شاته

مولوي محمد کبیر د طالبانو سرپرست رئیس الوزار وټاکل شو

طالبانو دوشنبه مې ۱۶ (غوایي۲۶) ویلي چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده د ملا حسن اخوند پر ځای مولوي عبدالکبیر سرپرست رئیس الوزار ټاکلی.

په سیاسي چارو کې د رئیس الوزرا د مرستیال د دفتر څخه یوې سرچینې امریکا غږ ته وویل چې مخکنی رئیس الوزار ناروغ دی او له همدې کبله د دې مقام لپاره ښاغلی عبدالکبیر سرپرست ټاکل شوی.

طالبانو تر اوسه په رسمي توګه څه ندي ویلي چې ښاغلی حسن اخوند څه ډول ناروغي لري او دا چې آیا تر درملنې لاندې دی که نه.

د طالبانو یوې بلې سرچینې امریکا غږ ته ویلي چې د دوشنبې په ورځ د طالبانو د سرپرست حکومت د کابینې په غونډې کې ملا حسن اخوند نه و موجود او د مجلس مشري مولوي عبدالکبیر کوله.

سره لدې چې د معمول سره سم په حکومتونو کې د دا ډول بدلونونو په هکله اعلامیې خپریږي خو د طالبانو حکومت چې تر اوسه د نړۍ هیڅ کوم هیواد یا ادارې په رسمیت ندی پیژندلی، د خپل مشر پر ځای د سرپرست ټاکل کیدو په هکله یې هیڅ ډول اعلامیه نده خپره کړې.

په همدې حال کې د افغانستان یو شمیر مطبوعاتي ادارو د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال د دفتر رئیس، حسن حقیار له قوله ویلي چې د ملا حسن اخوند د عمر ډیروالي او ناجوړتیا له کبله دا پریکړه شوې.

مولوي عبدالکبیر د طالبانو په کابینه کې د رئیس الوزرا مرستیال و او واک ته تر رسیدو وړاندې په قطر کې د طالبانو د مذاکره چي ډلې غړي هم و.

د طالبانو د سرپرست حکومت رئیس الوزرا د وروستي ځل لپاره په کندهار کې د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په ملاقات کې راڅرګند شوی و.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ټویټر په پاڼه ددغې کتنې په اړه لیکلي و چې ال ثاني او د قطر د استخباراتو مشر عبدالله الخلفي او ورسره ملګري پلاوي له محمد حسن اخند سره په کتنې کې ددغه هېواد د لا زیاتو همکاریو په اړه خبرې کړي دي.

مجاهد ویلي چې محمد حسن اخند په دغه کتنه کې د قطر د مخکنیو همکاریو د قدردانۍ په ترڅ کې له قطر څخه د افغانستان له خلکو سره د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

قطر له پخوا څخه طالبانو ته په دوحه کې سیاسي دفتر ورکړی او له دغه ډلې سره نږدې اړیکې پالي.

همداشان قطر د روانې میلادي میاشتې په سر کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د یو نړیوال کنفرانس کوربه هم و.

طالبان داسې مهال د رئیس الوزار د مقام لپاره سرپرست ټاکي چې تیره ورځ د قطر او متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفون کې د افغانستان په هکله خبرې کړي.

د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان د وضعیت په اړه دا خبرې کندهار ته د خپل سفر یوه ورځ وروسته کړي دي.

.