شاته

باجوړ او پېښور کې نښته او چاودنه کې یو پوځي، يو ترهګر او یو عام تن وژل شوي

د پاکستان پوځ ویلي د خېبرپښتونخوا په باجوړ ضلع کې د ترهګرو سره په نښته کې يو پوځي عسکر او یو ترهګر وژل شوي دي. نن مازيګر په پېښور کې په يو موټر سايکل کې چاودنه شوې يو تن پکې وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

پاکستاني مطبوعاتو د پوځ له قوله ویلي، د باجوړ په لوی سم علاقه کې د ترهګرو سره نښته شوې او يو پوځي سپاهي چې شفیق الرحمان نوميږي پکې وژل شوی دی.

پوځ ویلي په نښته کې یو ترهګر هم وژل شوی دی. خو د ترهګر په اړوند نور تفصيل نه دی ویل شوی دی.

تحریک طالبان پاکستان مطبوعاتو سره په شريک کړي بيان کې دعوه کړې چې تېره شپه د باجوړ په لوی ماموند کې په پوځ د لېزر ټوپک د لارې حمله کې درې پوځيان وژل شوي او یو ژوبل شوی دی. ټي ټي پي په چارمنګ کې هم د يو پوځي د وژلو دعوه کړې ده.

خو پوځ د ټي ټي پي د بیان په اړوند څه نه دي ويلي.

باجوړ د افغانستان سره په پوله پرته سيمه ده چرته چې وخت په وخت په امنیتي ځواکونو، سیاسي او ټولنیزو مشرانو د بریدونو رپورټونه مخې ته راځي په وروستيو کې پکې د ګڼو پېښو ذمه وارۍ داعش او د ځينو تحریک طالبان پاکستان منلي دي.

په دې وروستیو کې د سیمې خلکو د دغو بریدونو پرضد احتجاجي مظاهرې او پرلتونه هم کړي دي.

نن مازيګر ناوخته د پېښور په رنګ روډ د موټر سايکلو د مکېنک په دوکان کې په يو موټر سايکل کې چاودنه شوې، يو تن پکې وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

پوليس چارواکو ويلي په موټر سايکل کې بارودي مواد اېښودل شوي او چې څنګه د مکېنک شاګرد د موټر سايکل سټېنډ له په څټکي ګوزار ورکړی چاودنه شوې ده.

پوليسو ويلي، د مکېنک دوکان ته ودود نومې تن موټر سايکل جوړولو له راوستی وو. د پولیسو په وينا دغه ډول پېښې اکثره په شخصي دښمنو کې کيږي، او د پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي.

پرون د خېبر ضلعې په باړه تحصیل کې د پولیسو یو سپاهي د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی وو.

د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي وو دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ دباړې بازار په شهباز پلازه کې هغه مهال رامنځته شوې چې نامعلومو وسله والو په سپاهي نورمحمد ناتاره ډزې وکړې.

سرچينو ويلي، په پېښه کې وړومبی سپاهي نور محمد سخت ژوبل شو خو کله چې هغه دعلاج په غرض روغتون ته ورسول شو نو هلته یې ساه یې ورکړه.

په سمدستي توګه د دغې پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.

او ټي ټي پي تېره شپه په جمرود کې د يواېف سي اهلکار د وژلو دعوه کړې ده. چارواکو په دغه اړوند هم څه نه دي ویلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:53 0:00