شاته

پاکستان ملکیان په نظامي محکمو کې محاکمه کوي ؛ بشري حقونه یې د نړیوالو قوانیو څخه سرغړاونه بولي

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان د حکومت هغه پریکړه د نړیوالو بشري حقونو څخه سرغړاونه او د اندیښنې وړ بللې چې غواړي ملکي مظاهره کوونکي چې د عمران خان تر نیول کیدو وروسته یې په مظاهرو کې ورانی کړی، په نظامي محکمو کې محاکمه کړي.

د پاکستان پوځ تیره ورځ ویلي و چې د "کرکې وړ جرمونو" کې د لاس لرونکو په هکله یې "نه رد کیدونکي" شواهد راټول کړي. پوځ ویلي چې دا کسان به د جاسوسۍ ضد او پوځي قوانینو له مخې محاکمه شي.

د بښنې نړیوال سازمان سه شنبه مې ۱۶ (غوایي۲۶) په اعلامیې کې د پاکستان د پوځ دا پریکړه د مخالینو د " ډارولو ښکاره تکتیک" بللی او د بدلولو غوښتنه یې کړې.

په اعلامیې کې د جنوبي آسیا لپاره د دې نړیوالې ادارې سیمه ایزې مشرې دینوشیکا دیسانایکاي د پاکستان پوځ ته په خطاب کې ویلي چې دا د " یوې داسې ادارې لخوا ډارونه ده چې هیڅکله د خپل واک څخه پورته کړنو له کبله مسؤله نده بلله شوې".

د پاکستان پوځ پدې هیواد کې ډیر واک لري او په تیرو شاوخوا ۷۵ کالونو کې چې دا هیواد آزاد شوی په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه یې خپله واکمني چلولې او لا هم د هیواد په سیاسي نظام کې ډیر واک لري.

د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان تر نیول کیدو وروسته د هغه پلویانو په ګڼ شمیر ښارونو کې د پولیسو سره اخ او ډب وکړ. قهریدلو مظاهره چیانو همدرانګه په ځینو ښارونو کې د پوځي ادارو په لور لاریون وکړ او هم یې د پوځ ضد شعارونه ورکول.

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان په نظامي محکمو کې د ملکیانو د محاکمه کیدو په هکله اسناد راټول کړي چې پکې ښودل کیږي د قانوني بهیر درناوی پکې نه کیږي، شفافیت پکې نشته، په زور خلک اړ کیږي چې پخپلو جرمونو اعتراف وکړي او تر غیر عادلانه محاکمو وروسته تورن کسان په دار ځړول کیږي.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم په نظامي محکمو کې د ملکیانو محاکمه کیدو پریکړې سره ټینګ اختلاف څرګند کړی.

دې کمیسیون ویلي "هغوي چې په مظاهرو کې یې دولتي او شخصي ودانیو ته اور اچولی او زیانمنې کړې یې دي باید مسؤل وبلل شي خو د قانوني طی مراحلو حق لري".

په همدې حال کې د پاکستان اوسني صدراعظم شهباز شریف هم ویلي چې د تحریک انصاف ګوند پلویانو لپاره چې تیره اوونۍ یې په مظاهرو کې لاس درلود، د ترهګرۍ نور محکمې به هم پرانیزي.

په پاکستان کې چارواکو د عمران خان د ګوند څه باندې ۷ زره غړي چې مهم مرکزي مشران یې پکې شامل دي پدې تور نیولي چې خلک یې تشدد ته هڅولي دي.

مظاهره چیانو ځینو ځایونو ته اورونه هم اچولي
مظاهره چیانو ځینو ځایونو ته اورونه هم اچولي

د پاکستان د کورنیو ارو وزیر ثناءالله ویلي چې عمران خان به بیا نیول کېږي او "تروریزم او تاوتریخوالی له مخکې پلان شوي وو او د خان له لوري عملي" شول. خو عمران خان دا ټول تورونه رد کړي دي او ویلي دي چې د تاوتریخوالي په اړه باید شفافې پلټنې وشي.

خو بل پلو بیا د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د عمران خان د ګوند غړیو په خلاف د پولیسو کړنې غندلي دي او اندیښنه یې څرګنده کړې چې پولیسو خلک په اټکلي توګه نیولي او پخپل سري ډول یې په ټول پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند غړیو په خلاف مقدمې ثبت کړي.

د عمران خان قضیه داسې مهال توده شوې ده چې ټاکل شوې د اکتوبر په میاشت کې په پاکستان کې بیا انتخابات وشي، عمران خان په خپلو غونډو کې اوسني حکومت باندې کلک انتقادونه کړي او د پاکستان سیاسي ګوندونه او امریکا یې تورن کړي چې له واک څخه د هغه په لېرې کېدو لاس لري، خو سیاسي ګوندونو او پاکستاني مقاماتو دا تورونه رد کړي دي.