شاته

اېمنېسټي انټرنېشنل: پاکستان دې په ملکي کسانو په پوځي عدالتونو کې مقدمې نه چلوي

د انساني حقونو نړیوالې ادارې د پاکستان پوځ په دې اراده تشویش څرګند کړی چې په هېواد کې د ورستیو احتجاجونو په مهال په پوځي ودانیو او اسانتیاو حملو کې په ککړو کسانو به پوځ د قانون دلاندې مقدمې چلول کېږي.

د جنوبي اېشیا دپاره د اېمنېسټي انټرنېشنل چارواکي دېنوشيکا دېسنیاکی وویل پوځي قانون دلاندې مقدمو دپاره به پوځي عدالتونه جوړيږي خو په پوځي عدالتونو کې د ملکي کسانو مقدمې د نړیوال قانون خلاف ورزي ده.

د پاکستان پوځ د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل په تېرو څو ورځو کې د مظاهرو په مهال په پوځي ودانیو حملو کې د ککړو کسانو خلاف به د پوځ او د جاسوسۍ د قانون دلاندې مقدمې چلولو کېږي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د وزیراعظم شهبازشریف په مشرۍ کې د نېشنل سیکورټي کمېټۍ غونډه وشوه.

د غونډې په اړه سرکاري بیان وویل چې د می په نهمه نېته عمران خان د ګرفتارۍ خلاف د احتجاجونو منصوبه سازان، راپارونکي او د شرخوښو خلاف به د پاکستان ارمي اېکټ او د افیشل سيکرټ اېکټ د لاندې مقدمې چلول کېږي.

بیان وویل په پوځي تنصیبات حمله کونکو سره به هېڅ ډول ریاعت نشي کولی.

اېمنېسټي انټرنېشنل وویل د پاکستان په پوځي عدالتونو کې د ملکي کسانو د مقدمو سره تړلي د انساني حقونو د سرغړونو فهرست لري چې په کې د شفافیت نشت والی، په زور اعترافي بیانونه، د خلکو تېزندي کېدل او د غیر منصفانه مقدمې شاملې دي.

پاکستان په تېرو وختونو کې هم پوځي عدالتونه جوړ کړي دي.

اېمنېسټي انټرنېشنل وویل په پوځي عدالتونو کې د ملکي کسانو مقدمې چلول خلکو د ویرولو یوه حربه ده او مقصد يې د یوې داسې ادارې دلاسه د مخالفت چقول دي چې هېڅ کله يې هم احتساب نه دی شوی.

د انساني حقونو ادارې زیاته کړه چې د پاکستان عام قوانین داسې مادې لري چې دلاندې يې ملکي اثاثو ته په نقصان رسوولو او ويجاړولو کې په ککړو کسانو مقدمې چلېدلی شي او د پوځي عدالتونو جوړېدل هېڅ جواز نه لري.

د اېمنېسټي انټرنېشنل دېسنیاکی په یو بیان کې وویل پاکستان د شهري او د سیاسي حقونو په اړه هغه قانون دستخط کړی چې خلکو ته د قانون دلاندې د منصفانه، ازاد او د بې طرفه مقدمې ضمانت ورکوي.

د پخواني وزیراعظم خان د ګرفتارۍ خلاف په پاکستان کې مظاهرې راپارېدلې وې چې په مهال يې په پېښور کې د رېډیو پاکستان د ودانۍ په شمول په لاهور کې د کور کمانډر په کور او د ملک په نورو برخو کې په پوځي ودانیو او اسانتیاو حملې شوي، اورونه لګول شوي او اثاثې ماتې ګوډي شوې.

د ګل، دوشنبې، په ورځ پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر په مشرۍ کې د کورکمانډرانو غونډه وشوه. د ناستې په اړه د ايي اېس پي ار بیان وویل غونډې ته وویل شوو چې د مربوطې منصوبې دلاندې د اور لګولو، د شهیدانو د تصویرانو او د یادګارونو د بې حرمتۍ، د تاریخي ودانیو د سوزولو او د پوځي تنصیباتو ماتېدل وشول چې اداره یو خاص ردعمل ته راوپاروي.

په بیان کې د کومې ډلې، ګوند او یا د کوم تن نوم نه دی اخیستل شوی.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر د ګل، دوشنبې، په ورځ د کور کمانډرانو د خصوصي غونډې مشري وکړه.

د ناستې په اړه پوځ په خپل بیان کې وویل چې عمران خان د ګرفتارۍ خلاف د مظاهرو په مهال په پوځي ودانیو حملو کې ککړو کسانو خلاف به د پوځ او د جاسوسۍ د قانون دلاندې مقدمې چلولو کېږي.

د کورکمانډرانو د ناستې په اړه د ايي اېس پي ار بیان وویل غونډې ته وویل شوو چې د مربوطې منصوبې دلاندې د اور لګولو، د شهیدانو د تصویرانو او د یادګارونو د بې حرمتۍ، د تاریخي ودانیو د سوزولو او د پوځي تنصیباتو ماتېدل وشول چې اداره یو خاص ردعمل ته راوپاروي.

پوځ د کوم تن یا د کومې ډلې نوم نه دی اخیستی.

هم د ګل، دوشنبې، په ورځ عمران خان په یو وډیو پېغام کې وویل په مظاهرو کې د تشدد په اړه یوه اړخیزه بیانیه کردش کوي، په احتجاجونو کې شر خوښي ورګډ کړی شوي وو او دا چې په دې اړه دې تحقیقات وکړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00