شاته

عمران خان وایي، هڅه کیږي چې دده ګوند تحریک انصاف یو ترهګر تنظیم وګرځول شي

دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان په حکومت تور لګولی چې پوځ دده دګوند سره جنګول غواړي اؤ هڅه کیږي چې ګوند یې یو ترهګر تنظیم وګرځول شي.

هغه دعوه کړې ده چې په 9م مئ دده دګوند25 فعالین وژل شوي ،تر700 زیات په ګولیو دلګیدلو له امله ژوبل شوي اؤ 7500 په زندانونو کې اچول شوي دي.

خو بل لوري ته وزیراعظم شهباز شریف دنهم مئ دپېښو ذمه وار عمران خان بللی اؤ ویلي یې دي چې په دغه ورځ داړي ګړي د رامنځته شوؤ پېښو جرړې دعمران خان په تقریرونو کې پټې دي.

دچهارشنبې په ماسخوتن پخپله یوه ویډیوي وینا کې پخواني عمران خان ویلي چې هغه اؤ دتحریک انصاف ګوند کوم بل مشر هیچرې خپل پلویان اړي ګړي اؤ تشدد ته نه دي لمسولي.

نوموړي ویلي کله چې هغه داسلام اباد هایکورټ نه ونیول شو نو لکونه خلک ددې ګرفتارۍ په غبرګون کې سړکونو ته راووتل او بیا "نامعلوم" کسان ددوي لیکو ته ورننوتل اؤ اړی ګړی یې جوړ کړو.

هغه دعوه وکړه چې په دې اړه ثبوتونه هم لري چې عدالت ته به یې یوسي اؤ دپلټنو لپاره به دقضایي کمیشن جوړولو غوښتنه وکړي.

خو عمران خان دخپلې وینا په مهال داسې هیڅ ثبوت مخې ته نه دی راوړی.

عمران خان وویل هر کله چې هغه اسلام اباد کې عدالت ته وړاندې کیدو اؤ دګوند پلویان به یې لږ شان مخکې شول نو پولیسو به پرې شېلنګ کولو خو کله چې بیا د پي ټي ایي فعالین دلاهور دلبرټي سیمې نه دکور کمانډر دفتر ته رسیدل نو هیچا یې مخه نه نیوله.

هغه وویل په دې معامله باید دپنجاب دپولیسو دمشر نه جواب وغوښتل شي چې څنګه یې خلک دکور کمانډر ددفتر اړخ ته ورپرېښودل؟

"دا ټول نامعلومه کسان وؤ چې زمونږ دفعالینو لیکو ته ورننوتل ، دوي هڅه کوي چې پوځ د پي ټي ایي سره وجنګوي اؤ بیا دلندن دمنصوبې په اساس په پي ټي ایي بندیز ولګوي"

دهغه وینا وه چې دا مهال حکومت دده دګوند فعالین نیسي، ځوروي یې ، په کورونو یې ورخیژي، مقدمې پرې درج کوي اؤ ددې ټولې ویرې ترهې خورولو یوازینی مقصد دادی چې ولس غلی کړي .

نوموړي دعوه وکړه چې ګوند یې دا مهال په ولس کې اویا سلنه مقبولیت لري اؤ حکومت په ویره کې دی چې که الیکشن وشي نو بیا به عمران خان وزیراعظم شي اؤ د دوي (حکومتي مشرانو)غلاګانې به راونیسي نو ځکه دالیکشن نه تېښته کوي اؤ ایین یې مات کړی دی.

خو بل اړخ ته پخپل یو ټویټ کې وزیراعظم شهباز شریف دنهم مئ دپېښو ذمه وار عمران خان ګرځولی دی اؤ ویلي یې دي چې په نهم مئ دشوؤ بریدونو جرړې دعمران خان دتېر یو کال په تقریرونو کې پټې دي.

هغه ویلي عمران خان پرله پسې پوځ اؤ موجوده پوځي سرلښکر بدنام کړو اؤ حملې یې پرې وکړې.

وزیراعظم په عمران خان تور لګولی چې دخپل سیاسي تحریک دحق اؤ باطل ترمنځ دجنګ ګرځولو لپاره یې په خلاص مټ د مذهب استعمال کړی دی اؤ په ډيرې چالاکۍ سره یې د "حقیقي ازادۍ" په نعرو خپله یوه فرقه تیاره کړې ده .

په نهم مئ دپاکستان تحریک انصف پلویان دعمران خان دګرفتارۍ پرضد داحتجاج په مهال په پوځي ودانیو ورختلي وؤ اؤ اورونه یې ورته اچولي وؤ.

په دغه مهال دپولیسو اؤ پي ټي ایي دفعالینو ترمنځ نښتو کې ګڼ کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي هم وؤ،حکومت ددې پېښو ذمه واري په عمران خان اؤ دهغه په ګوند ور اچولې ده اؤ اوړمه ورځ دپوځ دسرلښکر جنرال عاصم منیر په مشرۍ دپوځ دکورکمانډرانو کانفرنس کې پرېکړه شوې چې د9م مئ دپېښو د ذمه وارانو پرضد به پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:53 0:00