ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


شاهين شاه اپريدي د پاکستان د T-20 کرکټ لوبډلې کپتان ټاکل شوی

د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې د کپتان بابر اعظم له استعفا وروسته کرکټ بورډ اعلان کړی، شاهين شاه اپريدي یې د T-20 يا شل اووريزو سیاليو دپاره د لوبډلې کپتان او شان مسعود یې د ټېسټ يا پينځه ورځنيو سیاليو د لوبډلې دپاره کپتان ټاکلی دی. خو د يو ورځنيو لوبو دپاره د کپتان اعلان نه دی شوی.   شاهين شاه اپريدي له افغانستان سره ډیورنډ کرښې ته نېږدې د خېبرپښتونخوا د خېبر ضلعې 23 کلن کيڼ لاسی بالر شاهين شاه اپريدي د پاکستان په قامي کرکټ لوبډله کې په اپرېل 2018م کې شل اووريز، په ستمبر 2018م کې يو ورځنی او په دسمبر 2018م کې ټېسټ (پينځه ورځنۍ) لوبې پېل کړي دي. د کرېک انفو کرکټ وېب پاڼې ترمخه اپريدي په 53 يو ورځنيو سياليو کې 104 وکټې، په 24 شل اووريزو سياليو کې یې 64 او 46 ټیسټ سیاليو کې یې 105 وکټې اخستې دي. شان مسعودي د کراچۍ اوسېدونکی شان مسعودي، د ټيسټ لوبډلې دپاره ټاکل شوی 34 کلن کپتان شان مسعود کيڼ لاسی بېټر (بېټسمېن) د 2013م په اکتوبر کې د پاکستان په ټېسټ کرکټ لوبډله کې شامل شوی، هغه په مارچ 2019م کې په يو ورځنۍ لوبډله او ستمبر 2022م کې په لومړي ځل په شل اووريزه لوبډله کې لوبېدلی وو. نوموړي په 30 ټېسټ سیاليو کې 1597 رنزونه، په نهه يو ورځنو کې 163 او 19 شل اووريزو کې یې 395 رنزونه جوړ کړي دي. بابر اعظم استعفا د پاکستان د کرکټ لوبډلې کپتان بابراعظم پرون د شورو- چارشنبې په ورځ د استعفا اعلان کړی او ویلي يې وو نور به د لوبډلې په هیڅ رنګه لوبو کې برخه نه اخلي. تر بابر اعظم دوې ورځې وړاندې د پاکستان کرکټ لوبډلې د بالینګ کوچ یا روزونکي مورنې مارکل هم استعفی ورکړې وه. که څه هم بابر اعظم د کپتانۍ پرېښوولو څه سبب نه دی ویلی، خواستعفا یې په هند کې د کرکټ په روان ورلډ کپ سیالیو کې سېمي فاینل ته د پاکستان د لوبډلې له نه رسېدو وروسته ورکړې ده. بابراعظم پرون د پاکستان د کرکټ بورډ د نګران کمېټۍ له مشر ذکا اشرف سره په لاهور کې تر لیدو وروسته پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] باندې دا اعلان وکړ. "نن زه د کپتان په توګه له هر ډول فارمیټ څخه استعفی ورکوم، دا یوه ګرانه فیصله ده خو زه محسوس چې د دې اعلان لپاره دا مناسبت وخت دی". 

16.11.2023 ډیوه

د امریکا او چین ولسمشرانو د اړیکو پر ښه کولو او د پوځي اړیکو پر بیا پيلولو موافقه کړې

