شاته

اذربایجان یو شمېر کسان د کودتا په تور نیولي او ایران یې ګرم بللی

په اذربایجان کې چارواکي وايي هغه کسان یې نیولي دي چې د دوی په وینا د ایران له استخباراتي ادارو سره یې کار کاوه او په اذربایجان کې یې د کودتا او وژنو پلان لره.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت، استخباراتي ادارې او لویې څارنوالۍ نن سه شنبه مۍ ۱۷ (غوايي۲۷) په یوې ګډې اعلامیې کې وویل چې امنیتي ځواکونو یې هغه نهه کسان ونیول چې «د ایران د پټو ادارو لپاره یې کار» کاوه.

نیول شوي کسان د اذربایجان اتباع ښودل کېږي. په اعلامیې کې ویل شوي دي چې یو شمېر نور کسان هم نیول شوي دي. د باکو او تهران ترمنځ روابط په دې وروستیو کې ښه نه وو او په دې ادعا سره به نور هم زیانمن شي.

په اعلامیې کې ویل شوي دي: «دې ډلې د تشدد له لارې د حکومت پرځولو او د یو شمېر مشهورو شخصیتونو او لوړ پوړیو چارواکو د وژلو پلان نیوه.»

دا په داسې حال کې ده چې دواړو هېوادونو په دې وروستیو کې د یو بل دپلوماتان شړلي او روابط یې هم خړ پړ شوي دي.

د اپریل په میاشت کې هم د اذربایجان امنیتي ځواکونو د شپږو کسانو د نیولو خبر ورکړی و چې «د دغه هېواد د وضعیت د خرابولو لپاره د ایران استخباراتو ګمارلي» وو. اذربایجان له ترکیې سره، چې ایران یې سرسخت سیال دی، ښه روابط لري.

ایران بیا دا اندېښنه لري چې ممکن اسرائیل اذربایجان د ایران په ضد وکاروي. اسرائیل اذربایجان ته د وسلو لوی صادروونکی بلل کېږي.

د دغو دواړو ګاونډیو هېوادونو، ایران او اذربایجان ترمنځ اړیکې له هغه وروسته خرابې شوې چې د روان کال د جنورۍ په میاشت یو وسله وال په تهران کې د باکو په سفارت باندې برید وکړ. په برید کې یو دپلومات ووژل شو او د سفارت دوه امنیتي کارکوونکي ژوبل شول.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت ایران تورن کړی چې دا برید یې کړی دی، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا تور رد کړ. د مۍ په میاشت کې ایران د اذربایجان څلور دپلوماتان وشړل. اذربایجان د اپریل په میاشت کې د ایران د سفارت ماموران شړلي وو او ایران وویل چې دا کار یې د دغه کار عکس العمل و.