ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ملګرو ملتونو د افغانستان د غنمو په حاصلاتو د ملخانو د یرغل خبرداری ورکړ 

د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان [ اف اې او] په افغانستان کې د غنمو په حاصلاتو باندې د «مراکشي ملخانو» د ممکنه لوی یرغل خبرداری ورکړ. اف اې او، وايي د افغانستان په اتو شمالي ولایتونو کې، چې د دغه هېواد د غنمو کندو بلل کېږي، په لویه کچه د ملخانو خطرناک څرګندېدل به میلیونونه افغانانو ته، چې وار دمخه وچکالۍ ځپلي، ویجاړونکي عواقب ولري. په افغانستان کې د دغه سازمان استازي ریچارډ ترینچارډ د دغه بالقوه خطر د پېښېدو په اړه وویل: «دا یو زړه ماتوونکی داستان دی چې ممکن رامنځته شي.» نوموړي چې له کابل څخه، له ژینوا سره خبرې کولې زیاته کړه: «په داسې یو هېواد کې، چې د نړۍ د یو لوی بشري بحران سره مخامخ دی، د دې پېښې خطرات به ډېر ستر وي.» مراکشي ملخان د نباتاتو ضد دا ملخان «مراکشي ملخان» بلل کېږي او د نړۍ په هرې برخې کې د نباتاتو قاتلان دي. اف اې او خبرداری ورکړی چې دا ملخان د ونو او څړ ځایونو په ګډون څه باندې ۱۵۰ هغه بېلا بېل نباتات خوري چې په افغانستان کې زرغونېږي. ترینچارډ وویل چې سږکال په لویه کچه د دغو ملخانو د څرګندېدو/یرغل له کبله د افغانستان د غنمو د ټولو حاصلاتو «څلورمه برخه» چې، یو میلیون ټن کېږي، ضایع کېدای شي. هغه د دې اقتصادي زیان ۵۰۰ میلیون ډالر اټکل کړ. نوموړي وویل سره له دې چې اف اې او، نادولتي ټولنې، د سیمې خلک او مقامات د دغو ملخانو د مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي، خو «دا ډېرې کمې دي او اوس ډېر ناوخت دی چې مخه یې ونیول» شي. ترینچارډ وویل چې «په راتلونکو څو اونیو او میاشتو کې، چې کوچني ملخان غټېږي، رښتینې اندازه به یې معلومه» شي، له شک پرته چې د «بشري ضرورتونو د اړتیا د ډېرېدو لامل» به شي او «تر دریو میلیون پورې خلک به اغیزمن» کړي. د ملخانو د مخنیوي هڅې ترینچارډ وویل چې وړاندوینې د تېرو دریو کلونو په پرتله، سږکال حاصلات غوره ګڼي، خو په وینا یې د ملخانو راتګ به د وروستیو کلونو لاس ته راوړنې ختمې کړې او د کال په اخره او یا بل کال ته به غذايي مصونیت حالت خراب کړي. هغه وویل چې زرګونه کسان شپه او ورځ د دغو ملخانو په وژلو اخته دي، خو بیا هم اندېښنه دا ده چې دا ډول هڅې به ډېر ځای ونیسي.‌ ټرینچارد زیاته کړه: «خلک په دودیز ډول ملخان جاړو کوي او کندې کې یې اچوي، یا یې په ترپالونو کې اېساروي او یا یې له منځه وړي. په نړۍ کې د ملخانو کیماوي کنترول ازمایل شوی میتودی خو یو سیستماتیک کمپاین لپاره د کال په پیل کې د کیماوي اکمالات ډېر کم وو.» هغه دا خبره وکړه چې افغانستان د ملخانو د کنترول قوي سیستم درلوده خو د طالبانوله راتګ وروسته له منځه تللی دی. هغه خبرداری ورکړ که د مراکشي ملخانو مخه ونه نیول شي، نسل یې بل کال ته ۱۰۰ برابره زیاتېږي او «د افغانستان او ګاونډیانو لپاره به یې د زراعت او غذايي مصونیت په برخه کې تر دې هم لویه ستونزه» جوړه کړي. بشري بحران طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، ملګري ملتونه وايي چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په دغه هېواد کې بشري وضعیت خراب شوی او د ښځو او نجونو په اړه د دوی تبعیضي تګلارو دا وضعیت نور هم پسې خراب کړی دی. اف اې او وايي چې په افغانستان کې دا مهال ۱۹.۹ میلیون خلک له سختې لوږې سره مخامخ دي او شپږ میلیون نور خلک قحطۍ ته نژدې شوي دي. همدغه راز تر پنځو کالونو کم نیمايي ماشومان، میندوارې ښځې او تۍ ورکوونکې میندې سوء تغذیه دي او د راتلونکو ۱۲ میاشتو لپاره حیاتي مرستو ته ضرورت لري. د ملګرو ملتونو د راپور په اساس، په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له کبله په نړۍ کې د خوراکي موادو، تیلو او دا ډول نورو ضروري توکو قیمتونو لوړ شوي ، چې د افغانستان په ګډون، یو شمېر هېوادونو کې یې خلک د پیرلو توان نلري.

