شاته

د امریکې د استازو اېوان کمېټۍ مشر: له ښځو سره چلند بدلولو پرته طالبان په رسمیت نه پېژنو

واشنګټن ـــــ د امریکې د استازو اېوان د بهرنیو اړیکو د کمېټۍ مشر مایکل مککال وایي تر څو چې طالبان د بشري حقونو درناوی ونه کړي او له ښځو سره خپل چلند بدل نه کړي حکومت به یې په رسمیت ونه پېژندل شي.

بل لور ته د قطر وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر د جرمني د بهرنیو له چارو وزیر سره د افغانستان په روانو حالاتو خبرې کړې دي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې له دې هېواد سره مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، چې خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمان الثاني او د جرمني خارجه وزیرې انالینا بېربک ګډې خبري غونډې ته وویل چې نړیواله ټولنه دې د افغانستان د خلکو د صلاحیتونو د زیاتولو او د داخلي بحرانونو د ختمولو لپاره همکاري روانه وساتي:

"په دې لیدنه کې دواړو خواوو په افغانستان کې د داخلي بحران د مخنیوي، سولې، د نجونو د تعلیم، بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته د درناوي په برخو کې د نړیوالې ټولنې د همکاریو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ".

مایکل مککال له وي او اې افغان څانګې سره په یو ځانګړې مرکه کې ویلي، "که طالبان د بشري حقونو بحران او له ښځو سره چلند ته پام ونه کړي او ښځې د ټولنې برخه نه کړي، د کانګرس دواړه ګوندونه [ریپبلکن او دیموکرېټ] به د طالبانو هېڅ ډول رسمیت ونه مني. "

ښاغلي مککال طالبانو ته ښکاره پیغام ورکړ چې "که غواړي په رسمیت وپېژندل شي، باید له ښځو سره [د یوې طبقې په توګه] د خپل ملکیت په توګه نه بلکې د برابرۍ چلند وکړي"، هغه وایي "په دې اړه زموږ دریځ ډېر قوي دی".

طالبانو تر اوسه د مایکل مککال تازه خبرو ته څه جواب نه دی ویلی، خو د ښځو حقونو او ټولشموله حکومت جوړېدو په اړه د نړیوالو د غوښتنو پر نه تر سره کولو باوجود یې تل غوښتنه کړې چې نړیوال دې یې حکومت په رسمیت وپېژني.

طالبانو د 2021م کال له اګست راهیسې په افغانستان کې له دویم ځل واکمنېدو را وروسته پر ښځو کلک بندیزونه لګولي، له کار او تعلیم سره سره یې د هغوی ولسي ژوند هم اغېزمن کړی چې له کبله یې تر اوسه هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

مایکل مککال وایي په افغانستان کې له ښځو سره د هغوی د [جنسیت له کبله توپیري چلند] کېږي او د ده په وینا دا یواځینی هېواد دی چې "ښځې او نجونې پکې له تعلیم او نورو حقونو بې برخې دي":

د امریکا د استازو اېوان د بهرنیو اړیکو د کمېټۍ مشر وایي "له ښځو سره د طالبانو چلند د جنسیتي‌ اپارټایډ [توپیر] په څېر دی او غواړي چې ښځې له ټولنې ورکې کړي".

نوموړي د هغو افغان ښځو یادونه او ستاینه وکړه چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي او ویې ویل چې امریکا له افغان ښځو سره ولاړه ده.

د استازو اېوان د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر په داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت څه باندې 20 میاشتې وشوې خو لا هم په دغه هېواد کې ښځو ته د تعلیم، کار او نورو برخو کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي.

نړیواله ټولنه وايي طالبانو د دوحې په تړون کې ژمنې کړې وې چې د بشر او ښځو حقونو ته به درناوی کوي، خو پر خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی. طالبان بیا ټینګار کوي چې د "شرعیت او افغان کلتور" په بنیاد ښځو او نجونو ته حقوق ورکوي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له وي او اې افغان څانګې اخیستل شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:53 0:00