ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


چين د منځنۍ ايشيا د هېوادونو غونډه کوي

د چين صدر ژي جېن پېنګ به د زيات او جمعې په ورځ په ژيان ښار کې د اقتصاد په پرمختيا او د قازقستان، ازبکستان، کيرغستان، تاجکستان او ترکمنستان سره د ټينګ امنيت په اړه خبرې وکړي

18.05.2023 ډیوه

باجوړ او پېښور کې نښته او چاودنه کې یو پوځي، يو ترهګر او یو عام تن وژل شوي

د پاکستان پوځ ویلي د خېبرپښتونخوا په باجوړ ضلع کې د ترهګرو سره په نښته کې يو پوځي عسکر او یو ترهګر وژل شوي دي. نن مازيګر په پېښور کې په يو موټر سايکل کې چاودنه شوې يو تن پکې وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

18.05.2023 ډیوه

د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه

طالبانو ته د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې د مشر یو واضح پیغام دراوروو چې وایي تر څو چې طالبانو د بشر حقونو درناوی نه وي کړی او له ښځو سره یې چلند نه وي بدل کړی په رسمیت به ونه پېژندل شي. د طالبانو نوي سرپرست رئیس الوزرا مولوي عبدالکبیر څوک دی؟ دا به د خپرونې د میلمه د امریکا غږ د ډیوې څانګې له مشر نفیس ټکر سره راوسپړو. نور سیمه اییز او نړیوال مطالب هم لرو چې هیله ده خپرونه تر پایه وګورئ.

18.05.2023 امریکا غږ

جي-۷ پر روسیه د نورو بندیزونو او د چین په 'اقتصادي ګواښ' غور کوي 

د نړۍ د اوو سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) مشران نن د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۸ (غوایي ۲۸) د جاپان هیروشیما ته ورسیدل چې د روسیې پر وړاندې د سختو بندیزونو او د چین د "اقتصادي ګواښ" څخه په ژغورنه خبرې وکړي.

18.05.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

18.05.2023 امریکا غږ

طالبانو ته د رئیسي‌خبرداری: د ایران د اوبو حق ورکړئ

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي چې ددغه هېواد د سیستان - بلوچستان ولایت ته یې سفر کړی و،‌ د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړ چې د هلمند له سیند څخه دې د ایران د اوبو حق ورکړي.

18.05.2023 امریکا غږ

د نیوزلنډ د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې افغان لوبغاړی وپېژنئ

عبدالرحمن حکمت هغه افغان دی چې د نیوزلنډ د ۱۹ کلنو د کرکټ ملي لوبډلې ته غوره شوی دی. دی وایي یو کلن و چې کورنۍ یې له افغانستان څخه نیوزلنډ ته وکوچېدله. عبدالرحمن د راشد خان په څېر توپ اچوونه کوي. د ده کمال څه و چې د نیوزلنډ د۱۹ کلنو لوبډلې ته غوره شو؟ د امریکا غږ خبریال جعفر هاند ورسره غږېدلی دی

18.05.2023 امریکا غږ

د امریکې د استازو اېوان کمېټۍ مشر: له ښځو سره چلند بدلولو پرته طالبان په رسمیت نه پېژنو