14.05.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د ترکیې خلکو نن یکشنبه په پارلماني او د جمهوري ریاست په ټاکنو کې ګډون وکړ چې برحال جمهور رئیس رجب طیب اردوغان او د هغه سیال کمال قلیچدار ترمنځ اوږه په اوږه سیالي وشوه. د ترکیې په رهبرۍ کې بدلون به د افغانستان د خلکو لپاره څه اهمیت او عواقب ولري؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

14.05.2023 امریکا غږ

د سنګ مرمر اتحادیه: خیبرپښتونخوا کې وړو کارخانه دارو ته د آسانه قرضو منصوبه ځنډول شوې

مردان   - د پاکستان د سنګ مرمرو اتحادیه وایې په خیبر پښتونخوا کی وړو کارخانه دارو ته په اسانو شرطونو د قرضو ورکولو منصوبه د ځنډ ښکار شوې او باید چې کمرشل بینکونه د حکومت په ځای وړو کارخانه دارو ته قرضی ورکړي او په صوبه کې په بې روزګارۍ کنټرول ترلاسه کړي. د دې اتحادیې وینا ده، د خیبرپښتونخوا حکومت چې په بینکي نظام کې کوم اربونه روپۍ اچوي او دا پیسی هغوی وړي او داسې ځای کې پانګونه کوي چرته چې خطرې کمې وي حکومت له یې ورکوي یا په نورو صوبو کې داسې کارخانه دار اخلي  په دې وجه چې هلته خطره نشته نو باید چې بینکونه هم خپلې ذمه وارۍ پوره کړي. اتحادیه وایي په خیبرپښتونخوا کې 75% صنعت د سنګ مرمرو دی او بیا زیاتې کارخانې په صوبه کې د ودانۍ مواد تیاروي خو د بده مرغه مرکزي بینک د سود شرح 21% ته رسولې او بيا د کاروباري بینکونو دغه قرضې 27% ته زیاتې شي چې زیاته ګټه یې بینکونو ته رسیدلې ده. خو بیا کاروباري بینکونه خپلې قرضې حکومت ته ورکړي. کاروباري بینکونه وایې هغوی هڅه کوي چې د خپل ګاهک پیسې خوندي وساتي. د پاکستان مرکزی بینک وایي د روان مالي کال په 10 میاشتو کې کاروباري بینکونو حکومتي ادارو ته 282 اربه روپۍ قرضه ورکړې او تیر کال هم په دې موده کې دا قرضه 14 اربه ډالره وه. د کارخانه دارو اتحادیه وایي حکومتي قرضې هم په پرمختیا کې نه کارولی کیږي. د خیبر پښتونخوا حکومت په کال 2021 کې په صوبه کې وړو کاروباریانو ته په 2% سود د اسانو قرضو ورکولو دپاره 12 اربه روپۍ اعلان کړې وې، خو اتحادیه وایي په دې تر اوسه پورې 2 کروړه روپۍ قرضه منظوره شوې او په 3 کروړه روپۍ کار شوی دی. خو د فنډونو د نشت والي له وجې دا منصوبه د ځنډ ښکار ده. سوداګر وایي په ملک کې د اقتصادي بدحالۍ، درامداتو د نشت والي، د ټيکسونو او توانایۍ د زیاتو بیعو له وجې کارخانې بندې شوي او کارخانو کې په 25 کې 15 کسان بې روزګاره شوي دي.