واشنګټن - اې پي خبري ادارې خبر ورکړی چې د امریکا او چین ولسمشرانو جو بایډن او شي جېنپېنګ د شورو یا چهارشنبې په ورځ په څو ساعته مخامخ خبرو کې ژمنه کړې چې خپلې تاوجنې اړیکې به رغوي. دوی همدارنګه په دې موافقه کړې چې د غیرقانوني فېنټانیل په وړاندې به جګړه کوي او پوځي اړیکې به بیا پيلوي. خو بیا هم تر اوسه د اقتصادي سیالۍ او نړیوالو امنیتي ګواښونو په اړه د دواړو ترمنځ ژور توپیرونه شته دي. دواړه مشران له یو او بل سره څلور ساعته وو چې خبرې یې وکړې، د غرمۍ ډوډۍ یې وخوړه او له یو بل سره یې قدم ووهه د دې لپاره چې نړۍ ته وښيي چې که څه هم دوی نړیوال اقتصادي سیالان دي خو دا داسې نه ده چې دواړه هېوادونه ګټونکي نشي کېدای. شي بایډن ته وویل، "د ځمکې کره د دواړو هېوادونو لپاره کافي لویه ده چې بریالي شي." بایډن ولسمشر شي ته وویل، "زه فکر کوم چې دا ډېره مهمه ده چې ته او زه په یو او بل په واضحه توګه پوهېږو.‌ د رهبر او رهبر ترمنځ غلط فهمي نشته. مونږ باید دا باوري کړو چې سیالي مو په شخړه وا نه وړي." د دواړو مشرانو لیدنه د اسیا پسېفېک اقتصادي همکاریو د کلني کانفرانس په څنډه کې شوې، په داسې حال کې چې نړۍ له ګڼو ستونزو سره مخ ده، لکه د منځني ختیځ او اروپا ستونزې، د تایوان ستونزه او داسې نور. یو جګ پوړي امریکايي چارواکي د دواړو ولسمشرانو تر لیدنې وروسته وویل، چې دواړه مشران همدارنګه دې موافقې ته هم سره ورسېدل چې د غیر قانوني فېنټانیل مخه به نیسي او پوځي اړیکې به بیا پرانیزي. اکثره هغه کیمیاوي توکي چې د سېنتېټېک فېنټانیل په جوړېدو کې کارول کېږي له چین څخه د قاچاقچیانو لخوا امریکا ته رسېږي چې امریکا ورسره د هغې د لوړې اندازې د کارولو له ناورین سره مخ ده. یو لوړ پوړي چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ویلي چې د لوړ پوړو پوځي چارواکو د خبرو پیلېدل زښت زیات مهم دي په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو د بیړیو او الوتکو ترمنځ ځینې غیر خوندي او غیر مسلکي پېښې شوي. دغه چارواکي دا هم وویل، چې دواړو مشرانو د تایوان پر سر هم ډېرې خبرې وکړې او بایډن د تایوان شاخوا د چین د پوځي حضور په زیاتېدو باندې اندېښنه څرګنده کړه خو ولسمشر شي بایډن ته وویل، چې دی په تایوان باندې د هیڅ ډول برید پلان نه لري. امریکايي چارواکی وايي،‌ بایډن وویل، چې امریکا له تایوان سره د چین د ممکنه برید په وړاندې د خپل ځان د دفاع په برخه کې مرستو ته ژمنه ده او همدارنګه له چین څخه یې وغوښتل چې د تایوان د راتلونکي کال په انتخاباتو کې دې لاسوهنه نه کوي. بایډن همدارنګه له شي څخه وغوښتل چې په ایران باندې له خپل اغیز څخه کار واخلي او تهران او د هغوی پلویانو ته دا روښانه کړي چې د دوی ډلې باید داسې ګامونه و نه اخلي چې له امله یې د اسرایلو او حماس جګړه پراخه شي. امریکايي چارواکي ویلي، چې د ایران په اړه د خبرو پر وخت بایډن ټولې خبرې وکړې او شي یواځې غوږ نیولی و. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې امریکا ته ډاډ ورکړی چې چین دغه اندېښنې له ایران سره شریکې کړې دي چارواکي وايي، امریکا په دې نه پوهېږي چې ایرانیانو به د چین لخوا دغه شریکې کړې اندېښنې څومره جدي ونیسي.

16.11.2023 ډیوه

ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر: له افغان کډوالو سره د پاکستان د نامناسب چلند په اړه راپورونو اندېښمن کړی یم

