شاته

جي-۷ پر روسیه د نورو بندیزونو او د چین په 'اقتصادي ګواښ' غور کوي 

د نړۍ د اوو سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو (جي-۷ ) مشران نن د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۸ (غوایي ۲۸) د جاپان هیروشیما ته ورسیدل چې د روسیې پر وړاندې د سختو بندیزونو او د چین د "اقتصادي ګواښ" څخه په ژغورنه خبرې وکړي.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن په ګډون د جي-۷ مشران به په دې درې ورځنۍ سرمشریزه کې د روسیې او چین پر وړاندې د متحدې جبهې د جوړولو هڅه وکړي.

بایډن د پنجشنبې په ورځ د جاپان له صدراعظم فومیو کیشیدا سره په لیدنه کې وویل: "موږ د اوکراین د خلکو په شمول چې د خپلې خپلواکې خاورې دفاع کوي د ګډو ارزښتونو ملاتړ کوو او روسیه د وحشیانه تیریو لپاره ځواب ورکونکې ګڼو."

تمه کیږي چې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي به پدې غونډه کې مجازی وینا وکړي.

د جي-۷ هیوادونو لا دمخه د روسیې په بانکونو او پوځي شرکتونو بندیزونه لګولي او د روسیې د تیلو نرخ یې ټاکلی دی. خو تمه ده چې په دې غونډه کې به د روسیې د ۵ میلیاردو ډالرو د الماسو د سوداګرۍ په ګډون پر یو لړ نورو توکو د سختو بندیزونو او نویو اقداماتو په اړه خبرې وشي.

د اروپايي اتحادیې یو مقام د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۸ (غوایي ۲۸) وویل چې په جاپان کې د جي-۷ هیوادونو د مشرانو غونډه به پدې هیله چې د اوکراین د جګړې لپاره د مسکو وړتیا نوره هم کمزورې شي، د روسیې د الماسو د میلیاردونو ډالرو په سوداګرۍ په بندیز بحث وکړي.

د اروپایي ټولنې دغه مقام وویل: "زمونږ په اند مونږ دې ته اړتیا لرو چې په دې برخه کې د روسیې د سوداګرۍ صادرات محدود کړو." خو زیاته یې کړه ښایي دا ممکن نه وي چې جي-۷ په جاپان کې د اقتصادي پلوه پدې حساسې موضوع موافقې ته ورسیږي.

د ماساچوسیټ د اقتصادي پیچلتیا د څارنې د انسټیټیوټ د سوداګرۍ د ډیټا شمیرې ښیي چې روسیې په ۲۰۲۱ کې د نږدې پنځه میلیارد ډالرو په ارزښت الماس صادر کړي دي.

متحده عربي امارات، هند او د اروپايي اتحادیې غړی بلجیم د روسیې د الماسو د سترو واردونکو څخه وو.

د اروپايي اتحادیې چارواکی وایي د روسیې څخه د هند د الماسو پیرودنه مهمه ده ځکه کیدای شي پر مسکو باندې د بندیزونو اغیز راکم کوي.

هند له مسکو سره نږدې پوځي اړیکي لري او هیڅکله یې پر اوکراین د روسیې یرغل نه دی غندلی.

د هند صدراعظم نریندرا مودي د پرمختللو اقتصاد لرونکو هیوادونو د نورو مشرانو تر څنګ د جاپان د هیروشیما سرمشریزې ته بلل شوی دی.

د جي-۷ هیوادونو په تیر کال کې په روسیه باندې بې ساري بندیزونه لګولي، خو د هغو سکټورونو سره یې له احتیاط کار اخیستی چې کولی شي اروپایي اقتصاد ته پداسې حال کې نور زیان ورسوي چې لاهم د کوویډ - ۱۹ وبا د اقتصادي اغیزو څخه د خلاصون هڅې کوي.