واشنګټن ـــــ د امریکې د استازو اېوان د بهرنیو اړیکو د کمېټۍ مشر مایکل مککال وایي تر څو چې طالبان د بشري حقونو درناوی ونه کړي او له ښځو سره خپل چلند بدل نه کړي حکومت به یې په رسمیت ونه پېژندل شي. بل لور ته د قطر وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر د جرمني د بهرنیو له چارو وزیر سره د افغانستان په روانو حالاتو خبرې کړې دي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې له دې هېواد سره مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، چې خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمان الثاني او د جرمني خارجه وزیرې انالینا بېربک ګډې خبري غونډې ته وویل چې نړیواله ټولنه دې د افغانستان د خلکو د صلاحیتونو د زیاتولو او د داخلي بحرانونو د ختمولو لپاره همکاري روانه وساتي: "په دې لیدنه کې دواړو خواوو په افغانستان کې د داخلي بحران د مخنیوي، سولې، د نجونو د تعلیم، بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته د درناوي په برخو کې د نړیوالې ټولنې د همکاریو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ". مایکل مککال له وي او اې افغان څانګې سره په یو ځانګړې مرکه کې ویلي، "که طالبان د بشري حقونو بحران او له ښځو سره چلند ته پام ونه کړي او ښځې د ټولنې برخه نه کړي، د کانګرس دواړه ګوندونه [ریپبلکن او دیموکرېټ] به د طالبانو هېڅ ډول رسمیت ونه مني. " ښاغلي مککال طالبانو ته ښکاره پیغام ورکړ چې "که غواړي په رسمیت وپېژندل شي، باید له ښځو سره [د یوې طبقې په توګه] د خپل ملکیت په توګه نه بلکې د برابرۍ چلند وکړي"، هغه وایي "په دې اړه زموږ دریځ ډېر قوي دی". طالبانو تر اوسه د مایکل مککال تازه خبرو ته څه جواب نه دی ویلی، خو د ښځو حقونو او ټولشموله حکومت جوړېدو په اړه د نړیوالو د غوښتنو پر نه تر سره کولو باوجود یې تل غوښتنه کړې چې نړیوال دې یې حکومت په رسمیت وپېژني. طالبانو د 2021م کال له اګست راهیسې په افغانستان کې له دویم ځل واکمنېدو را وروسته پر ښځو کلک بندیزونه لګولي، له کار او تعلیم سره سره یې د هغوی ولسي ژوند هم اغېزمن کړی چې له کبله یې تر اوسه هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. مایکل مککال وایي په افغانستان کې له ښځو سره د هغوی د [جنسیت له کبله توپیري چلند] کېږي او د ده په وینا دا یواځینی هېواد دی چې "ښځې او نجونې پکې له تعلیم او نورو حقونو بې برخې دي": د امریکا د استازو اېوان د بهرنیو اړیکو د کمېټۍ مشر وایي "له ښځو سره د طالبانو چلند د جنسیتي‌ اپارټایډ [توپیر] په څېر دی او غواړي چې ښځې له ټولنې ورکې کړي". نوموړي د هغو افغان ښځو یادونه او ستاینه وکړه چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي او ویې ویل چې امریکا له افغان ښځو سره ولاړه ده. د استازو اېوان د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر په داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت څه باندې 20 میاشتې وشوې خو لا هم په دغه هېواد کې ښځو ته د تعلیم، کار او نورو برخو کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي. نړیواله ټولنه وايي طالبانو د دوحې په تړون کې ژمنې کړې وې چې د بشر او ښځو حقونو ته به درناوی کوي، خو پر خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی. طالبان بیا ټینګار کوي چې د "شرعیت او افغان کلتور" په بنیاد ښځو او نجونو ته حقوق ورکوي. یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له وي او اې افغان څانګې اخیستل شوي.

18.05.2023 ډیوه

پاکستان د نړيوالې مذهبي ازادۍ په اړه د امریکايي رپورټ دعوې رد کړې

پاکستان وايي، د امريکې د بهرنیو چارو د وزارت لخوا د نړیوالې مذهبي ازادۍ په رپورټ کې د پاکستان په اړوند شوې دعوې بې بنياده دي او پاکستان یې په کلکه رد کوي.

18.05.2023 ډیوه

پاکستان کې مېشت افغان کډوال وایي دې هېواد کې یې لسیزې وشوې شهريت دې ورکړی شي

پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، پاکستان کې یې پينځه لسيزې وشوې ماشومان یې زېږولي د هغو بچي وشو عمر یې دلته وشو، پاکستان دې دوی ته شهريت يا تابعيت ورکړي ځکه چې د شهريت نه لرلو له امله دوی د بنيادي بشري حقونو څخه محرومه دي.