14.05.2023 ډیوه

د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

14.05.2023 امریکا غږ

د بلوچستان په ناامنیو کې اضافه: چارواکي وايي د سرحد له هغې غاړې ترهګر راځي

کوئټه   - د ساوت ایشیا ټېروریزم پورټل رپورټ دی چې په بلوچستان کې د روان کال په 63 مرګوني پېښو کې 132 تنه وژل شوي چې 98 د امنیتي عسکر او 34 اولسي وګړي دي. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاء لانګو یې وجه دا بولي چې ګني د افغانستان څخه ترهګر پاکستان ته اوړي او امن خرابوي. ښاغلي لانګو خبریالانو ته وویل: "د افغانستان له سرحدي پولې ترهګر را ځي، ممکن هغوی ته غېر رياستي يا رياستي حمايت حاصل وي مګر دا زموږ ستونځه ده. د دې د مخنيوي لپار په کار ده چې پاکستان او افغانستان له یو بل سره مرسته وکړي ترڅو زموږ پوله مضبوطه وي." ضيا لانګو دا خبرې نن د اتوار/يکشنبې په ورځ د بلوچستان د مسلم باغ د اېف سي په کېمپ کې له رسنيو سره وکړې. دوه ورځې وړاندې د اېف سي پر کېمپ وسله وال بريد شوی و. د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې، آی اېس پي آر ويلي دي چې په پښتون مېشته سیمه مسلم باغ کې د اېف سي پر کلا د جمعې په شپه کېدونکي ترهګريز بريد کې شپږ د اېف سي عسکر او يو اولسي وګړی وژل شوی، او د يوې زنانې په ګډون شپږ عسکر ژوبل شوي دي. پوځ دا هم ویلي چې شاوخوا دیرش (۳۰) ساعته پس یې د شپږ تنه وسله والو په وژلو سره عملیات پای ته رسولي دي. د پېښي ذمه واري  تندروه ډلې «تحریک جهاد پاکستان» منلې ده. وتلی خبريال او شنونکی شهزاده ذوالفقار وايي، مذهبي تندروه ډلې له ډېره وخته په بلوچستان کې فعاليت لري، خو دا اول ځل دی چې د مذهبي تندروه ډلې له لوري داسې يو پوره منظمه بريد په بلوچستان کې تر سره شوی دی." تر دې وړاندې په بلوڅ مېشته سيمو کې د بلوڅو تنظيمونو له لوري داسې بريدونه شوي چې پوځي او نيم پوځي کېمپونو باندې ډله يیزې حملې شوي خو د بلوچستان په شمالي برخو کې د یوې تندلارې مذهبي ډلې لوري داسې پېښه په اول ځل کېږي. پاکستان ته پخپلې وروستنۍ دوره کې د افغان طالبانو خارجه وزير امير خان متقي د پاکستان دا تورنه رد کړل چې ګني د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد استعمالیږي. امیرخان متقي په پلازمينه اسلام اباد کې په انسټيټيوټ اف اسټرېټجېک سټډيز کې د وينا پر وخت ويلي و چې پاکستان او ټي ټي پي دې په پخپل مينځ کې خبرو اترو ته سره کښېني. د متقي په وينا دوی هيچا ته هم د افغانستان خاوره د چا پر ضد د استعمالولو حق نه ورکوي. د هوشاب د عملیاتو پایله تر دې دوه ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې آی اېس پي آر پخپل رپورټ کې ویلي وو چې د بلوچستان په هوشاب سیمه کې د عملیاتو پر وخت يې شپږ تنه بلوڅ وسلوال  وژلي و. د اېف سي ځواک له لوري د شپږ تنه وژل شوو مړي، ځاي لیویز ته سپارل شوي دي. لیویز عسکرو د شپږ تنو جسدونه د شناخت لپاره ځايي روغتون ته وړي دي. د لیوز د چارواکو د مېډیکل رپورټ کې د پېژندل شویو شپږو تنو تعلق د بلوچستان د بېلا بېلو سیمو څخه ښول شوی دی. د روغتون چارواکو ویلي چې د یادو شپږ تنو شناخت یې  عبدالصمد د آوران اوسېدونکی، شاه میر سفر د تجابان اوسېدونکی، جاوید د کولواه شاپکول اوسېدونکی، آسمي کولواه د ډنډا اوسېدونکی، عارف او علي شناخت د آواران د اوسېدنکو په توګه شوی. دوی وایي چې جسدونه یې خپلوانو ورکړل شوي دي. د لادرکه بلوڅانو لپاره کار کوونکي تنظیم  وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز تنظیم  مرستیال مشر ماما قدیر د پېښي په اړه وایي چې داسې ډېروار امنیتي ادارو دعوې کړي چي دوی پرځان باندې د بریدونو په تړاو کسان وژلي خو په خبره یې د دوی سره د ډېر لادرکه کسانو نوملړ شته چې لومړی لادرکه وو خو وروسته وژل شوي دي. ماما قدیر بلوڅ وي او اې ډیوه ته وویل: "دومره ژر تر اوسه کله هم کورنیو ته د خپلو مړو جسدونه نه دي ورکړل شوي. زیاتره وخت په بولان، مارواړ، مستونګ یا قلات کې چې داسي پېښه شوې وي په هغوی کې تر شلو ورځو پس لا په زور په زارۍ کورنیو ته جسدونه ورکړل شوي. زموږ سره ډېر نومونه دي چې لادرکه وو خو وروسته هغه وژل شوي، زیاتره وخت دوی ( امنیتي چارواکي) لادرکه کسان وولي، ويې وژني بیا وايي دا په وسله واله مقابله کې وژل شوي دي." د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاء لانګو د نا امنیو د پېښو په اړه ویلي، وسله والو ډلو یو ځل بیا بلوچستان په نخښه کړی دی. د ضیاء لانګو په خبره د ترهګرۍ د ختمولو لپاره به ټول ریاستي قوت او یووالی څخه کار اخلي. په چمن کې هدفي وژنه د شنبې په ورځ د چمن په مېزۍ اډه سیمه کې د ناپېژندل شویو وسلوالو لخوا د لیویز یو عسکر هغه مهال په ډزو ويشتل شوی کله چې هغه خپل کورته روان وو. د چمن مرستیال کمشنر په خبره د لیویز عسکر ویشتونکي پر موټر سایکل سپاره وو. وايي د چمن د لېویز چارواکو د سیمې ناکه بندي کړې او پلټنې یې پېل کړي دي. د پېښي ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پر سوشل مېډیا منلې او هم د دې ترڅنګ یې د قلعه عبدالله  په پیرعلېزي سیمه کې د لېویز عسکر د یوې پوستې د تباه کولو دعوه کړې ده. بلوچستان د پاکستان له نا ارامو سيمو څخه ګڼل کېږي، د قدرتي معدنياتو تر څنګ د پاکستان او چين تر ميان د اربونو روپو اقتصادي پروژې مرکز هم د بلوچستان ګوادر ښار دی.

