شاته

هند د کرکټ نړیوال جام پای لوبې ته ورسید

په هند کې د کرکټ ۵۰ اوریز نړیوال جام په لومړنۍ نیمه پای لوبه کې کوربه هېواد د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۵ (لړم ۲۴) نیوزیلنډ ته د ۷۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د جام پایلوبې ته ورسید.

هند په نننۍ لوبه کې د پچې له ګټلو وروسته لومړۍ توپ وهنه وکړه او مقابل لورې ته یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو د ۳۹۸ منډو هدف وټاکه.

په مقابل کې د نیوزیلنډ ټول لوبغاړي په ۴۹ اورونو کې د ۳۲۷ منډو کولو وروسته وسوځېدل او لوبه د هند په ګټه پای ته ورسېده.

د هند توپ اچوونکي محمد شامي د نیوزیلنډ اووه لوبغاړي وسوځول او ددې لوبې ترټولو غوره لوبغاړی شو.

د هند د توپ وهنې په برخه کې، ویرات کوهلي ۱۱۷ منډې او شرییاس ایر ۱۰۵ منډې وکړې.

د نیوزیلنډ دپاره ډاریل میچل ۱۳۴ منډې وکړې او کین ویلیمسن د ۶۹ منډو کولو وروسته وسوځېد.

د نړیوال جام دوهمه نیمه پای لوبه د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۱۶) د جنوبي افریقا او استرالیا تر منځ ده او پای لوبه د نومبر په ۱۹ ترسره کیږي.

فورم \ دبحث خونه