18.05.2023 ډیوه

وسلوالو په نایجېریا کې د امریکې د سفارت پر کاروان په برید کې څلور تنه وژلي او دوه تښتولي دي

واشنګټن ـــــ‌ د افریقایي هېواد نایجېریا په انامبرا ایالت کې وسلوالو د امریکا د سفارت پر کاروان برید کړی چې د چارواکو په وینا څلور تنه پکې وژل شوي دي، د امریکې د بهرنیو چارو وزارت دا برید غندلی دی. د نایجېریا او امریکې چارواکي وایي د دې برید په اړه پلټنې کوي چې وایي دوه پولیس عسکر او د امریکې د کونسلګرۍ دوه کارکوونکي پکې وژل شوي دي.  د نایجېریا پولیس وايي بریدګرو دوه پولیس افسران او موټر چلوونکی هم تښتولي دي. د نایجریا پولیس وایي دا پېښه د مې پر 16مه د شمال ختیځ انامبرا ایالت په اګبارو سیمه کې شوې ده. د انامبرا د پولیسو ویاند توچوکو اکینګا وویل پولیس په بریدګرو او تښتول شویو خلکو پسې پلټنه کوي. د نایجېریا پولیس او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا چارواکی جان کربي وايي په کاروان کې کوم امریکايي وګړی نه وو. د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن دا برید غندلی چې وایي د امریکې د حکومت پر هغو دوو موټرو باندې شوی دی چې په نایجېریا کې د امریکې د مِشن کارکوونکي او د نایجېریا پولیس پکې سپاره وو. ښاغلي بلینکن پر ټویټر لیکلي: "موږ له خپلو سیمه ییزو همکارانو سره اړیکو او له نایجیریا سره خپلې ملګرتیا ته ارزښت ورکوو". د نایجریا ملي پولیسو په یو بیان کې ویلي دي د امریکې د سفارت په دغو دوو موټرو کې نهه تنه سپاره وو، چې وایي پینځو پکې د امریکا د حکومت لپاره کار کاوه او څلور نور یې پولیس افسران وو. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویدانت پټېل د شورو- چارشنبې په ورځ خبري غونډې ته ویلي چې کاروان د امریکې په مالي مرسته د سېلاب د مخنیوي د یوې منصوبې په اړه د ترتیباتو لپاره سیمې ته روان وو. رویټرز د ښاغلي پټېل ویډیو خپره کړې چې پکې هغه ویلي، د نایجېریا له چارواکو سره ګډ کار کوي چې بریدګر ونیسي او حساب ورسره وکړي. پټېل د برید د هدف په اړه وایي: "موږ لا څه داسې نخښه نه لرو چې باور وکړو دا برید دې د امریکې له مِشن سره یا له سفارت سره څه تړاو ولري یا دې ته ورته څه بل سبب دې یې وي خو په دې اړه پلټنې روانې دي". د نایجېریا د انامبرا ایالت پولیس وایي دا سیمه د بیلتون غوښتونکو د بریدونو له کبله مشهوره ده او دوی د امریکې د سفارت په دې کاروان خبر نه وو. وايي بریدګرو لومړی پر کاروان برید کړی، خلک یې وژلي او وروسته یې مړو او ګاډو ته اور ورکړی دی. د «بیکن سیکیورټي کنسلټنګ» په نوم ادارې څېړونکی کبیرو ادمو وایي، په دې کې شک نه شته چې د بریدګرو هدف د امریکې د سفارت کاروان وو. هغه وایي: "دغو موټرو سفارتي نمبرپلېټونه درلودل او امنیتي کسانو یې بدرګه کوله، نو دا ښکاره خبره ده هر چا چې ورباندې برید کړی، دا یو ځانګړی هدف وو". تر اوسه کومې ډلې ددغه برید ذمه واري نه ده منلې، خو چارواکي شک لري چې دا د بیلتون غوښتونکو کار دی. امنیتي ځواکونو په سیمه کې د «ای پي او بي» په نوم د ځایي ملتپالو بېلتون غوښتونکو تنظیم تورن کړی چې په جنوب ختیځ کې یې تشدد زیات کړی دی.

18.05.2023 ډیوه

عبداللهیان او متقي د هلمند د اوبو په اړه بیا خبرې کړي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې ددغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د چهارشنبې د ورځې ناوخته مۍ۱۷(ثور۲۷) په یوه تیلیفوني اړیکه کې د نورو مسلو ترڅنګ د هلمند د اوبو د ویش په مسله هم خبرې کړي دي.

