شاته

نیب سبا بیا عمران خان د غبن مقدمه کې پلټنو لپاره غوښتی دی

دپاکستان داحتساب ملي ادارې نیب پخوانی وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دالقادر ټرسټ دغبن قضیه کې په18م مئ(سبا) یو وارې بیا رابللی دی.

په یاده قضیه کې عمران خان په نهم مئ دنیب لخوا داسلام اباد هایکورټ دساحې څخه نیول شوی ؤ چې له هغې وروسته دتحریک انصاف ګوند پلویانو ګرد هیواد کې قهرژن احتجاجونه کړي وؤ اؤ دولتي اؤ پوځي ودانیو ته یې اورونه لګولي وؤ.

دپاکستاني رسنۍ ایکسپریس د رپورټ له مخې نیب عمران خان ته اوس یو وارې بیا د دریوؤ پاڼو یو نوټس ورلیږلی اؤ هغه یې سبا د زیارت-پنجشنبې په ورځ دپلټنو لپاره رابللی دی.

اسلام اباد هایکورټ دالقادر ټرسټ مقدمه کې عمران خان په ضمانت خوشې کړی دی خو محکمې پخپله پرېکړه کې عمران خان پابند کړی چې کله یې نیب دپلټنو لپاره وغواړي نو هغه به ورته حاضریږي.

دنیب لخوا عمران خان په لیږل شوي نوټس کې دهغو ټولو تورونو تفصیل هم روښانه کړل شوی دی چې په دې قضیه کې په عمران خان لګول شوي‌ دي.

په دغه تفصیلاتو کې عمران خان ته ویل شوي چې دبرتانیې دجرمونو دمخنیوي ملي ادارې په دوؤ مقدمو کې 139.7 پونډه اؤ یو جایداد کنګل کړي وؤ اؤ په دویم دسمبر کال 2019 کې چې کله هغه(عمران خان)وزیراعظم ؤ نو ورته په یو وړاندې کړل شوي نوټ یا یادګیرنه کې ویل شوي وؤ چې دا پنګې به قامي خزانه کې جمع کولی شي.

دنیب نوټس کې ویل شوي په دریم دسمبر کال2019م کې ایسټ ریکوري یونټ بیان جاري کړو چې برتانیه تیاره ده چې دا پیسې په سمدستي توګه پاکستان ته ولیږي .

نوټس کې ویل شوي دبرتانیې نه راغلې دا پنګې قامي خزانه کې دجمع کولو پځاي په بد دیانتۍ سره دعدالتي جرمانې په مد کې وشمیرل شوې.

نوټس کې زیاته کړل شوې ده چې په دویم دسمبر کال 2019م کې احتساب لپاره دهغه وخت د وزیراعظم سلاکار شهزاد اکبر وزیراعظم ته یادګیرنه لیږلې وه چې دقانوني اړتیاؤ پوره کولو لپاره ضروري ده چې دپیسو دجرمانې مد کې دشمیرل کولو اقدام باید دکابېنې نه منظور کړل شي.

دنیب دې نوټس کې عمران خان ته ویل شوي چې په دغه موده کې هغه د ګټې اخستونکي لوري نه 458 کناله زمکه اؤ 285 میلیونه روپۍ په چنده کې واخستې اؤ په دریم دسمبر 2019 کې دهغه په مشرۍ کې کابینې د پیسو دمنتقلۍ اؤ دتړون دبندې لفافې منظوري ورکړه.

نیب دعمران خان نه په دې پیشۍ کې دټولو اړینو دستاویزاتو ترڅنګ دالقادر پوهنتون د رجسټریشن،زمکو،پنګو اؤ چندو دټولو تفصیلاتو ځان سره د راوړلو وینا کړې ده

دالقادر ټرسټ یوه خیراتي اداره ده چې دپاکستاني رسنیو په وینا دعمران خان اؤ دهغه دمیرمنې بشرا بیګم لخوا اداره کیږي اؤ په عمران خان تور دی چې پاکستان کې د زمکو یو لویې کاروباري ته یې دګټې رسولو په بدل کې دهغه نه ددغه خیراتي ادارې لپاره 458 کناله زمکه اؤ 285 میلیونه روپۍ په چنده کې اخستې دي.

عمران خان په ځان لګیدلي دغبن تورونه ردوي اؤ وایي هیڅ غبن یې نه دی کړی اؤ که یوې خیراتي ادارې ته څوک پیسې ورکړي نو دغه پیسې هم په خیراتي کارونو مصرف کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00