په بشري حقونو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر وايي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو په مهال له هغوی سره د نامناسب چلند، نیولو، ناقانونه بندي کولو، د ملکیتونو او شخصي توکو د تخریب او له هغوی څخه د پېسو اخیستلو په اړه راپورونو اندېښمن کړی دی. ولکر ترک د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۵ (لړم ۲۴) وویل چې دا چارې د پاکستان له لوري «په څو لسیزو کې د لوی شمېر افغان کډوالو د دودیز او سخاوتمندانه کوربتوب سره په ټکر» کې دي. پاکستان بې اسناده افغان کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې پوره وخت ورکړی و چې له هغه هېواد څخه ووځي. د سپتمبر له ۱۵ نېټې څخه نیولې د نومبر تر ۱۱ نېتې پورې ۳۲۷۰۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې ویلي دي چې اکثریت کډوال د نیول کېدو له ډاره پاکستان پرېښی. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشر وویل چې د یو کس فردي ازادي تضمین شوی اساسي حق دی چې له تبعیض پرته باید خوندي وي، په دې کې هر ډول کډوال راځي. هغه وویل: «د مهاجرینو نیول باید اخري انتخاب وي او له هغه څخه باید د جبري ستنولو لپاره کار وانخیستل شي. کله چې د ماشومانو او نورو زیانمن کېدونکو ډلو خبره کېږي، باید په بشپړ ډول د (مهاجرینو) د بندي کولو څخه ډډه وشي.» پاکستاني مقاماتو ویلي وو چې د کډوالۍ اسناد لرونکي افغانان په خپله خوښه له پاکستان څخه وتلای شي، خو د ملګرو ملتونو بشري حقونو اداره وایي چې په دې اړه یې هم راپورونه ترلاسه کړي چې پاکستاني مقاماتو ثبت شويو اسنادو ته هم پام نه دی کړی. یو کډوال دغې ادارې ته ویلي دي: «پولیسو په شپه کې زموږ په کور چاپه ووهله. نقدې پېسې، ګاڼې، وزې، پسونه او نور توکي یې له ځان سره یوړل. موږ ته یې څو ساعته وخت راکړ چې خپل نور وسائيل ټول او سهار ووځو. موږ چې کله وتلو، بلدوزر زموږ د کورونو نړول پیل کړل. موږ خپل ځانونه ډېر بې وسه ولیدل او په اوښلنو سترګو مو کلی پرېښوده.» ولکر ترک وویل اکثریت افغانان ډارېږي چې په زوره به له خپلو کورونو او دندو څخه وشړل شي او له همدې کبله د کمو مالي امکاناتو سره خپل هېواد ته ستنېږي. نوموړي وویل کډوال اړ دي چې مقاماتو ته رشوت ورکړی او که داسې ونکړي، شتمنۍ یې ضبط کېږي. هغه وايي د افغانستان وضعیت ته په کتو، دا به هلته بشري حالت نور هم خراب کړي. په همدې حال کې د پاکستان ولسمشر عارف علوي امریکا غږ ته ویلي دي چې افغان کډوال د پاکستان په اوږو لوی بار دی. نوموړي وویل چې له تېرو ۴۰ کلونو راهېسې په پاکستان کې ۳.۵ میلیون کډوال ژوند کوي، چې د دغه هېواد په اقتصاد یې بد اغیز درلوده. علوي وویل: «دا زموږ د اقتصاد لپاره ډېر ارزښت لري. کله چې د مهاجرت خبره کېږي، نړۍ وايي چې مرسته کوي، خو هېچا په هېڅ اندازې مرسته ونکړه.» د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو کمېشنر یو ځل بیا له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو ستنول بند کړي او د پاکستان د امنیتي ځواکونو په اړه شکایتونو په اړه تحقیق وکړي.

16.11.2023 امریکا غږ

پاکستان کې پټرول 2.04 روپۍ او ډيزل 6.47 روپۍ ارزان شوي

د پاکستان حکومت د تيلو قيمتونو ارزانولو اعلان کړی، يو ليټر پټرول دوه روپۍ او څلور پېسې او يو ليټر ډيزل شپږ روپۍ او 47 پېسې ارزان کړای شوي دي. د خزانې ډويژن ويلي، د حکومت د تېلو او ګېس د انتظام ادارې اوګرا په وړانديز د تېلو بيعې راکمې کړی شوي او نوی نرخ به نن د 16م نومبر نه عملي وي. د دوه روپو او څلورو پېسو ارزانولو سره د يو لیټر پټرولو قيمت 281 روپۍ او 34 ته راکوز شوی دی. دغه رنګ د ډيزلو په يو ليټر کې د شپږو روپو او 47 پېسو راکمولو سره يو ليټر په 296 روپو او 71 پېسو شوی دی. د خاورو تېل شپږ روپۍ او پينځه پېسې ارزان کړی شوي او د يو ليټر نوی قيمت 204 روپو او 98 پېسو ته راغلی دی. لايټ ډيزل نهه روپۍ راکم کړی شوي او يو ليټر په 180 روپو او 45 پېسې ټاکل شوی دی. پاکستان کې هر 15 ورځې وروسته د تیلو بيعې ټاکل کيږي. د روانې میاشتې په سر کې د پټرولو او ډيزلو په بيعو کې بدلون نه وو شوی او په زوړ حال ساتل شوې وې. له دې وړاندې په 15م اکتوبر پاکستان کې د تېرو څو مياشتو راهسې پرله پسې د پټرولو او ډيزلو ګرانېدو وروسته حکومت پټرول او ډيزل ارزان شوي وو. يو ليټر پټرول 40 روپۍ او ډيزل 15 روپۍ ارزان کړی شوي وو. د 40 روپو ارزانېدو سره يو ليټر پټرول د 323.28 روپو نه 283.38 روپو ته راکم شوي وو. او ډيزل يو ليټر 15 روپۍ ارزان کړی شوي چې ورسره یې د يو ليټر قيمت د 318.18 روپو نه 303.18 روپو ته راټيټ شوی وو. خو د اکتوبر د میاشتې په سر کې پټرول اته روپۍ او ډيزل 11 روپۍ ارزان کړی شوي وو.

