ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کانګرس د امریکا کلنۍ بودجه د چین سره د سیالۍ له مخې وارزوله

امریکایي قانون جوړوونکو او د ولسمشر جو بایډن د کابینې جګپوړو چارواکو د سه شنبې په ورځ مې ۱۶ (غوايي ۲۶) د کانګرس په یوې استماعیه غونډه کې په دې بحث وکړ چې د حکومت له لورې غوښتل شوې بودیجه به امریکا ته ددې توان ورکړي چې له چین سره رقابت وکړي او که به شاته پاتې شي.

17.05.2023 امریکا غږ

نیب سبا بیا عمران خان د غبن مقدمه کې پلټنو لپاره غوښتی دی

دپاکستان داحتساب ملي ادارې نیب پخوانی وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دالقادر ټرسټ دغبن قضیه کې په18م مئ(سبا) یو وارې بیا رابللی دی. په یاده قضیه کې عمران خان په نهم مئ دنیب لخوا داسلام اباد هایکورټ دساحې څخه نیول شوی ؤ چې له هغې وروسته دتحریک انصاف ګوند پلویانو ګرد هیواد کې قهرژن احتجاجونه کړي وؤ اؤ دولتي اؤ پوځي ودانیو ته یې اورونه لګولي وؤ. دپاکستاني رسنۍ ایکسپریس د رپورټ له مخې نیب عمران خان ته اوس یو وارې بیا د دریوؤ پاڼو یو نوټس ورلیږلی اؤ هغه یې سبا د زیارت-پنجشنبې په ورځ دپلټنو لپاره رابللی دی. اسلام اباد هایکورټ دالقادر ټرسټ مقدمه کې عمران خان په ضمانت خوشې کړی دی خو محکمې پخپله پرېکړه کې عمران خان پابند کړی چې کله یې نیب دپلټنو لپاره وغواړي نو هغه به ورته حاضریږي. دنیب لخوا عمران خان په لیږل شوي نوټس کې دهغو ټولو تورونو تفصیل هم روښانه کړل شوی دی چې په دې قضیه کې په عمران خان لګول شوي‌ دي. په دغه تفصیلاتو کې عمران خان ته ویل شوي چې دبرتانیې دجرمونو دمخنیوي ملي ادارې په دوؤ مقدمو کې 139.7 پونډه اؤ یو جایداد کنګل کړي وؤ اؤ په دویم دسمبر کال 2019 کې چې کله هغه(عمران خان)وزیراعظم ؤ نو ورته په یو وړاندې کړل شوي نوټ یا یادګیرنه کې ویل شوي وؤ چې دا پنګې به قامي خزانه کې جمع کولی شي. دنیب نوټس کې ویل شوي په دریم دسمبر کال2019م کې ایسټ ریکوري یونټ بیان جاري کړو چې برتانیه تیاره ده چې دا پیسې په سمدستي توګه پاکستان ته ولیږي . نوټس کې ویل شوي دبرتانیې نه راغلې دا پنګې قامي خزانه کې دجمع کولو پځاي په بد دیانتۍ سره دعدالتي جرمانې په مد کې وشمیرل شوې. نوټس کې زیاته کړل شوې ده چې په دویم دسمبر کال 2019م کې احتساب لپاره دهغه وخت د وزیراعظم سلاکار شهزاد اکبر وزیراعظم ته یادګیرنه لیږلې وه چې دقانوني اړتیاؤ پوره کولو لپاره ضروري ده چې دپیسو دجرمانې مد کې دشمیرل کولو اقدام باید دکابېنې نه منظور کړل شي. دنیب دې نوټس کې عمران خان ته ویل شوي چې په دغه موده کې هغه د ګټې اخستونکي لوري نه 458 کناله زمکه اؤ 285 میلیونه روپۍ په چنده کې واخستې اؤ په دریم دسمبر 2019 کې دهغه په مشرۍ کې کابینې د پیسو دمنتقلۍ اؤ دتړون دبندې لفافې منظوري ورکړه. نیب دعمران خان نه په دې پیشۍ کې دټولو اړینو دستاویزاتو ترڅنګ دالقادر پوهنتون د رجسټریشن،زمکو،پنګو اؤ چندو دټولو تفصیلاتو ځان سره د راوړلو وینا کړې ده دالقادر ټرسټ یوه خیراتي اداره ده چې دپاکستاني رسنیو په وینا دعمران خان اؤ دهغه دمیرمنې بشرا بیګم لخوا اداره کیږي اؤ په عمران خان تور دی چې پاکستان کې د زمکو یو لویې کاروباري ته یې دګټې رسولو په بدل کې دهغه نه ددغه خیراتي ادارې لپاره 458 کناله زمکه اؤ 285 میلیونه روپۍ په چنده کې اخستې دي. عمران خان په ځان لګیدلي دغبن تورونه ردوي اؤ وایي هیڅ غبن یې نه دی کړی اؤ که یوې خیراتي ادارې ته څوک پیسې ورکړي نو دغه پیسې هم په خیراتي کارونو مصرف کیږي.

