شاته

امریکا د یو روسي هکر په سر ۱۰ میلیون ډالر جایزه اعلان کړه 

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبه مۍ ۱۶ (غوايي۲۶) د روسیې د یو هکر په سر، چې د انټرنیټي ویروس له لارې له خلکو باج اخلي، ۱۰ میلیون ډالر جایزه اعلان کړه.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي دي چې دا جایزه یې د «سازمان شویو جرمونو د جایزو پروګرام» په اساس ټاکلې ده.

اعلامیه وايي د هغو معلوماتو په بدل کې به لس میلیون ډالر جایزه ورکوي، چې د روسي وګړي میخایل پالوویچ ماتویف موندلو او محکومیت ته لار پرانیزي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې دغه روسي وګړی د سایبري باج اخیستو لپاره د «متحدو ایالتونو په اجرایي ځواک، سوداګرۍ او په نړۍ کې په حیاتي بنسټونو» باندې په بریدونو کې رول لوبولی دی.

د اعلامیې په اساس، د متحدو ایالتونو د عدليې وزارت په واشنګټن ډي سي او د نیوجرسي په ایالت کې د ماتویف په ضد دوه رسمي تورونه هم اعلان کړي دي.

د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت هم په هغه باندې بندیزونه لګولي دي. په اعلامیې کې د لګول شویو تورونو او بندیزونو په اړه ډېر جزیات ورکړل شوي نه دي.

د سایبري باج اخیستنې بریدونه «پراخ او اغیزناک دي چې قربانیان یې د حساسو معلوماتو د افشا کېدو او حیاتي چارو له ګډوډیو څخه» کړېږي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي: «روسیه د سایبري مجرمینو پتنځای دی، داسې یو محیط چې هکران په کې ازاد دي چې د متحدو ایالتونو او زموږ د شریکانو او ایتلافیانو په ضد پراخ انټرنټي عملیات وکړي.» روسیې د متحدو ایالتونو د دغو څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت شاوخوا دوې اوونۍ مخکې هم د هغو معلوماتو په بدل کې د ۱۰ میلیون ډالرو انعام اعلان کړ، چې د روسیې د یو سایبري «مجرم» نیولو او محکومیت ته لار پرانیزي. وزارت همدغه راز د یوې «منظمې جنايي ډلې» د کلیدي مشرانو په اړه د معلوماتو په بدل کې هم جایزه اعلان کړې ده.