14.05.2023 ډیوه

په پنجاب کې د اړي ګړي پر مهال د شپږ اربه روپو د نقصان دعوه – درې زره تنان ګرفتاره شوي

واشنګټن (اردو سروس)  - د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د جګپوړ غړو او کارکنانو د نیول کېدو لړۍ روانه ده او د اتوار/یکشنبې په سهار د پي ټي آی رهنما میأ محمود الرشید د لاهور ډېفنس علاقې نه ګرفتاره کړی شو. د ځایي رسنیو د رپوټونو ترمخه، د مې میاشتې په نهمه نېټه د اسلام آباد هائیکورټ د احاطې نه چې رېنجرز ځواکونو پخوانی وزیراعظم عمران خان ونیولو، د هغه نه پس چې څه د تشدد پېښې مخې ته راغلي، د هغو په حوالې سره محمود الرشید نیولی شوی دی. محمود الرشید په یوه مقدمه کې تورن بللی شوی و او چې هغې مقدمې کې د ضمانت اخستو دپاره عدالت ته روان و، د لاهور هائیکورت سره نږدې ورته دمخه لا پولیس ولاړ و او هغه یې ګرفتاره کړ. پنجاب کې د درې زرو نه زیات خلک نیول شوي په پنجاب صوبه کې سرکاري او خصوصي املاکو ته د نقصان رسولو او هغو ته د اور اچولو په الزام، تر اوسه درې زره و یو سلو پنځه اتیا (۳۱۸۵) کسان نیولی شوي دي. د پنجاب د پولیسو وینا ده چې د شرپسنده عناصرو د کاروائیو په نتیجه کې، په ټول پنجاب کې ۱۵۲ پولیسی افسران او اهلکار زخميان شوي او د پولیس څلور نیوي (۹۴) ګاډو ته زیان رسیدلی دی. د پنجاب د پولیسو ویاند زیاته کړې چې د لاهور د پولیسو اوه ویشت (۲۷)، د فیصل آباد د پولیسو یو ویشت (۲۱)، او د راولپنډۍ د پولیسو نولس (۱۹) ګاډي تباه شوي دي. همدا راز د میانوالي د پولیسو نهه (۹)، د سیالکوټ د پولیسو پنځه (۵)، او د ګوجرنواله پولیسو درې (۳) ګاډي د اړي ګړي کوونکو د حملو نښه ګرځېدلې ده. د بیان ترمخه، ملتان کې د پولیسو څلور ګاډو ته سخت زیان رسېدلی دی. د پولیس د تهاڼو او دفترونو په شمول، دوه ویشت (۲۲) سرکاري ودانۍ سختې زیانمنې شوي دي. د پنجاب د پولیسو انسپکټر جنرل ویلي چې شرپسنده عناصر به د قانون د منګلو نه بچ پاته نشي. پر جي اېچ کیو د حملې په الزام لسهاوو تنه ګرفتار د راولپنډۍ پولیسو د مې میاشتې د نهمې نېټې په مهال د پوځ په مرکز – جي اېچ کیو – باندې د حملې په الزام تر اوسه شپږ اویا (۷۶) تنان ګرفتاره کړي دي. د راولپنډۍ د پولیسو مشر (سي پي او) خالد محمود همداني د خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې نیول شوي کسان د مکملو څېړنو په نتیجه کې پېژندل شوي او زیاته کړې یې ده چې د نیول شوو تنانو په خلاف ټول شواهد په عدالت کې د قبول وړ دي. د راولپنډۍ د پولیسو مشر په جي اېچ کیو باندې د حملې په الزام نیول شوي شپږ ویشت (۲۶) تنان مېډیا ته هم پېش کړل، مګر د هغو ټولو ملزمانو مخونه په کپړو پوښل شوي و. خالد همداني دا هم وویل چې د پولیسو دپاره تر ټولو اهمه مسئله، په جي اېچ کیو ګېټ او حمزه کېمپ باندې شوې حملې دي. هغه دعوه وکړه چې د تېرو مظاهرو په دوران کې، راولپنډۍ کې، د اندازې ترمخه، اتیا (۸۰) کروړه روپۍ نقصان اوړېدلی او د پولیسو شل ګاډي زیانمن شوي دي.  پنجاب کې د اړي ګړي له امله د شپږ اربه نقصان دعوه د پنجاب نګران وزیراعلی محسن نقوي وایي چې په هغې صوبې کې د مې په نهمه نېټه اړي ګړي پر مهال، د شپږ اربه روپیو نقصان اوړېدلی دی. د مسلم لیګ ن ګوند ممبر او د پنجاب نګران وزیراعلی محسن نقوي چې په لاهور کې پرېس کنفرنس ته خبرې کولې، وویل چې د جي اېچ کیو په شمول پوځي تنصیباتو باندې د منصوبه بندې لاندې حمله شوې وه. هغه د نقصاناتو په حوالې سره وویل چې لاهور کې د مېټرو ټرېڼ دوه سټېشنونه په اور کې سوځېدلي کوم چې اوس وخت کې یې بېرته مرمت کول، دوه اربه روپۍ خرچه غواړي. د پنجاب نګران وزیراعلی پخپل خبري کنفرنس کې د قهرجنو احتجاج کوونکو په لاس د اووښتي زیانونو ټول تفصیلات بیان کړل. د حکومت دریځ دا دی چې د عمران خان په ګرفتاره کېدو باندې ډېر کم خلک په احتجاج راوتلي و. محسن نقوي دعوه وکړه چې حکومت هېڅ کوم بې ګناه وګړی ګرفتاره کړی نه دی. د یادونې وړ ده چې تحریک انصاف پاکستان ګوند ویلي د دوی کسانو د احتجاجونو پر وخت ورانکاري نه ده کړې او په سپریم کورټ یې غږ کړی چې د ورانکاریو د تحقیقاتو دپاره دی یو آزاد کمېشن وټاکي.

