شاته

پاکستان د نړيوالې مذهبي ازادۍ په اړه د امریکايي رپورټ دعوې رد کړې

پاکستان وايي، د امريکې د بهرنیو چارو د وزارت لخوا د نړیوالې مذهبي ازادۍ په رپورټ کې د پاکستان په اړوند شوې دعوې بې بنياده دي او پاکستان یې په کلکه رد کوي.

د امريکا د نړيوالو ازاديو کمېشن يا کمېشن ان انټرنيشنل ريليجس فريډم د کال 2022رپورټ سپارښتنه کړې چې د امريکا حکومت دې د يو شمېر نورو هېوادونو سره سره په پاکستان، افغانستان او چين بندېزونه ولګوي ځکه په دغو هېوادونو کې د مذهب په سر کرکه او د بشري حقونو نه سرغړونه روانه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت وياندې ممتاز زهره بلوڅ نن په اسلام اباد کې یوې خبرې غونډې ته ویلي، د پاکستان ايين د ټولو پاکستانيانو د ازادۍ او حقونو د ساتنې دپاره، پرته له د دوی د عقيدې په پراخه کچه د قانوني، پاليسي او مثبته اقداماتو دپاره کلک چوکاټ لري.

هغې ویلي، دا حقونه او اييني ضمانتونه د يوې ازادې عدليې د لارې خوندي او په ځای دي، او پاکستان په دې پوخ يقین لري چې د هر رياست دا اساسي زمه واري ده چې د خپلو وګړو مذهبي حقونو، او ازاديو ته وده ورکړي او ساتنه یې وکړي.

بلوڅ ویلي، پاکستان د امریکا په ګډون خپلو خبرو کې د مسلمانانو ضد کرکې، نسل پرستۍ، او اسلاموفوبیا کې پرله پسې اضافه باندې ژورې اندېښنې څرګندې کړي دي.

په امریکايي رپورټ کې د پاکستان په اړوند ویل شوي، په پاکستان کې د مذهبي ازادۍ حالت د تېر په څېر خراب روان دی او مذهبي لږکۍ ډلې په نخښه کيږي. د مذهب د سپکاوي د قانون په ترڅ کې يا خو د نورو عقيدو منونکي وژل کيږي او يا په جيلونو کې اچول کيږي.

د رپورټ ترمخه د مذهب د سپکاوي تور تر ډېره په اقليتونو لګول کيږي او شيعه مسلمانان او غېر مسلمه ګرځول شوې احمديه ډله په خصوصي توګه هدف کيږي. د خلکو د خپلې خوښې انصاف روان دی او د ګډ تشدد پېښې روانې دي.

ويل شوي، خلک په ولسي ځايونو کې بې عدالته وژل کيږي، د ښځو او جينکو سره جنسي تېری کيږي، غېر مسلمه په زور اسلام ته اړول کيږي او د لږکيو ډلو مذهبي ځايونه او مقبرې بې حرمته کيږي.

د رپورټ ترمخه د نوي حکومت وزير اعظم شهباز شريف هم پخوانی وزير اعظم عمران خان د مذهب د سپکاوي په تور تورن کړی او د مذهب نه د وسلې کار اخلي.

په ياد رپورټ کې سپارښتنه شوې چې د مذهب د سپکاوي په تور نيولي شوي تنان دې ازاد کړل شي، د مذهب د توهين قانون دې ختم کړل شي، د ملک په ذمه وارو ادارو دې بندېزونه ولګي او پاکستان دې يو ځل بيا د بندېزونو لاندې راوستل شي.

د ډان وېب پاڼې د خبر ترمخه، بلوڅ په خپلو خبرو کې ویلي چې پاکستان د ملګرو ملتونو د لږکيو دپاره ځانګړي استازي ډاکټر فرنيډ ډي ويرنس د هغه بیان هر کلی کوي کوم چې یې د هند په ولقه کې د جمو و کشمير په اړوند ورکړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:53 0:00