شاته

د اپریل میاشت کې د پاکستان دننه بهرنۍ سرمایه کاري 28.8 فیصده کمه شوې ده

دپاکستان اسټیټ بینک په یو رپورټ کې ویل شوي چې دتېر اپریل میاشت کې دپاکستان دننه نیغ په نیغه بهرنۍ سرکایه کاري 28.8 کمه شوې ده.

ډاڼ ورځپاڼه وایي په داسې حال کې چې دپاکستان دبهرنیو اسعارو ذخیرو کې د کمي له امله دا هیواد په اقتصادي توګه دسقوط په څېر حالاتو سره مخ دی،دجولایي نه تر اپریل 23-2022 پورې دبهر میشتو پاکستانیانو لخوا هیواد ته رالیږل کیدونکو پیسو یا ترسیلات زر کې هم 13 فیصدي کمی رامنځته شوی دی.

داسټیټ بینک په رپورټ کې ویل شوي چې داپریل میاشت کې نیغ په نیغه بهرنۍ سرمایه کاري 12کړوړه اؤ 16 لکه ډالر پاتې شوې ده چې چې پروسکال همدې موده کې دا کچه 17کروړه اؤ 6 لکه ډالر وه.

رپورټ ښایي چې دتېرکال په پرتله نیغ په نیغه سرمایه کارۍ کې 28.8فیصدي کمی رامنځته شوی دی.

د رپورټ له مخې دجولایي نه تر اپریل 23-2022 پورې نیغ په نیغه بهرنۍ سرمایه کاري 23فیصدي کمه شوې اؤ یو ارب اؤ 17 کروړه ډالر پاتې شوې ده چې تېرکال همدې موده کې یو ارب،52 کروړه اؤ30 لکه ډالر وه.

څېړونکي پاکستان کې دبهرنیو پانګونو دکمي علت ددغه هیواد دننه روان کړکیچن سیاسي اقتصادي حالات ګرځوي.

دپاکستان دخزانې خزانې پخوانی وزير سلمان شاه په دې وروستیو کې ډیوه ته ویلي ، د پاکستان د اقتصادي مشکلاتو يو غټ علت کورنۍ مسلې دي،.

دهغه په وینا په پاکستان کې بېوروکرېټک کنټرول ډېر زيات دی، اقتصادي ازادي ، د پانګونو دپاره ښه چاپېريال، د حکومت رول اؤ مارکيټ نشته ځکه پکې دبهرنۍ سرمایه کارۍ کچه غورځېدلې ده.

د اقتصاد یو بل ماهر ډاکټر فضل واحمد ډیوه ته ویلي،د پاکستان اقتصاد ته چېلنجونه زيات دي خو دا ممکنه ده چې ددغو چېلنجونو نه د وتلو لارې ولټول شي.

دهغه په وینا که دوامداره پاليسي وساتل شي، صادراتو ته وده ورکړل شي او د وارداتو نعمل البدل ولټول شي نو کېدای شي چې په راتلونکې کې په دې اقتصادي چیلنجونو قابو بياموندی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:53 0:00