14.05.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

14.05.2023 امریکا غږ

د ترکیې د ولسمشرۍ او پارلماني انتخابات د اردوغان برخلیک ټاکي

په ترکیه کې نن یکشنبه مۍ ۱۴ (غوايي۲۴) د ولسمشرۍ او پارلماني انتخابات پيل شول او دا انتخابات به د برحاله ولسمشر رجب طیب اردوغان، چې څو لسیزې په واک کې دی، برخلیک وټاکي. 

14.05.2023 امریکا غږ

ځینې سرپرستې او کونډې مېرمنې: د کور لګښتونه نه‌شو پوره کولای

یو شمېر ښځې چې د خپلو کورنیو یوازېنۍ ګټیالۍ دي وايي، په اوسني وضعیت کې د کور لګښتونه نه‌شي پوره کولای. رقيه وايي چې مېړه يې موټر چلوونکى و او لرې پرتو کليو ته به یې خوراکي توکي د پلور لپاره وړل. نوموړې وايي، دې او مېړه یې دواړو کار کاوه او د خپلې کورنۍ د پاللو توان یې درلود. رقيه چې د شپږو ماشومانو مور ده، هغه مهال یې د صفا کارې په توګه په یو روغتون کې کار کاوه. نوموړې وايي، چې مېړه يې یو وار ميدان وردګو ولايت ته په کار پسې تللی و، خو بیا غړېدلې سترګې کور ته راستون نه‌شو، تر دې چې په وینو سور مړی یې ورته کور ته راووړ. نوموړې زیاتوي نه پوهېږي، چې مېړه يې چا وواژه. هغه وايي، د مېړه په وژل کېدلو سره د دوی اقتصادي وضعیت خراب شو او د خپل ځان او ماشومانو د ژوند لګښتونه یې پر غاړه شول. رقيه چې اوس د ودونو هوټلونو کې په ټيټ معاش د صفاکارې په توګه کار کوي وايي: "زه د خپل کور ډوډۍ ورکوونکی یم. دا ډېره سخته ده. دا زما لپاره واقعاً ستونزمنه ده. زه څه ووایم؟ زه د میاشتې پنځه زرو څخه ډېر کار نه‌شم کولای. زه په هوټلونو کې کار کولو ته ځم. په یو محفل دوه سوه راکوي. زه دا دوه سوه په کور مصرف کړم؟ که د کور کرایې ته یې ورسوم؟ زه باید دا دوه سوه د اوبو او برښنا لپاره ورکړم؟ که اووه کلن ماشوم ته مې قلمونه او کتابچې پرې واخلم؟" د رقيې په وينا، د مياشتې دوه زره افغانۍ د کور کرايه ورکوي او کله ناکله ګاونډيان له رقيې او ماشومانو سره خپله ډوډۍ نیموي ترڅو شپه په لوږه تېره نه‌کړي. دا وايي، ډېرى وخت يوازې په وچه ډوډۍ خپله ګوزاره کوي. نازببو بله ښځه ده چې وايي، شاوخوا دوه کاله وړاندې یې په کندز کې د پوليسو پر رينجر د ماين په چاودنه کې خاوند او زوى ووژل شول. نازببو چې اوس د کابل په خيرخانه کې له يوه معيوب زوی او يوې ځوانې لور سره ژوند کوي، وايي خاوند يې اشپز و. نوموړې ازادي راډيو ته وويل، كله يې چې په كور كې د خپل مېړه او زوى مړي وليدل، نو د كور له دوهم پوړ څخه يې ځان وغورځاوه، چې لاس او ملا يې ټپي كړې او اوس هم د دغو فزيكي ټپونو له کړاو سره لاس او ګرېوان ده. نازببو وايي، د خپل خاوند او زوى له مړينې وروسته به يې د خلکو په کورونو کې جامې مينځلې، خو اوس د خپلې ناروغۍ له امله دا کار نه‌شي کولاى. هغې وويل: "کله چې لږه ښه وم، کالي به مې مينځل او کار به مې کاوه. اوس هېڅ نه‌شم کولاى. نه پوهېږم کم خونه یم که بله خبره ده خو که کار وکړم، لاسونه او پښې مې لړزېږي." دا مېرمن وايي، بل زوی يې ورک دی او له څو کلونو راهيسې يې په اړه معلومات نه‌لري. د دې په خبره، د کابل په واټونو د پلاستيکي نقشو او قلمونو په پلورلو سره يې ځوانه لور هڅه کوي چې د کورنۍ د اقتصادي مسووليت دروند بار ته اوږه ورکړي. دغې مور او لور هم ازادي راډيو ته وویل، د دوی هېڅ خپلوان ورسره مرسته نه‌ده کړې او له څو میاشتو راهیسې یې د کور کرایه هم نه‌ده ورکړې. د خپلو کورنیو سرپرستې يادې مېرمنې وايي، د خپل ځان او کورنۍ د پالنې لپاره په یوازې ځان کار کوي، خو د دوی په وینا د طالبانو له‌خوا د ښځو پر کار د محدودیتونو په لګولو سره د کار کولو فرصتونه دوی ته کم شوي. د یادونې ده چې د طالبانو حکومت په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی، چې له امله یې د هغو کورنیو د ښځو عایدات چې مېړونه یې د جګړو او نا امنیو قرباني شوي، خورا کم شوي دي.

