شاته

ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر: له افغان کډوالو سره د پاکستان د نامناسب چلند په اړه راپورونو اندېښمن کړی یم

په بشري حقونو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر وايي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو په مهال له هغوی سره د نامناسب چلند، نیولو، ناقانونه بندي کولو، د ملکیتونو او شخصي توکو د تخریب او له هغوی څخه د پېسو اخیستلو په اړه راپورونو اندېښمن کړی دی.

ولکر ترک د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۵ (لړم ۲۴) وویل چې دا چارې د پاکستان له لوري «په څو لسیزو کې د لوی شمېر افغان کډوالو د دودیز او سخاوتمندانه کوربتوب سره په ټکر» کې دي.

پاکستان بې اسناده افغان کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې پوره وخت ورکړی و چې له هغه هېواد څخه ووځي. د سپتمبر له ۱۵ نېټې څخه نیولې د نومبر تر ۱۱ نېتې پورې ۳۲۷۰۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې ویلي دي چې اکثریت کډوال د نیول کېدو له ډاره پاکستان پرېښی. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشر وویل چې د یو کس فردي ازادي تضمین شوی اساسي حق دی چې له تبعیض پرته باید خوندي وي، په دې کې هر ډول کډوال راځي.

هغه وویل: «د مهاجرینو نیول باید اخري انتخاب وي او له هغه څخه باید د جبري ستنولو لپاره کار وانخیستل شي. کله چې د ماشومانو او نورو زیانمن کېدونکو ډلو خبره کېږي، باید په بشپړ ډول د (مهاجرینو) د بندي کولو څخه ډډه وشي.»

پاکستاني مقاماتو ویلي وو چې د کډوالۍ اسناد لرونکي افغانان په خپله خوښه له پاکستان څخه وتلای شي، خو د ملګرو ملتونو بشري حقونو اداره وایي چې په دې اړه یې هم راپورونه ترلاسه کړي چې پاکستاني مقاماتو ثبت شويو اسنادو ته هم پام نه دی کړی.

یو کډوال دغې ادارې ته ویلي دي: «پولیسو په شپه کې زموږ په کور چاپه ووهله. نقدې پېسې، ګاڼې، وزې، پسونه او نور توکي یې له ځان سره یوړل. موږ ته یې څو ساعته وخت راکړ چې خپل نور وسائيل ټول او سهار ووځو. موږ چې کله وتلو، بلدوزر زموږ د کورونو نړول پیل کړل. موږ خپل ځانونه ډېر بې وسه ولیدل او په اوښلنو سترګو مو کلی پرېښوده.»

ولکر ترک وویل اکثریت افغانان ډارېږي چې په زوره به له خپلو کورونو او دندو څخه وشړل شي او له همدې کبله د کمو مالي امکاناتو سره خپل هېواد ته ستنېږي. نوموړي وویل کډوال اړ دي چې مقاماتو ته رشوت ورکړی او که داسې ونکړي، شتمنۍ یې ضبط کېږي. هغه وايي د افغانستان وضعیت ته په کتو، دا به هلته بشري حالت نور هم خراب کړي.

په همدې حال کې د پاکستان ولسمشر عارف علوي امریکا غږ ته ویلي دي چې افغان کډوال د پاکستان په اوږو لوی بار دی. نوموړي وویل چې له تېرو ۴۰ کلونو راهېسې په پاکستان کې ۳.۵ میلیون کډوال ژوند کوي، چې د دغه هېواد په اقتصاد یې بد اغیز درلوده.

علوي وویل: «دا زموږ د اقتصاد لپاره ډېر ارزښت لري. کله چې د مهاجرت خبره کېږي، نړۍ وايي چې مرسته کوي، خو هېچا په هېڅ اندازې مرسته ونکړه.»

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو کمېشنر یو ځل بیا له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو ستنول بند کړي او د پاکستان د امنیتي ځواکونو په اړه شکایتونو په اړه تحقیق وکړي.

فورم \ دبحث خونه