وایي دامنیتي ځواکونو قافله په سړک تېریدله چې دغلته پرې د وړاندې نه اېښودل شوی بم چاودیدلی دی. سرچینو ډیوه ته ومنله چې په دې پېښه کې یو صوبیدار اؤ یو بل عسکر وژل شوی اؤ ګڼ نور عسکر ژوبل شوي چې دعلاج لپاره هسپتال ته رسول شوي دي. په سمدستي توګه ددې پېښې ذمه واري چا قبوله کړې ده نه خو سرچینې وایي له پېښې وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه دپېښې سیمې ته رسیدلي اؤ سیمه یې په ګېره کې داخستې ده. تر اوسه دپاکستان دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار یا سیمه ییزو چارواکو ددې برید په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي. تېره ورځ دپاکستان د وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف په مشرۍ دملي امنیت دکمیټې ترسره شوې غونډه کې په قبایلي ضلعو کې د ترهګرو پرضد د ګڼ اړخیزه عملیاتو منظوري ورکړل شوې وه چې په هم هغه ماښام صوابۍ کې دپولیسو په یو ګاډي دلاسي بم برید شوی ؤ چې پکې یو پولیس تاڼېدار وژل شوی اؤ دوه عسکر ژوبل شوي وؤ. د جمعې په ورځ د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت د کمېټۍ په غونډه کې ويل شوي چې د "ټول قوم او حکومت سره په ګډه د ټول اړخيزه کوټلو عملیاتو پېل کولو منظوري ورکړی شوې ده کوم به چې د يوې نوې جذبې او نوې ارادې سره ملک د ترهګرۍ د لعنت نه پاک کړي" دملي امنیت دکمیټې په غونډه کې دترهګرو پرضد دعملیاتو دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په دې وروستیو کې دپاکستان په ځانګړي ډول دخېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو وسله والو خپل بریدونه چټک کړي اؤ په دې بریدونو کې په سوؤنو عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي. په تازه ترسره شوؤ بریدونو کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده. د پاکستان حکومت د کال 2004 نه تر 2009 پورې د ټي ټي پي د بېلابيلو مشرانو سره وخت په وخت معاهدې کړي خو دغه معاهدې نزدې ټولې ماتې شوي دي او بيا وخت په وخت د پاکستان پوځ د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عمليات کړي چې زیاتره په قبايلو ضلعو کې ترسره شوي وو

08.04.2023 ډیوه

صدر علوي د چیف جسټس د واکونونو محدودولو قانوني مسوده د بیا کتنې لپاره بېرته پارلیمان ته ولیږله