14.05.2023 ازادي راډیو

روسیه وايي، د اوکراین په ختیځ کې یې د پوځ دوه قوماندانان وژل شوي 

روسیې د یکشنبې په ورځ مۍ ۱۴ (غوایي ۲۴) وویل چې دوه پوځي قوماندانان یې د اوکراین په ختیځ کې د باخموت په لومړۍ کرښه کې په جګړه کې وژل شوي دي.

14.05.2023 امریکا غږ

په سوډان کې سخته جګړه روانه ده او ښکېل اړخونه به په سعودي عرب کې بیا مذاکرات کوي

روئټرز   (واشنګټن)   - د سوډان په پایتخت خرطوم کې نن د اتوار/یکشنبې په ورځ د ښار ځينو برخو باندې ګوله بارۍ او هوایي بمبارۍ جاري وې، او داسې نه ښکارېده چې پوځې ډلې دې د تشدد کمولو ته آماده وي. جګړه په داسې حال کې توده شوې چې د جګړې ښکېل اړخونه په سعودي عرب کې یو ځل بیا د ډزبندۍ په سر مذاکرات کوي. د سوډان په خانه جنګۍ کې تر اوسه په سلهاوو تنان مړه شوي دي. د هغه وخت راهېسي چې دوه میاشتې وړاندې د سوډان پوځ او د رپېډ سپورټ فورسز (آر اېس اېف) نومې ملېشه ترمنځ جنګ پیل شو، سرښار خرطوم او ترڅنګ دوه نور ښارونه – بحري او ام درمان – د جګړې میدانونه پاته شوي دي. همدا شان د سوډان په غربي ډارفور صوبه کې هم جګړه شوې ده. د روئټرز د یو خبریال او د ځایي خلکو د قوله ویل شوي چې د اتوار/یکشنبې په سهار، په بحري سیمه باندې ګوله بارۍ او په ام درمان سیمې باندې هوایي بمبارۍ وشوې. د العربیه ټي وي چینل ویلي چې په مرکزي خرطوم کې هم سختې نښتې شوې دي. د سوډان په جنګ کې تر اوسه سلهاوو تنان مړه شوي، شاوخوا دوه لکه کسان ګاونډیو ملکونو ته مهاجر شوي، او اووه لکه نور د ملک دننه بېځایه شوي دي چې یوه بشري تباهي یې راپیدا کړې ده. دا ېره هم راپیدا شوې چې خارجي قوتونه په دې شخړو کې ښکېل شي او خطه د عدم استحکام سره مخ کړي. د ډارفور بار اېسوسیشن په یو جاري شوي بیان کې ویل شوي چې د تېرې جمعې او خالي/شنبې په ورځو د غربي ډارفور صوبې په مرکز کې څه باندې سل تنان وژل شوي دي او په هغو کې د ښار د زاړه جومات امام هم شامل دی. په کال ۲۰۲۱ کې په سوډان کې پوځي کودېتا وشوه او له هغه وخت راهېسي د پوځ مشر عبدالفتاح البرهان او د آر اېس اېف مشر محمد حمدان دغالو په شریکه په سوډان حکومت کولو. مګر وروستو دوی دواړه د دې په سر چې واک اختیار څه وخت او په څه قسم سېوېلین حکومت ته منتقل کړي، سره دومره برخلاف شول چې خبره یې د سوډان تر خانه جنګۍ ورسېده. د سوډان په روانه جګړه کې پوځ سره فضایي طاقت شته، او آر اېس اېف ځواکونه بیا د ښار په دننه سیمو کې قوت لري. د دوی ترمنځ د ډزبندۍ کوششونه شوي، خو ویل کیږي چې څو څو ځله ډزبندۍ ناکامه شوي دي. امریکا او سعودي عرب هلې ځلې کوي چې په جده ښار کې د سوډاني ډلو ترمنځ وساطت وکړي او دوی راضي کړي چې د یوې دوامداره ډزبندۍ پر سر اتفاق ته ورسیږي.

