شاته

د سترې محکمې له مخالفت سره سره د بریتانیا حکومت پناه غوښتونکي روندا ته لیږي

د بريتانيا حکومت د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۵مه (لړم ۲۴) اعلان وکړ چې د دغه هېواد د سترې محکمې له مخالفت سره سره به روانډا ته د کډوالو د لېږلو جنجالي پلان پلی کړي.

د بريتانيا د سترې محکمې د قاضيانو پنځه کسيزې ډلې په اتفاق د دغه هېواد د استيناف محکمې هغه پرېکړه تائید کړه، چې له مخې يې روانډا ته د کډوالو د لیږلو تګلاره "غيرقانوني" او د برتانيا له نړيوالو قوانينو سرغړونه بللې وه.

د بریتانیا د سترې محکمې قاضیانو په یو ۵۶ مخیز حکم کې ویلي چې ښایي روانډا پناه غوښتونکي او کډوال هغو هېوادونو ته واستوي چې هلته له ځورونې سره مخ شي.

د دې حکم له صادرولو څو ساعته وروسته، د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک او د هغه د کابینې وزیرانو وویل چې د بریتانیا حکومت به د دې اندیښنو د حل کولو لپاره له روانډا سره د "نوي موافقې" په کولو اقدام وکړي.

د بریتانیا د کورنیو چارو نوي ټاکل شوي وزیر جیمز کلیورلي د بریتانیا قانون جوړونکو ته وویل: "موږ د دې [محکمې] د پریکړې تمه درلوده ... او له تیرو څو میاشتو راهیسې موږ په داسې پلان کار کاوه چې د [برتانوي] محکمو غوښتنو ته رسیدګي وشي."

کلیورلي وویل چې نوی تړون به د بریتانیا او اروپا محکمو ته دا "په بشپړ ډول روښانه" کړي چې د روانډا پالیسي به "د نړیوال قانون سره مطابقت ولري."

د بریتانیا د صدراعظم دفتر د سترې محکمې له حکم لږ وروسته اعلان وکړ چې رشي سوناک د روانډا له ولسمشر پاول کاګامي سره په ټیلیفوني خبرو کې "په خپلې ټینګې ژمنې ټینګار وکړ چې د کډوالو په برخه کې د دوی مشارکت" کار وکړي.

د بريتانيا حکومت دغه طرحه پدې خاطر غوره کړې چې تر څو د هغو پناه غوښتونکو د راتګ مخه ونیول شي چې په غير قانوني توګه په کښتيو کې دغه هېواد ته داخليږي. د روان کال په ١١ مياشتو کې له دې لارې ٢٧ زره کسان برتانيا ته داخل شوي دي. په ۲۰۲۲ کال کې د دغو کډوالو شمېر ۴۶ زرو تنو ته رسیده.

ټاکل شوې وه چې له بریتانیا څخه روانډا ته د کډوالو د لېږدولو لومړۍ الوتنه د ۲۰۲۲ کال په جون کې شوې وای، خو د اروپا د بشري حقونو محکمې په داسې حال کې چې دغه کډوال په الوتکه کې سپاره وو، د بریتانیا د حکومت د قانوني ننګونې سره مخ کړ او د دغه پلان د عملي کېدو مخه یې ونیوله.

منتقدین وايي له بریتانیا څخه روانډا ته د پناه غوښتونکو د ایستلو پلان خورا "ظالمانه او ګران" دی او پلي کول یې ستونزمن دي. داسې ګونګوسې شته چې د بریتانیا حکومت به له نورو هېوادونو سره هم ورته طرحې عملي کړي.

فورم \ دبحث خونه