شاته

شهباز شریف وایي، د نهم مئ پېښو کې ککړ کسان به بچ نه شي، خو عمران خان حکومتي ګامونه چنګېزیت بللی

دپاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف ویلي په 9م مئ پاکستان کې د اړي ګړي شوؤ پېښو کې ککړ کسان دهیڅ نرمښت وړتیا نه لري،دوي ټول به نیولی اؤ پرضد به یې مقدمې درج کولی شي.

خو دحکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان بیا حکومتي اقدامات دچنګیزیت په څېر بللي دي اؤ ویلي یې دي موجوده حکومت هم پخپلو ظالمانه ګامونو ولس لکه دچنګیز خان ویرول غواړي.

د نهې په ورځ دملي سلامتۍ دکمیټې غونډې ته خپله وینا کې وزیراعظم شهباز شریف ویلي په 9م مئ چې پاکستان کې څه وشول هغه به دتاریخ دیوې تورې ورځې په توګه یاد ساتل کیږي.

هغه وویل چاچي په اړي ګړي کې برخه اخستې، ددې ورانکارۍ مشري یې کړې ده یا یې ددې منصوبه ېې جوړ کړې ده هغوي ټول دترهګرو په څېر دي.

وزیراعظم ویلي په 9م مئ زمونږ سرونه له شرم ځوړند شوي ،د هیواد 22کروړه ولس اؤ حکومت ددې ناوړه حرکت غندنه کوي اؤ څوک چې په دې جرم کې ککړ دي دهغوي دبچ کیدو پوښتنه هم نه راولاړیږي.

دپاکستان دپخواني وزیراعظم عمران خان دنیول کیدو پرضد په نهم مئ ګرد پاکستان کې دتحریک انصاف ګوند پلویانو دقار اؤ تشدد نه ډک احتجاجونه کړي وؤ اؤ دولتي اؤ پوځي ودانیو ته یې اورونه لګولي وؤ.

دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم ددې اړي ګړي پړه دهیواد په استخباراتي ادارو اچولې ده اؤ ویلي یې دي دهغوي دګوند دفعالینو منځ ته داحتجاج په مهال ایجنسیو خپل کسان ورخوشې کړي وؤ ترڅو اړی ګړی جوړ کړي اؤ بدنام پرې تحریک انصاف ګوند کړي.

دپاکستان حکومت اؤ پوځ پرېکړه کړې ده چې د نهم مئ پېښو کې دککړو کسانو پرضد به پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي خو پخوانی وزیراعظم بیا دحکومت دا ګامونه دچنګیزیت په نوم بولي اؤ تېره ورځ یې پخپل یو ویډیو بیان کې ویلي حکومت غواړي چې پخپلو ظلمونو خلک ویروي اؤ دخپلو حقونو نه یې پشا کړي.

عمران خان ویلي چنګیز چې به هم کله یو ښار فتح کولو نو ډیری خلک به یې ووژل خو یو څه به یې ددې لپاره ژوندي پرېښودل چې دهغه دظلمونو کیسې نورو خلکو ته وکړي.

عمران خان ویلي اوسني حکمرانان هم دچنګیز خان په څېر پخپلو ظلمونو خلک ویروي، دخلکو د وهلو ټکولو اؤ وحشت ویډیوګانې په سوشل میډیا خوروي چې نور خلک پرې وویروي خو هغه خپلو پلویانو ته غږ کړی چې له دې ظلمونو باید ونه ویریږي اؤ دخپلو حقونو لپاره سړکونو ته را وځي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې که پاکستان کې یو خوا اقتصادي ناورین کړکیچن حالت ته رسیدلی نو بلخوا څېړونکي ددې هیواد په امنیتي اؤ سیاسي وضعیت هم اندېښمن دي اؤ وایي پاکستان دخپل تاریخ د یو نازک پړاؤ نه تېریږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00