14.05.2023 ډیوه

د سپریم کورټ مخې ته احتجاج لپاره د جمعیت علماء اسلام قافلې اسلام اباد ته روانې شوې دي

د مولانا فضل الرحمان په غږ د عدلیې د وروستیو پرېکړو پرضد د سپریم کورټ د ودانۍ مخې ته د احتجاجي پرلت لپاره د جمعیت علماء اسلام اؤ پي ډي ایم د بیلابیلو ګوندونو د فعالیتو قافلې د اسلام اباد په لوري روانې شوې دي. ټاکل شوې ده جمعیت علماء اسلام سبا د ګل/دوشنبې په ورځ د سپریم کورټ د ودانۍ مخې ته احتجاجي پرلت پیل کړي اؤ مولانا فضل الرحمان د ایتلافي ګوندونو ترڅنګ د خپل ګوند په ذیلي تنظیم یا حفاظتي ځواک "انصار الاسلام" هم غږ کړی دی چې دغه پرلت کې ګډون وکړي. د عمران خان په تېر حکومت کې د جمعیت علماء اسلام په انصار الاسلام نومې ذیلي تنظیم سختې نیوکې شوې وې چې دا دیني مدرسو د طالبانو نه جوړه شوې یوه داسې دسته یا ځواک دی چې د مذهب په نوم تشدد ته مایله ده اؤ په دغه تنظیم د بندیز ګنګوسې هم شوې وې خو مولانا فضل الرحمان ویلي وؤ دا ډله یې د ګوند د محافظې دستې په توګه کار کوي اؤ هیڅ رقم تشدد کې ککړه نه ده. د جمعیت علماء اسلام ګوند د خېبر پښتونخوا صوبې مشر سنیټر مولانا عطاء الرحمان پېښور کې خبریالانو ته ویلي د سپریم کورټ مخې ته د پېلیدونکي احتجاجي پرلت حفاظت به د انصار الاسلام ډلې 10زره ساتونکي کوي. په عین حال کې پاکستاني رسنۍ وایي د سپریم کورټ رجسټرار هم د سپریم کورټ د ودانۍ مخې ته د راجوړیدونکي احتجاجي پرلت په رڼا کې د امنیت قابو ساتلو لپاره د امنیتي چارواکو یوه غونډه رابللې ده. مولانا فضل الرحمان د خالي/شنبې په ورځ پخپل یو ویډيو بیان کې د ټولو ګوندونو د فعالینو نه غوښتنه کړې ده چې د ګل/دوشنبې په ورځ د سپریم کورټ د ودانۍ مخې ته راجوړیدونکي پرلت کې باید برخه واخلي. په مرکز کې د واکمن ګوند پاکستان مسلم لیګ مرستیاله مشره مریم نواز په دې احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته رسېدلې ده اؤ مسلم لیګ نواز ګوند اعلان کړی دی چې پرلت کې به کوټلی ګډون کوي. مولانا فضل الرحمان د سپریم کورټ اؤ اسلام اباد هایکورټ له لوري پخواني وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ته په ورکړل شوؤ رعایتونو سختې نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي د عدلیې لخوا یو مجرم ته یو اړخیزه تحفظ اؤ وي ایي پي پروټوکول ورکول کیږي چې دا د عدلیې طرفداري ښایي. هغه په ټول قام غږ کړی دی چې دې احتجاج کې په برخې اخستو باید د ملکي ادارو د تباهۍ مخه ونیسي. د سپریم کورټ مخې ته دا احتجاجي‌ پرلت په داسې حال کې کیږي چې ټاکل شوې ده هم سبا د ګل/دوشنبې په ورځ په سپریم کورټ کې د الیکشن کمیشن د هغه درخواست اوریدنه هم وشي چې په کې سپریم کورټ نه په14مئ پنجاب کې د الیکشن متعلق پخپله فیصله د نظر ثانۍ غوښتنه شوې ده. د پاکستان په تاوجن سیاسي ماحول کې څېړونکي ویرې ښایي چې د سپریم کورټ د ودانۍ مخې ته راجویدونکی دا احتجاج په تشدد اؤ اړي ګړي هم بدلیدلی شي. تر دې وړاندې په نهم مئ دپخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ پرضد د هغه د ګوند تحریک انصاف فعالیتونو ګرد هیواد کې د تشدد اؤ قهره ډګ احتجاجونه کړي وؤ، پوځي ودانۍ اؤ ګاډي یې سوځولي وؤ اؤ پولیسو سره په نښتو کې ګڼ شمیر د پي ټي آی فعالین وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي وؤ. په پاکستان کې حکومتي ګوندونه عدلیه د عمران خان اؤ تحریک انصاف ګوند په طرفدارۍ تورنوي خو عمران خان بیا وایي د هغه مبارزه د آیین د سرلوړۍ لپاره ده اؤ په دې لړ کې عدلیه د امید وروستی څرک دی چې د ده ګوند یې ترشا ولاړ دی. 