18.05.2023 امریکا غږ

د تمې پرخلاف اردوغان زلزله ځپلو سیمو کې زیاتې رایې ګټلې

تمه کیدله، چې په ترکیه کې د فبرورۍ د میاشتې زلزله او د زلزلې وروسته زلزله ځپلو ته د مرستو د رسولو په بهیر کې ګډوډي به د دغه هیواد په عمومي ټاکنو کې د جمهور رئیس رجب طیب اردغان، مخالفانو ته ګټه ورسوي، خو د رایو شمیرنې ښيي، چې اردوغان په دغو سیمو کې د نورو سیمو پرتله زیاتې رایې ترلاسه کړي.

18.05.2023 امریکا غږ

د اپریل میاشت کې د پاکستان دننه بهرنۍ سرمایه کاري 28.8 فیصده کمه شوې ده

دپاکستان اسټیټ بینک په یو رپورټ کې ویل شوي چې دتېر اپریل میاشت کې دپاکستان دننه نیغ په نیغه بهرنۍ سرکایه کاري 28.8 کمه شوې ده. ډاڼ ورځپاڼه وایي په داسې حال کې چې دپاکستان دبهرنیو اسعارو ذخیرو کې د کمي له امله دا هیواد په اقتصادي توګه دسقوط په څېر حالاتو سره مخ دی،دجولایي نه تر اپریل  23-2022 پورې دبهر میشتو پاکستانیانو لخوا هیواد ته رالیږل کیدونکو پیسو یا ترسیلات زر کې هم 13 فیصدي کمی رامنځته شوی دی. داسټیټ بینک په رپورټ کې ویل شوي چې داپریل میاشت کې نیغ په نیغه بهرنۍ سرمایه کاري 12کړوړه اؤ 16 لکه ډالر پاتې شوې ده چې چې پروسکال همدې موده کې دا کچه 17کروړه اؤ 6 لکه ډالر وه. رپورټ ښایي چې دتېرکال په پرتله نیغ په نیغه سرمایه کارۍ کې 28.8فیصدي کمی رامنځته شوی دی. د رپورټ له مخې دجولایي نه تر اپریل 23-2022 پورې نیغ په نیغه بهرنۍ سرمایه کاري 23فیصدي کمه شوې اؤ یو ارب اؤ 17 کروړه ډالر پاتې شوې ده چې تېرکال همدې موده کې یو ارب،52 کروړه اؤ30 لکه ډالر وه. څېړونکي پاکستان کې دبهرنیو پانګونو دکمي علت ددغه هیواد دننه روان کړکیچن سیاسي اقتصادي حالات ګرځوي. دپاکستان دخزانې خزانې پخوانی وزير سلمان شاه په دې وروستیو کې ډیوه ته ویلي ، د پاکستان د اقتصادي مشکلاتو يو غټ علت کورنۍ مسلې دي،. دهغه په وینا  په پاکستان کې بېوروکرېټک کنټرول ډېر زيات دی، اقتصادي ازادي ، د پانګونو دپاره ښه چاپېريال، د حکومت رول اؤ مارکيټ نشته ځکه پکې دبهرنۍ سرمایه کارۍ کچه غورځېدلې ده. د اقتصاد یو بل ماهر ډاکټر فضل واحمد ډیوه ته ویلي،د پاکستان اقتصاد ته چېلنجونه زيات دي خو دا ممکنه ده چې ددغو چېلنجونو نه د وتلو لارې ولټول شي. دهغه په وینا که دوامداره پاليسي وساتل شي، صادراتو ته وده ورکړل شي او د وارداتو نعمل البدل ولټول شي نو کېدای شي چې په راتلونکې کې په دې اقتصادي چیلنجونو قابو بياموندی شي.