17.05.2023 ډیوه

د بودجې پر سر جنجال له کبله بایډن اسټرالیا او پاپوا نیو ګیني ته خپل سفر لغوه کړ

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن اسټرالیا او پاپوا نیو ګیني ته خپل رسمي سفر چې ټاکل شوې وه بله اوونۍ یې ولري، د بودجې پر سر د جنجال له کبله لغوه کړ.

17.05.2023 امریکا غږ

مولوي عبدالکبیر د ملا حسن پر ځای د طالبانو د حکومت رئیس الوزراء ټاکل شوی

په افغانستان کې دولتي سرچینې وایي دطالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده دملاحسن پځاي مولوي عبدالکبیر دطالبانو دحکومت سرپرست رئیس الوزرا ټاکلی دی.   دافغانستان اریانا نیوز ویلي،د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال د تشریفاتو او رسنیو رییس محمد حسن حقیار ورته  تابید کړې ده، چې ملا حسن ناروغه دی اؤ  مولوي عبدالکبیر به دهغه په غیاب کې د ریاست الوزراء د چارسمبالي په توګه دنده ترسره کوي. طالبانو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي چې ښاغلی حسن اخوند څه ډول ناروغي لري او دا چې آیا تر درملنې لاندې دی که نه؟ د طالبانو یوې سرچینې امریکا غږ ته ویلي چې د دوشنبې په ورځ د طالبانو د سرپرست حکومت د کابینې په غونډه کې ملا حسن اخوند برخه نه وه اخستې او د غونډې مشري مولوي عبدالکبیر کوله. د وي او ای پښتو د رپورټ له مخې د معمول سره سم په حکومتونو کې د دا ډول بدلونونو په هکله اعلامیې خپریږي خو د طالبانو حکومت چې تر اوسه د نړۍ هیڅ کوم هیواد یا ادارې په رسمیت ندی پیژندلی، د خپل مشر پر ځای د سرپرست ټاکل کیدو په هکله یې هیڅ ډول اعلامیه نده خپره کړې. افغان خبریال سیمع یوسفزئ په ټویټر لیکلي د طالبانو د حکومت ریس الوزرا ملا محمد حسن اخند کندهار ته تللی او مرض یې زیات شوی . هغه وایي د ملا محمد حسن اخند په غیاب کي به مولوی عبدالکبیر په موقت ډول د ریس الوزرا چاری پر مخ بیایي. مولوي عبدالکبیر د طالبانو په کابینه کې د رئیس الوزرا مرستیال و او واک ته تر رسیدو وړاندې په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې غړي هم و.

17.05.2023 ډیوه

پاکستان ملکیان په نظامي محکمو کې محاکمه کوي ؛ بشري حقونه یې د نړیوالو قوانیو څخه سرغړاونه بولي

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان د حکومت هغه پریکړه د نړیوالو بشري حقونو څخه سرغړاونه او د اندیښنې وړ بللې چې غواړي ملکي مظاهره کوونکي چې د عمران خان تر نیول کیدو وروسته یې په مظاهرو کې ورانی کړی، په نظامي محکمو کې محاکمه کړي.

17.05.2023 امریکا غږ

شهباز شریف وایي، د نهم مئ پېښو کې ککړ کسان به بچ نه شي، خو عمران خان حکومتي ګامونه چنګېزیت بللی

دپاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف ویلي په 9م مئ پاکستان کې د اړي ګړي شوؤ پېښو کې ککړ کسان دهیڅ نرمښت وړتیا نه لري،دوي ټول به نیولی اؤ پرضد به یې مقدمې درج کولی شي. خو دحکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان بیا حکومتي اقدامات دچنګیزیت په څېر بللي دي اؤ ویلي یې دي موجوده حکومت هم پخپلو ظالمانه ګامونو ولس لکه دچنګیز خان ویرول غواړي. د نهې په ورځ دملي سلامتۍ دکمیټې غونډې ته خپله وینا کې وزیراعظم شهباز شریف ویلي په 9م مئ چې پاکستان کې څه وشول هغه به دتاریخ دیوې تورې ورځې په توګه یاد ساتل کیږي. هغه وویل چاچي په اړي ګړي کې برخه اخستې، ددې ورانکارۍ مشري یې کړې ده یا یې ددې منصوبه ېې جوړ کړې ده هغوي ټول دترهګرو په څېر دي. وزیراعظم ویلي په 9م مئ زمونږ سرونه له شرم ځوړند شوي ،د هیواد 22کروړه ولس اؤ حکومت ددې ناوړه حرکت غندنه کوي اؤ څوک چې په دې جرم کې ککړ دي دهغوي دبچ کیدو پوښتنه هم نه راولاړیږي. دپاکستان دپخواني وزیراعظم عمران خان دنیول کیدو پرضد په نهم مئ ګرد پاکستان کې دتحریک انصاف ګوند پلویانو دقار اؤ تشدد نه ډک احتجاجونه کړي وؤ اؤ دولتي اؤ پوځي ودانیو ته یې اورونه لګولي وؤ. دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم ددې اړي ګړي پړه دهیواد په استخباراتي ادارو اچولې ده اؤ ویلي یې دي دهغوي دګوند دفعالینو منځ ته داحتجاج په مهال ایجنسیو خپل کسان ورخوشې کړي وؤ ترڅو اړی ګړی جوړ کړي اؤ بدنام پرې تحریک انصاف ګوند کړي. دپاکستان حکومت اؤ پوځ پرېکړه کړې ده چې د نهم مئ پېښو کې دککړو کسانو پرضد به پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي خو پخوانی وزیراعظم بیا دحکومت دا ګامونه دچنګیزیت په نوم بولي اؤ تېره ورځ یې پخپل یو ویډیو بیان کې ویلي حکومت غواړي چې پخپلو ظلمونو خلک ویروي اؤ دخپلو حقونو نه یې پشا کړي. عمران خان ویلي چنګیز چې به هم کله یو ښار فتح کولو نو ډیری خلک به یې ووژل خو یو څه به یې ددې لپاره ژوندي پرېښودل چې دهغه دظلمونو کیسې نورو خلکو ته وکړي. عمران خان ویلي اوسني حکمرانان هم دچنګیز خان په څېر پخپلو ظلمونو خلک ویروي، دخلکو د وهلو ټکولو اؤ وحشت ویډیوګانې په سوشل میډیا خوروي چې نور خلک پرې وویروي خو هغه خپلو پلویانو ته غږ کړی چې له دې ظلمونو باید ونه ویریږي اؤ دخپلو حقونو لپاره سړکونو ته را وځي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې که پاکستان کې یو خوا اقتصادي ناورین کړکیچن حالت ته رسیدلی نو بلخوا څېړونکي ددې هیواد په امنیتي اؤ سیاسي وضعیت هم اندېښمن دي اؤ وایي پاکستان دخپل تاریخ د یو نازک پړاؤ نه تېریږي

17.05.2023 ډیوه

ازادي راډيويي مجله؛ غزني ته د بهرنيو سیلانيانو ورتګ ډېر شوی

په دې خپرونه کې به واورئ چې د یوروویژن د سندرو سیالي ترسره شوه. په خپرونه کې به د پښتو ژبې د لیکدود په اړه به مالومات واورئ. د ښوونځيو د نصاب په اړه د ډاکتر زرین انځور نظر اخيستل شوی دی. دغه راز له دې به هم خبر شئ چې غزني ته بهرني سیلانیان نن سبا ډېر ورځي. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