16.11.2023 ډیوه

د آی اېم اېف او پاکستان ترمنځ د عملې په کچه تړون شوی، پاکستان ته به 700 میلينه ډالره ترلاسه کيږي

نړيوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) ويلي، له پاکستان سره یې د نهو مياشتو سټېنډ بایې ارېنجمنټ د لومړۍ جايزې دپاره د عملې په کچه تړون شوی او د اېګزېکټيو بورډ د منظورۍ وروسته به پاکستان ته 700 میلينه ډالره يا 70 کروړه ډالره ترلاسه شي. آی اېم اېف ویلي، پاکستان ټول اقتصادي اهداف ترلاسه کړي، په راتلونکو مياشتو کې د ګرانۍ کمېدو امکان څرګند کړی شوی او پاکستان د مارکيټ په بنیاد په اېکسچېنج رېټ عمل جاري ساتلو ژمنه کړې ده. ويل شوي، د پاکستان حکومت د پانګونې او روزګار پېدا کولو سره د ادارو په کچه د اصلاحاتو ژمنه هم کړې ده. آی اېم اېف ویلي، د نېتهن پورټر په مشرۍ پلاوي یې د دويم نومبر نه تر 15م نومبر پورې د اسلام اباد سفر کړی چې له پاکستان سره سټېنډ بای تړون لاندې لومړی جاج واخلي. ويل شوي، د آی اېم اېف پلاوي د پاکستاني چارواکو د درېو اربو ډالرو د پروګرام لاندې په لومړۍ جايزه له عملې سره تړون شوی، د اېګزېکيټو بورډ د منظورۍ وروسته به پاکستان ته 700 میلينه ډالره ترلاسه شي او د پروګرام لاندې به ټولې نزدې 1.9 نهه اربه ډالرو ته ورسي. د نړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم ایف او پاکستان ترمنځ د عملې په کچه د درېو اربو ډالرو د"سټېنډ بای ارېنجمنټ" تړون د روان کال په 29م جون شوی وو او ويل شوي وو د ياد تړون له مخې به نړیواله مالیاتي اداره پاکستان ته درې اربه ډالر ورکوي. د قابو اتوو میاشتو د ځنډ وروسته ياد تړون شوی او د جولايۍ په میاشت کې یې بيا اېګزېکټيو بورډ منظوري ورکړې وه. آی اېم ایف هغه وخت ويلي وو، د سټېنډ باي تړون له مخې پاکستان ته ورکړل کیدونکې پیسې به د دغه هیواد د بهرني فشار سره د مخ معیشت په باثباته کولو کې مرسته وکړي. د پاکستان سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ويلي، د آی اېم اېف پلاوي د پاکستان د نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ سره ليدلي، او د لومړۍ جايزې لاندې د حکومتي ټيم سره په تکنيکي کچه خبرو بحث کړی دی. ویل شوي، نېتهن پورټر د پاکستان لخوا د پروګرام د درېو میاشتو د اهدافو پوره کولو هڅې ستايلي دي. هغه زياته کړې، د هڅو په نتيجه کې یې په تکنيکي کچه د خبرو مثبته نتيجه مخې ته راغلې ده. او د پاکستان وزيراعظم د آی اېم اېف د ټيم مننه کړې او د پروګرام مخ په وړاندې بوتلو یې ویلي دي.