18.05.2023 ډیوه

عمران خان وایي، هڅه کیږي چې دده ګوند تحریک انصاف یو ترهګر تنظیم وګرځول شي

دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان په حکومت تور لګولی چې پوځ دده دګوند سره جنګول غواړي اؤ هڅه کیږي چې ګوند یې یو ترهګر تنظیم وګرځول شي. هغه دعوه کړې ده چې په 9م مئ دده دګوند25 فعالین وژل شوي ،تر700 زیات په ګولیو دلګیدلو له امله ژوبل شوي اؤ 7500 په زندانونو کې اچول شوي دي. خو بل لوري ته وزیراعظم شهباز شریف دنهم مئ دپېښو ذمه وار عمران خان بللی اؤ ویلي یې دي چې په دغه ورځ داړي ګړي د رامنځته شوؤ پېښو جرړې دعمران خان په تقریرونو کې پټې دي. دچهارشنبې په ماسخوتن پخپله یوه ویډیوي وینا کې پخواني عمران خان ویلي چې هغه اؤ دتحریک انصاف ګوند کوم بل مشر هیچرې خپل پلویان اړي ګړي اؤ تشدد ته نه دي لمسولي. نوموړي ویلي کله چې هغه داسلام اباد هایکورټ نه ونیول شو نو لکونه خلک ددې ګرفتارۍ په غبرګون کې سړکونو ته راووتل او بیا "نامعلوم" کسان ددوي لیکو ته ورننوتل اؤ اړی ګړی یې جوړ کړو. هغه دعوه وکړه چې په دې اړه ثبوتونه هم لري چې عدالت ته به یې یوسي اؤ دپلټنو لپاره به دقضایي کمیشن جوړولو غوښتنه وکړي. خو عمران خان دخپلې وینا په مهال داسې هیڅ ثبوت مخې ته نه دی راوړی. عمران خان وویل هر کله چې هغه اسلام اباد کې عدالت ته وړاندې کیدو اؤ دګوند پلویان به یې لږ شان مخکې شول نو پولیسو به پرې شېلنګ کولو خو کله چې بیا د پي ټي ایي فعالین دلاهور دلبرټي سیمې نه دکور کمانډر دفتر ته رسیدل نو هیچا یې مخه نه نیوله. هغه وویل په دې معامله باید دپنجاب دپولیسو دمشر نه جواب وغوښتل شي چې څنګه یې خلک دکور کمانډر ددفتر اړخ ته ورپرېښودل؟ "دا ټول نامعلومه کسان وؤ چې زمونږ دفعالینو لیکو ته ورننوتل ، دوي هڅه کوي چې پوځ د پي ټي ایي سره وجنګوي اؤ بیا دلندن دمنصوبې په اساس په پي ټي ایي بندیز ولګوي" دهغه وینا وه چې دا مهال حکومت دده دګوند فعالین نیسي، ځوروي یې ، په کورونو یې ورخیژي، مقدمې پرې درج کوي اؤ ددې ټولې ویرې ترهې خورولو یوازینی مقصد دادی چې ولس غلی کړي . نوموړي دعوه وکړه چې ګوند یې دا مهال په ولس کې اویا سلنه مقبولیت لري اؤ حکومت په ویره کې دی چې که الیکشن وشي نو بیا به عمران خان وزیراعظم شي اؤ د دوي (حکومتي مشرانو)غلاګانې به راونیسي نو ځکه دالیکشن نه تېښته کوي اؤ ایین یې مات کړی دی. خو بل اړخ ته پخپل یو ټویټ کې وزیراعظم شهباز شریف دنهم مئ دپېښو ذمه وار عمران خان ګرځولی دی اؤ ویلي یې دي چې په نهم مئ دشوؤ بریدونو جرړې دعمران خان دتېر یو کال په تقریرونو کې پټې دي. هغه ویلي عمران خان پرله پسې پوځ اؤ موجوده پوځي سرلښکر بدنام کړو اؤ حملې یې پرې وکړې. وزیراعظم په عمران خان تور لګولی چې دخپل سیاسي تحریک  دحق اؤ باطل ترمنځ دجنګ ګرځولو لپاره یې په خلاص مټ د مذهب استعمال کړی دی اؤ په ډيرې چالاکۍ سره یې د "حقیقي ازادۍ" په نعرو خپله یوه فرقه تیاره کړې ده . په نهم مئ دپاکستان تحریک انصف پلویان دعمران خان دګرفتارۍ پرضد داحتجاج په مهال په پوځي ودانیو ورختلي وؤ اؤ اورونه یې ورته اچولي وؤ. په دغه مهال دپولیسو اؤ پي ټي ایي دفعالینو ترمنځ نښتو کې ګڼ کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي هم وؤ،حکومت ددې پېښو ذمه واري په عمران خان اؤ دهغه په ګوند ور اچولې ده اؤ اوړمه ورځ دپوځ دسرلښکر جنرال عاصم منیر په مشرۍ دپوځ دکورکمانډرانو کانفرنس کې پرېکړه شوې چې د9م مئ دپېښو د ذمه وارانو پرضد به پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.

18.05.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more