14.05.2023 ډیوه

د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي پنجاب نه یې د داعش او ټي ټي پي څلور ترهګر نیولي دي

د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي د پنجاب بیلابیلو سیمو کې یې د استخباراتي معلوماتو په اساس د ترهګرو اؤ ورانکارو پرضد عملیات کړي چې په کې د داعش اؤ ټي ټي پي څلور ترهګر نیول شوي دي. د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو په بیان کې ویل شوي دا عملیات په سرګودها، راولپنډۍ اؤ ګجرانواله سیمو کې شوي دي. بیان کې ویل شوي د ترهګرو پرضد د عملیاتو په مهال د هغوی د ولکې نه ځانمرګي جېکټونه اؤ چاودیدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي. د سي ټي ډي بیان کې د نیول شوؤ ترهګرو نومونه سلمان، شیرزمان، ملک اسرار اؤ شیر خان ښودل شوي اؤ وایي دوی د ترهګرو ډلو داعش اؤ تحریک طالبان پاکستان سره تعلق لرلو. بیان کې دا وضاحت نه دی ورکړی شوی چې د دغو څلورو تنانو څخه کوم یو یې د کومې ډلې سره تعلق و، خو په ګډه د داعش او ټي ټي پي دوو ډلو ته اړوند بللی شوي دي. یاده دې وي چې داعش او تحریک طالبان پاکستان دوه بېلې ډلې دي او دا چې د دوی ترمنځ تعلقات څنګه دي، د پوښتنې وړ خبره ده.   د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي د تېرې یوې اوونۍ په مهال یې د پنجاب د بیلابیلو سیمو نه 51 شکمن کسان نیولي اؤ تر11 زرو زیاتو کسانو یې پوښتنې اؤ پلټنې کړې دي. تر دې یوه ورځ وړاندې د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو هم دعوه کړې وه چې د روان کال په وړومبیو څلورو میاشتو کې یې د استخباراتي معلوماتو په اساس د صوبې بیلابیلو برخو کې 711 عملیات کړي چې په کې 39 ترهګر وژل شوي اؤ 158 ژوندي نیول شوي دي. په دې وورستیو کې د پاکستان بیلابیلو سیمو کې د ترهګرۍ پېښې یو وارې بیا سیوا شوې دي اؤ د پاکستان پوځ اؤ حکومت منلې ده چې د عمران خان د حکومت په تېره دوره کې ترهګرو سره نرمه رویه د دې سوب شوې ده چې ترهګر ځان نور منظم اؤ خپل ترهګریز فعالیتونه پراخه کړي. د ترهګرو لخوا په وروستیو ترسره شوؤ بریدونو کې زیاتره امنیتي ځواکونه په نخښه کړل شوي دي اؤ ددې بریدونو ذمه وارۍ زیاتره ټي ټي پي اؤ داعش په غاړه اخستې دي.

14.05.2023 ډیوه

د فلسطین اسلامي جهاد تنظیم او اسرایل په اوربند سلا شوي

د فلسطین وسله واله ډله اسلامي جهاد اؤ اسرایل په اوربند سلا شوي دي چې له دې وروسته د څو ورځې راهسې د پولې د پورې غاړې څخه په کیدونکو ډزو کې د رامنځته کیدونکې مرګ ژوبلې د مخنیوي هیلې پیدا شوې دي. د خبري شبکې رایټرز د رپورټ له مخې اوربند کې د منځګړي رول لوبوونکي هیواد مصر ټولو اړخونو نه غوښتنه کړې ده چې د اوربند په تړون باید عمل وکړي. د اوربند د تړون په متن کې ویل شوي د فلسطیني اؤ اسرایلي خواو ترمنځ د شوي تړون په رڼا کې مصر اعلان کړی چې د دواړو خواؤ ترمنځ اوربند دشپې 10بجو نه پیل کیږي. تړون کې ویل شوي چې دواړه خواوې به په اوربند عمل کوي اؤ د وګړو اؤ کورونو د په نخښه کولو لړۍ به ودروي. ډان ورځپاڼه کې د خپور شوي رپورټ‌ له مخې اسرایلي چارواکو لا د دې تړون تصدیق یا پخلی نه دی کړی اؤ حتی د اوربند تړون ته د غوڅ شکل ورکولو په مهال هم د دواړو خواؤ ترمنځ د ډزو لړۍ روانه وه. اسرایل د نهې یا سه شنبې په سهار د نوؤ هوایي بریدونو د لړۍ پیلولو اعلان کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ د اسلامي جهاد تنظیم هغه کمانډران به په نخښه کوي چې د اسرایل پرضد یې د بریدونو منصوبه جوړه کړې وه. د دې په غبرګون کې د ایران دملاتړ نه برخمنې ډلې په سوؤنو راکټونه داغلي وؤ چې له امله یې 15 لکه اسرایلي وګړي پناه ځایونو ته لیږل شوي وؤ. رپورټ وایي تېرو پینځوؤ ورځو کې اسرایل د اسلامي جهاد تنظیم شپږ مهم کمانډران وژلي اؤ ګڼ شمیر پوځي تنصیبات یې تباه کړي دي. په هوایي بریدونو کې د ښځو اؤ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي. په رسنیو کې دعوې شوي دي چې د اسرایلي الوتکو د تېرو پینځو ورځو په بریدونو کې د شپږو ماشومانو په ګډون 35 فلسطینیان وژل شوي دي. 

14.05.2023 ډیوه

امریکايي او قطري لوړ پوړو چارواکو د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه هیواد صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر انتونی بلینکن سره په یو ټیلیفوني اړیکه کې د افغانستان په روانو حالاتو خبرې کړي دي.

14.05.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more