16.11.2023 ډیوه

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

16.11.2023 امریکا غږ

د بېړنیو پلانونو لاندې،‌ اسرایلو یوه لېبنان مېشته خبري رسنۍ بنده کړې ده

واشنګټن – اسرایلو په روانه اونۍ کې په خپلو نویو بیړنیو اقداماتو کې یوه لېبنانۍ خبري رسنۍ تړلې ده او ادعا یې کړې چې د دوی ملي‌ امنیت ته یې زیان رسوه. د اسرایلو امنیتي کابینې د اتوار یا یکشنبې په ورځ په دې رایه ورکړه چې په اسرایلو کې د لېبنان مېشتې خبري رسنۍ میادین سټلایټ بند کړي. د کابینې په بیان کې راغلي، چې دغې رسنۍ "د جګړې پر وخت هڅه کړې چې د اسرایلو د ملي‌ امنیت ګټو ته زیان ورسوي او د دوښمن موخو ته کار وکړي." دا رایه ورکول د اسرایلو لخوا د هغو بیړنیو اقداماتو په بهیر کې لومړی کار وه چې تېره میاشت تصویب شوي وو. د دغو منل شویو بیړنیو اقدماتو له مخې، حکومت ته اجازه ده چې هغه خبري رسنۍ په لنډ مهاله توګه بندې کړي چې دوی یې ملي امنیت ته زیان رسونکې بولي. د اطلاعاتو وزارت د ویاند په وینا، له دغې رایې اچونې وروسته د اطلاعاتو وزیر شلومو کرهي له پولیسو سره په دې کار پيل کړ چې د المیادین وېب پاڼه وتړي او د دغه سټېشن ټول وسایل ونیسي. ویاند زیاته کړې، چې کرهي د اسرایلو د پوځ له مشر څخه په لویدیځه غاړه کې غوښتي دي چې د المیادین دفترونه دې هلته وتړي. کرهي د یادې رسنۍ د تړلو د اعلان پر وخت وویل، "له داسې خپرونو ښکاري چې د دوښمن دي او د هېواد امنیت ګواښي وبه تړل شي. د المیادین خپرونې او راپورونه د ترهګرو تنظیمونو لپاره کار کوي او اوس وخت د دې دی چې ورسره حساب وشي." د ټایمز اف اسرایل په څېر ځینې رسنۍ المیادین حزب الله پلوې بولي. د رویټرز په څېر نورې رسنۍ یې ایراني پلوي بولي. المیادین چې خپل ځان یو خپلواک عربي چاینل بولي تر اوسه پورې په دې اړه د امریکا غږ ایمېل ته کوم ځواب نه دی ورکړی.

16.11.2023 ډیوه

اتومي انرژۍ نړیواله اداره: ایران د دریو اتوم بمونو لپاره کافي اندازه یورانیم غني کړي

د اتومي انرژۍ نړیواله اداره وايي چې ایران د اتوم د دریو بمونو په اندازه ۶۰ فیصده خالص غني شوي یورانیم لري.

16.11.2023 امریکا غږ

د غزې په الشفا روغتون کې د اسرائیلي ځواکونو د عملیاتو په اړه اندیښنې

اسرائیلي پوځیانو د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۵ (لړم ۲۴) په غزه کې د الشفا روغتون ته ننوتل او په دغه روغتون یې عملیات پیل کړل چې په اړه یې ځینو اندیښنې څرګندې کړي دي.

15.11.2023 امریکا غږ

د سترې محکمې له مخالفت سره سره د بریتانیا حکومت پناه غوښتونکي روندا ته لیږي

د بريتانيا حکومت د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۵مه (لړم ۲۴) اعلان وکړ چې د دغه هېواد د سترې محکمې له مخالفت سره سره به روانډا ته د کډوالو د لېږلو جنجالي پلان پلی کړي.

15.11.2023 امریکا غږ

اېمنېسټي انټرنېشنل چمن کې د احتجاج په سر د علي وزیر او د نورو فعالانو په ګرفتارۍ تشویش څرګند کړی

اېمنېسټي انټرنېشنل د شورو، چهارشنبې، په ورځ په اېکس، پخواني ټوېټر، خپل بیان کې وویل د چمن په احتجاجي ناسته کې د ګډون کوونکو سیاسي مشرانو او فعالانو خلاف انتقامي ګامونه اخیستل کېږي چې د علي وزیر ګرفتاري يې ورستۍ کړې ده

15.11.2023 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

15.11.2023 امریکا غږ

هند د کرکټ نړیوال جام پای لوبې ته ورسید

په هند کې د کرکټ ۵۰ اوریز نړیوال جام په لومړنۍ نیمه پای لوبه کې کوربه هېواد د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۵ (لړم ۲۴) نیوزیلنډ ته د ۷۰ منډو پو توپیر ماتې ورکړه او د جام پایلوبې ته ورسید.

15.11.2023 امریکا غږ

پر افغان نجونو او میرمنو د محدودیتونو پر ليرې کولو د ملګرو ملتونو ټینګار - نن او وضعیت

د نن او وضعیت په دغه نیم ساعته خپرونه کې افغان ښځو ته د حقونو د منلو په صورت کې په نړیوال نظام کې د افغانستان په ورګډیدو خبرې شوي دي. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

15.11.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

15.11.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more