دپاکستان صدر ښاغلي عارف علوي د پریکټس اېنډ پروسیجر 2023 په نوم هغه قانوني مسوده دبیاکتنې لپاره بېرته پارلیمان ته لیږلې ده چې پکې د چیف جسټس لخوا د خپله انده دنوټس اخستو اؤ د بینچ جوړولو واکونه محدود کړل شوي دي. دایین د75مې مادې لاندې پارلیمان ته دبیا کتنې لپاره ددې مسودې قانوني دلیږلو په ترڅ کې صدر علوي ویلي ښایي دا قانوني مسوده دپارلیمان د واک نه بهر ده اؤ دنیمګړتیا اؤ مصنوعیت په لحاظ دا په عدالت کې چیلنج کیدای . په مرکز کې واکمن ایتلاف پي‌ ډي ایم دصدر علوي دا ګام په بدنیتۍ اډاڼه ګرځولی دی اؤ  دهیواد په صدر یې تور لګولی چې هغه دپاکستان دصدر په توګه نه بلکې د تحریک انصاف ګوند داستازي په توګه چلند کوي. حکومتي ګوندونه وایي چې دصدر دې مل سره به په هیواد کې روان اییني اؤ سیاسي بحران لا پسې کړکیچن شي. صدر عارف علوي ویلي دي ایین سپریم کورټ ته د اپیل،بیا کتنې،مشورې ورکولو اؤ دابتدایي سماعت یا اوریدنې واک ورکوي. دصدر علوي لخوا ویل شوي ، منل شوی قانون خو دادی چې اییني دفعو کې دعامې قانون سازۍ له لارې بدلون نه شي. هغه ویلي چې دایین 191مه ماده سپریم کورټ ته دعدالتي کارروایۍ اؤ دطریقه کار غور کولو لپاره دقوانینو جوړولو اختیار ورکوي اؤ دایین ددې دفعو په اساس سپریم کوټ خپل رولز په کال 1980 کې جوړ کړي چې توثیق یې پخبله ایین کړی دی. صدر علوي ویلي دي چې په ارزول شوؤ قاعدو کې لاس وهنه دعدالت په خودمختارۍ،ازادۍ اؤ اندروني کارروایي کې د مداخلت په معنا کیدای شي. هغه زیاته کړې ده چې د ریاست د دریوو ستنو د واک ،اختیار ،طاقت اؤ کردار سپیناوی په ایین کې شته اؤ دایین د67مې مادې لاندې پارلیمان دایین په تابع پاتې کیدلو دخپل طریقه کار اؤ  کاروبار دمنظم کولو لپاره دقاعدو جوړولو صلاحیت لري. صدر وایي همدا شان دایین د191مې مادې په اساس دایین اؤ قانون په تابع پاتې کیدلو سپریم کورټ هم دخپلو فعالیتونو اؤ طریقه کار ټاکلو لپاره قواعد جوړولی شي  اؤ ایین 67 اؤ 191 مادې یو بل ته ورته دي. دصدر علوي په وینا د ایین دا دواړه ذکر شوې مادې په قاعدو جوړولو کې دپارلیمان اؤ سپریم کورټ دواړو خپلواکي تسلیموي هم دواړه ادارې د یو بل په واک کې د لاس وهنې نه منعې کوي. په مرکزي واکمن ایتلاف کې دشامل سیاسي ګوند قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شیرپاو دصدر عارف علوي په دې اقدام خپل غبرګون کې ویلي دصدر لخوا یاده قانوني مسوده پارلیمان ته بېرته لیږل دصدر بدنیتي ښایي. هغه په ټویټر خپل یو بیان کې ویلي ښایي دتحریک انصاف داستازي په توګه دکارکوونکي صدر عارف علوي دې عمل سره به اییني اؤ سیاسي بحران نور هم زیات شي. ښاغلي شیرپاو زیاته کړې ده دصدر دمنصب سپکولو پځائ صدر ته پکار ده چې استعفا ورکړي اؤ دپي ټي ایي منصب سمبال کړي. دپي ډي ایم د بل ستر ایتلافي ګوند وتلې مشرې اؤ مرکزي وزیر سینیټرې شیري رحمان دصدر اقدام ته خپل غبرګون کې په ټویټر لیکلي چې صدر ددې قانوني مسودې په واپس کولو سره ثابته کړې ده چې هغه دهیواد صدر نه بلکې اوس هم دتحریک انصاف ګوند عمومي سکتر دی. شیري رحمان ویلي صدر دپارلیمان هرې پرېکړې ته دتحریک انصاف له نظره کتلي اؤ دا قانوني مسوده لا هغه ته رسیدلې هم نه ده چې ددې په اړوند یې خپل دریځ ورکړی ؤ. هغې زیاته کړې ده درې نیم کاله صدر د صدارتي ماڼۍ نه د ارډیننسونو کارخانه جوړه کړې وه نو څنګه به هغه دپارلیمان په صلاحیت پوهیږي؟ نوموړې په صدر غږ کړی دی چې پارلیمان ته دې قانون سازي نه ښایي. دپارلیمان نه منظوره شوې دې قانوني مسوده کې له خپله انده د نوټس اخستو واک دسپریم کورټ درې سینیر ججانو ته ورکړل شوی. دقانوني مسودې له مخې به د سپریم کورټ د چیف جسټس لخوا له خپله انده دنوټس اخستو واک محدود وي اؤ دبینچونو دټاکلو اؤ از خود نوټس فیصله به دمشر قاضي په شمول ددریوؤ ججانو کمیټي کوي. ددې نوي قانون منظوریدو صورت کې به  پخوانیو وزیراعظمانو میا نواز شریف، یوسف رضا ګیلاني اؤ نورو هاغو سیاسي مشرانو ته دخپلو سزاګانو پرضد داپیل حق ترلاسه شي چې داز خود نوټسونو لاندې سزاوار شوي دي. روانه اوونۍ دا قانوني مسوده قامي اسمبلۍ اؤ سینیټ منظور کړې اؤ له هغې وروسته یې دلاسلیک لپاره دهیواد صدر ته لیږلې وه.