17.05.2023 ازادي راډیو

سلمان رشدي خبرداری ورکړی چې د بیان ازادي له ګواښ سره مخ ده

 واشنګټن – لیکوال سلمان رشدي په سټېج باندې په چاقو تر وهل کېدو او سخت ژوبلېدو نهه میاشتې وروسته په یوې وینا کې خبرداری ورکړ، چې په لویدیځ کې د بیان ازادي د هغه د ژوند تر ټولو سخت ګواښ لاندې ده.‌ رشدي د برتانیې د کتاب جایزو (British Book Awards) ته چې ده ته یې د ګل یا دوشنبې په ورځ د چاپ د ازادۍ یوه جایزه هم ورکړه یوه ویډیو استولې ده.‌   تنظیم کونکو ویلي، دغه جایزه "د لیکوالانو، چاپ کونکو او کتاب پلورونکو د ارادو پېژندلو لپاره ده کوم چې د نه زغم په وړاندې درېږي که څه هم په دوامداره توګه له ګواښونو سره مخ دي." ۷۵ کلن رشدي په دغې استول شوې ویډیوي وینا کې له برید څخه د وړاندې وخت په پرتله نری ښکاري او د چشمو یوه شیشه یې توره وه. هغه په اګسټ کې په نیویارک کې د ادبیاتو یا لېټریچر په یو نندارتون کې ګډون کړی و چې پرې برید وشو، په ښي سترګه باندې وړوند او د یوه لاس عصب یې ژوبل شو. په رشدي باندې د ادعاو له مخې برید کونکي په هغه باندې د برید او د وژلو د هڅې تورونه رد کړي. په رشدي باندې مشکوک برید کونکي تورونه نه دي منلي او قاضي بېل رد کړی: رشدي د ایوارډ مراسمو ته وویل، چې "مونږ په یو داسې وخت کې ‌ژوند کوو، چې زما په اند د بیان ازادي، د چاپ ازادي د لویدیځ په هېوادونو کې دومره له ګواښ سره مخ ده چې زما په ټول ژوند کې هومره نه وه." هغه وړاندې وویل، "اوس زه دلته په امریکا کې ناست یم، زه باید دلته په کتابتونونو او په ښونځیو کې د ماشومانو په کتابونو باندې غیر عادي بریدونو ته ووینم." "په کتابتونونو باندې د بریدونو نظریه. دا په خپله د پام وړ خبرداری دی او مونږ باید ترې ښه خبر یو او د دې پرضد جګړه هم ډېره سخته ده." رشدي وايي، په چاقو تر وهل کېدو وروسته ورته لیکل "ډېر سخت" دي: رشدي وروسته له هاغې د پولیسو په حفاظت کې په کلونو پټ ژوند وکړ چې د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله روح الله خامنايي پرې په ۱۹۸۹ کال کې د مرګ فتوار ورکړه. د رشدي لخوا د "شیطاني ایتونو" تر نامه لاندې ناول له امله چې د ادعاو له مخې پکې مذهب ته سپکاوی شوی و د مرګ فتوا ورکړل شوې وه. هغه په کرار کرار وروسته له هاغې بېرته عادي ژوند ته راوګرځېده کله چې د ایران حکومت له یادې فتوا څخه په ۱۹۹۸م کال کې ځان لېرې کړ او وویل، چې دوی به د رشدي د وژنې لپاره د هېڅ ډول هڅې ملاتړ و نه کړي خو دغه فتوا هېڅکله بېرته نه ده اخېستل شوې. رشدي په ۱۹۸۱ کال د (Midnight’s Children) په نامه د ناول لپاره د بروکر جایزه وګټله او په ۲۰۰۸ کال کې یې د افسانوي یا فېکشن لیکنو تر ټولو معتبره جایزه وګټله. د هغه وروستی ناول چې (Victory City) نومېږي په هغه باندې له برید یوه میاشت مخکې بشپړ او بیا په فیبروۍ کې چاپ شو.‌ رشدي په خپلې وینا کې همدارنګه په چاپ کونکو باندې هم نیوکې کړي چاچې د لسیزو زاړه کتابونه د عصري حساسیتونو له مخې بدل کړي، د بیلګې په توګه د ماشومانو د لیکوال، راول ډاېل او جیمز بانډ جوړونکي این فلېمنګ. رشدي‌ ویلي، چاپ کونکي باید کتابونه پرېږدي" چې مونږ ته د هغوی له وختونو راشي او د خپلو وختونو وي." هغه وايي، "او که د دې اخېستل سخت وي نو مه یې لولئ، یو بل کتاب ولولئ."

17.05.2023 ډیوه

مولوي محمد کبیر د طالبانو سرپرست رئیس الوزار وټاکل شو

طالبانو دوشنبه مې ۱۶ (غوایي۲۶) ویلي چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده د ملا حسن اخوند پر ځای مولوي عبدالکبیر سرپرست رئیس الوزار ټاکلی.

16.05.2023 امریکا غږ

ناټو چین ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین خلاف روسیې ته وسلې ورنکړي

په داسې حال کې چې اوکراین خپلو پسرلنیو دفاعي عملیاتو ته تیاری نیسي، د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) لوړ پوړیو چارواکو پر چین غږ کړی چې مسکو ته د اوکراین د اشغال د غځولو دپاره وسلې ور نه کړي.

16.05.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

16.05.2023 امریکا غږ

امریکا د یو روسي هکر په سر ۱۰ میلیون ډالر جایزه اعلان کړه 

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبه مۍ ۱۶ (غوايي۲۶) د روسیې د یو هکر په سر، چې د انټرنیټي ویروس له لارې له خلکو باج اخلي، ۱۰ میلیون ډالر جایزه اعلان کړه. 

16.05.2023 امریکا غږ

اېمنېسټي انټرنېشنل: پاکستان دې په ملکي کسانو په پوځي عدالتونو کې مقدمې نه چلوي

اېمنېسټي انټرنېشنل وویل په پوځي عدالتونو کې د ملکي کسانو مقدمې چلول خلکو د ویرولو یوه حربه ده او مقصد يې د یوې داسې ادارې دلاسه د مخالفت چقول دي چې هېڅ کله يې هم احتساب نه دی شوی

16.05.2023 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

16.05.2023 امریکا غږ

امریکا: مذهبي ازادي په نړیواله کچه تر برید لاندې ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي مذهبي ازادي په ټوله نړۍ کې تر برید لاندې ده او په چین، ایران، روسیې او میانمار کې وضعیت د خاصې اندیښنې وړ دی.

16.05.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more