شاته

وسلوالو په نایجېریا کې د امریکې د سفارت پر کاروان په برید کې څلور تنه وژلي او دوه تښتولي دي

واشنګټن ـــــ‌ د افریقایي هېواد نایجېریا په انامبرا ایالت کې وسلوالو د امریکا د سفارت پر کاروان برید کړی چې د چارواکو په وینا څلور تنه پکې وژل شوي دي، د امریکې د بهرنیو چارو وزارت دا برید غندلی دی.

د نایجېریا او امریکې چارواکي وایي د دې برید په اړه پلټنې کوي چې وایي دوه پولیس عسکر او د امریکې د کونسلګرۍ دوه کارکوونکي پکې وژل شوي دي. د نایجېریا پولیس وايي بریدګرو دوه پولیس افسران او موټر چلوونکی هم تښتولي دي.

د نایجریا پولیس وایي دا پېښه د مې پر 16مه د شمال ختیځ انامبرا ایالت په اګبارو سیمه کې شوې ده. د انامبرا د پولیسو ویاند توچوکو اکینګا وویل پولیس په بریدګرو او تښتول شویو خلکو پسې پلټنه کوي.

د نایجېریا پولیس او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا چارواکی جان کربي وايي په کاروان کې کوم امریکايي وګړی نه وو.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن دا برید غندلی چې وایي د امریکې د حکومت پر هغو دوو موټرو باندې شوی دی چې په نایجېریا کې د امریکې د مِشن کارکوونکي او د نایجېریا پولیس پکې سپاره وو. ښاغلي بلینکن پر ټویټر لیکلي:

"موږ له خپلو سیمه ییزو همکارانو سره اړیکو او له نایجیریا سره خپلې ملګرتیا ته ارزښت ورکوو".

د نایجریا ملي پولیسو په یو بیان کې ویلي دي د امریکې د سفارت په دغو دوو موټرو کې نهه تنه سپاره وو، چې وایي پینځو پکې د امریکا د حکومت لپاره کار کاوه او څلور نور یې پولیس افسران وو.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویدانت پټېل د شورو- چارشنبې په ورځ خبري غونډې ته ویلي چې کاروان د امریکې په مالي مرسته د سېلاب د مخنیوي د یوې منصوبې په اړه د ترتیباتو لپاره سیمې ته روان وو.

رویټرز د ښاغلي پټېل ویډیو خپره کړې چې پکې هغه ویلي، د نایجېریا له چارواکو سره ګډ کار کوي چې بریدګر ونیسي او حساب ورسره وکړي. پټېل د برید د هدف په اړه وایي:

"موږ لا څه داسې نخښه نه لرو چې باور وکړو دا برید دې د امریکې له مِشن سره یا له سفارت سره څه تړاو ولري یا دې ته ورته څه بل سبب دې یې وي خو په دې اړه پلټنې روانې دي".

د نایجېریا د انامبرا ایالت پولیس وایي دا سیمه د بیلتون غوښتونکو د بریدونو له کبله مشهوره ده او دوی د امریکې د سفارت په دې کاروان خبر نه وو. وايي بریدګرو لومړی پر کاروان برید کړی، خلک یې وژلي او وروسته یې مړو او ګاډو ته اور ورکړی دی.

د «بیکن سیکیورټي کنسلټنګ» په نوم ادارې څېړونکی کبیرو ادمو وایي، په دې کې شک نه شته چې د بریدګرو هدف د امریکې د سفارت کاروان وو. هغه وایي:

"دغو موټرو سفارتي نمبرپلېټونه درلودل او امنیتي کسانو یې بدرګه کوله، نو دا ښکاره خبره ده هر چا چې ورباندې برید کړی، دا یو ځانګړی هدف وو".

تر اوسه کومې ډلې ددغه برید ذمه واري نه ده منلې، خو چارواکي شک لري چې دا د بیلتون غوښتونکو کار دی. امنیتي ځواکونو په سیمه کې د «ای پي او بي» په نوم د ځایي ملتپالو بېلتون غوښتونکو تنظیم تورن کړی چې په جنوب ختیځ کې یې تشدد زیات کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:53 0:00