08.04.2023 ډیوه

پولیس: په ایران کې په عامه ځایونو کې کامرې لګېږي چې بې حجابه ښځې وپېژندل شي او جریمه شي

واشنګټن – په ایران کې پولیسو د خالي یا شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په عامه ځایونو کې به کامرې لګول کېږي چې بې حجابه ښځې پرې وپېژندل شي او جریمه شي. پولیسو په یو بیان کې ویلي، کله چې دغه ډول ښځې وپېژندل شي نو دوی ته به په ټیلیفون باندې د خبرداری پیغام استول کېږي. په بیان کې راغلي، چې دا ګام " د حجاب د قانون په وړاندې د مقاومت د مخنیوي" په موخه اخېستل کېږي. د میزان او نورو خبري ادارو لخوا ددې خبر په خپرېدو سره په دغه هېواد کې نا امني نوره هم زیاتېدای شي. په ایران کې د حجاب پر سر له پولیسو سره د ۲۲ کلنې مهسا امیني له مړینې وروسته د هغو ښځو شمېر مخ پر زیاتېدو دی چې غواړي حجاب لېرې کړي. مهسا امیني د پولیسو لخوا په دې تور نیول شوې وه چې د دوی په وینا د ایران شرعي حجاب یې نه درلود. پولیسو تل د هغې د مړینې پرسر راپارېدلي لاریونونه په تاوتریخوالي سره خاموشه کړي دی. خو تر اوسه هم په مالونو،‌ رسټورانټونو،‌ دوکانونو او د هېواد په کوڅو او بازارونو کې په ګڼ شمېر شځې بې حجابه لیدل کېږي. په ټولنیزو رسنیو باندې د هغو ښځو ویډیوګانې په زیاتېدو دي کوم چې د ایران له حجاب سره مخالفت څرګندوي. د پولیسو د خالي د ورځې په دې بیان کې د کاروبارونو له مالکانو هم غوښتل شوي چې په کله دې دغه ټولنیز قوانین وڅاري. په ایران کې د ۱۹۷۹ انقلاب وروسته د پلي شوي شرعي قانون له مخې، ښځې باید خپل وېښته پټ او اوږد حجاب واغوندي چې د بدن هڅکې او ژورې یې پټې وي. له دغه قانون څخه په سرغړونې ښځې جریمه شوي، بندي شوي‌ او ورته ډول ډول سزاګانې ورکړل شوي. د ایران د کورنیو چارو وزارت د مارچ په ۳۰ نېټه په یو بیان کې ویلي، حجاب" د ایراني ولس یو مدني بنسټ او د اسلامي جمهوریت یو له اصولو څخه دی چې په اړه به یې هېڅکله په شاتګ نه وي. دوی له خلکو غوښتي چې له بې حجابه ښځو سره مخالفت څرګند کړي.‌ له داسې غوښتنو سره په تېرو وختونو کې سخت دریځو په ښځو باندې بریدونه هم کړي. تېره اونۍ په یوې خپرې شوې ویډیو کې ښکاري چې په یو دوکان کې یو سړی په بې حجابه ښځې باندې مستې شېندي.

08.04.2023 ډیوه

د ارزګان یو شمېر اوسېدونکي: په روغتیايي مرکزونو کې ښځینه ډاکترانې نه شته

د ارزګان یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ولایت په روغتیايي مرکزونو کې ښځینه ډاکترانې نه شته او دې چارې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي. دوی وايي، له واکمنو غواړي چې په روغتونونو کې ښځینه ډاکترانې وګماري څو ناروغې ښځې ورته په ډاډه زړه معلومات ورکړي. د ارزګان د عامې روغتیا ریاست مسوولان هم دا مني چې په دې ولایت کې یې د ښځینه ډاکترانو پر ځای نارینه ډاکتران ګمارلي دي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

08.04.2023 ازادي راډیو

د افغانستان صدای بانوان رېډیو چې طالبانو بند کړی و نشریات یې بېا شروع کړل

یوه هفته مخکې د صدای بانوان مشرې ناجیه سروش ویلي وو  د زیارت/پنجشنبې په ورځ د غرمې مخکې د طالبانو د اطلاعاتو او ثقافت وزارت او د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت استازي د دوی رېډیو سټېشن ته ورغلل او سټېشن یې بند کړو

08.04.2023 ډیوه

امریکا په اسرائیل کې ترهګریز بریدونه په سختو ټکو وغندل

متحده ایالاتو په لویدیځه غاړه او تل ابیب کې د جمعې د ورځې اپریل اوومې (وري ۱۸) ترهګریز بریدونه په کلکه وغندل.

08.04.2023 امریکا غږ

روسیې رسماً امریکایي خبریال په جاسوسۍ تورن کړ 

د روسیې خبري اژانسونو د جمعې په ورځ اپریل اوومه (وري ۱۸) راپور ورکړ چې مسکو په رسمي توګه امریکايي خبریال ایوان ګرشکویچ په جاسوسۍ تورن کړی دی؛ هغه تورونه چې د ګرشکویچ او د هغه د استخدام کوونکي دواړو لخوا رد شوي دي. 

08.04.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more