شاته

چين د منځنۍ ايشيا د هېوادونو غونډه کوي

‎ چين دا اوونۍ د منځنۍ ايشيا د هېوادونو د مشرانو د مخامخ ناستې تياريانې کړي چې په جاپان کې د اووه هېوادنو ګروپ اف سيون د کلنۍ غونډې نه يوه ورځ وړاندې کيږي.

تمه ده د چين صدر ژي جېن پېنګ به د زيات او جمعې په ورځ په ژيان ښار کې د اقتصاد په پرمختيا او د قازقستان، ازبکستان، کيرغستان، تاجکستان او ترکمنستان سره د ټينګ امنيت په اړه خبرې وکړي.

تېر کال د يادو هېوادونو سره چين د انټرنټ د لارې لا ورچول غونډه کړې وه. چين د بېلټ اينډ روډ اينيشيټيو د لارې د دې هېوادونو په غټو ودانو کې ډېره سرمايه کاري کول غواړي چې مقصد يې نړيوال تجارت او توانايۍ پيدا کولو ته وده ورکول دي.

د سيمې هېوادونه د چين مارکيټونو ته په لاس رسي کې دلچسپي لري او بيجينګ ورسره د امنيت ټينګول او سياسي اړيکې ښه کول غواړي.

قازقستان او ازبکستان چې د تېرو دوو لسيزو راهسې د امريکا سټريټيجېک ملګري پاتې دي سره اوس هم واشنګټن د خپلو مفاداتو په ترڅ کې ښه تعلقات ساتل غواړي.

د دې کال په پيل کې د امريکا وزير خارجه اينټوني بلېنکن د دواړو هېوادونو سرښارونو ته د سرمايه کارۍ او سياسي اصلاحاتو کولو په لړ کې سفر کړی و.

د ازبکستان 65 کلن صدر شوکت ميرزيويوف او د قازقستان 69 کلن صدر قاسم جومارت ټوکايوف ژمنې کړې وې چې په خپلو هېوادونو کې به مظبوط اصلاحات کوي کوم چې امريکا بدرګه کوي.

د قازقستان په سرښار استانه کې د فرورۍ په 28 نېټه بلېکن ويلي وو “مونږ دې ته سترګې په لار يو قازقستان به دا ايجنډا عملي کړي چې په سياسي عمل کې ولسي ونډه سېوا کړي، د حکومت احتساب ډېر کړي، اداري فساد قابو کړي او د بشري حقونو دفاع وکړي”.

هغه وويل د کال 1991 نه کله چې ازبکستان او قازقستان ازادي ومونده امريکايي کاروباريانو د قازقستان په اقتصاد کې د 50 بيلين ډالر نه زياته سرمايه کاري کړې ده.

د امريکا د غوښتنو په اړه پخواني امريکايي سفارتکار جارج کرول چې په دواړو هېوادونو کې پاتې شوی وايي چې امريکا دې دغلته “د ټېکسټ بک” جمهوريت لا په ګوتو جور جمهوريت غوښتنه نه کوي ځکه په تېر کې د يادې سيمې ډېرې برخې د مشکل نه تېرې شوي.

هغه وي او ای ته وويل “زه نه ګڼم دا هېوادونه غواړي چې د نامعلومه پايلو د پاره سياسي توان نورو ته ورکړي”.
دا هېوادونه د نورو ترڅنګ د امريکا د مفاداتو په نوملړ کې ځکه هم دي چې د روس او چين سره سره د افغانستان سره هم ګډې پولې لري.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې نوبهار اماموه د رپورټ نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:53 0:00