شاته

عبداللهیان او متقي د هلمند د اوبو په اړه بیا خبرې کړي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې ددغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د چهارشنبې د ورځې ناوخته مۍ۱۷ (ثور ۲۷) په یوه تیلیفوني اړیکه کې د نورو مسلو ترڅنګ د هلمند د اوبو د ویش په مسله هم خبرې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې په دغه تیلیفوني اړیکه کې د سوداګرۍ، بریښنا انرژۍ ، اورګاډي د پټلۍ ، ګډ سرحد، اوبو او په ایران کې د افغان بندیانو په مسلو خبرې شوي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "همدارنګه هغه د هیواد په لویدیځو سیمو کې د اوبو د کمبود او د اورښت د کمې د ستونزو د یادونې په ترڅ کې د اوبو په مسله د دواړو دولتونو ترمنځ د تړون په چوکاټ کې د افغانستان په رسمي موقف باندې ټینګار وکړ".

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې مولوي امیرخان متقي او د حسین امیرعبداللهیان ترمنځ په دې تیلیفوني اړیکه کې د نورو مسلو ترڅنګ د هلمند د اوبو په مسله هم خبرې شوي دي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلی: "زمونږ د هیواد د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر حسین امیرعبداللهیان نن د غرمې وروسته د افغانستان د لنډ مهالي سرپرست دولت د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي سره د هلمند د حقابې او د دواړو خواو ترمنځ نورو مسلو باندې خبرې او خپل نظریات شریک کړي دي".

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزیر ترمنځ د هلمند د اوبو په اړه ددغو تیلفوني خبرو دمخه د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ثور د میاشتې په لومړیو کې هم د ایران دولتي خبري خبري اژانس ارنا سره په مرکه کې د هلمند د اوبو د حقابې په اړه د ایران په ونډې ټینګار کړی و.

ښاغلي عبدالهیان د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ته ویلي، چې د هلمند په سیند کې د ایران د اوبو د حق (حقابې) ترلاسه کولو لپاره د دوی پرمخ کې پراته ټول ممکنه وړاندیزونه شته دی.

هغه ویلي و: "د افغانستان لنډمهالې سرپرستې ادارې چارواکي هم د افغانستان د پخوانیو چارواکو پر خلاف د ایران د اوبو پر حقابه اعتراف او ټینګار کوي".

افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د هلمند د اوبو د ویش په اړه یو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې افغانستان باید د هلمند د سیند څخه په کال کې ۸۱۷ میلیونه مترمعکبه اوبه ایران ته ورکړي.

د افغانستان پخوانیو حکومتونو ویلي و، چې په تیروکلنو کې د هلمند له سیند څخه په تړون کې د ټاکل شوې کچې څخه زیاتې اوبه ایران ته بهیدلي دي.

د پخوانیو چارواکو د څرګندونو پراساس په افغانستان کې د تیرو څه باندې څلورو لسیزو جګړو او د اوبو نه مدیریت ددې سبب شوی، چې هرکال شاوخوا ۲.۵ ملیارده مترمکعبه اوبه ایران ته وبهیږي.

په وروستیو کلنو کې ددغه سیند په اوږدو کې د بریښنا بندونه هم جوړ شوي او د بلې خوا د جنوب لویدیځو او جنوبي ولایتونو په ګډون د افغانستان ډیرې برخې د څو کلنو د پرله پسې وچکالۍ تر اغیز لاندې دي، چې د هلمند په سیند کې یې د اوبو کچه ډیره کمه کړې ده.

ایران سره په سرحد کې د کمال خان بند، چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د مارچ په میاشت کې د پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني له خوا افتتاح شو هم ددغه سیند په اوږدو کې جوړ شوی دی .

د سیاسي چارو ځینې کارپوهان فکر کوي، چې طالبان د ایران سره د ښو اړیکو د ساتلو په لټه کې دي او په همدې دلیل یې د تیر رژیم پرتله د هلمند د اوبو په مسله دریځ یو څه نرم دی.