شاته

د غزې په الشفا روغتون کې د اسرائیلي ځواکونو د عملیاتو په اړه اندیښنې

اسرائیلي پوځیانو د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۵ (لړم ۲۴) په غزه کې د الشفا روغتون ته ننوتل او په دغه روغتون یې عملیات پیل کړل چې په اړه یې ځینو اندیښنې څرګندې کړي دي.

اسرائیل او متحده ایالات وايي، د حماس افراطي ډله د دغه روغتون تر ودانۍ لاندې په جوړو شویو تونلونو کې د سوق او ادارې مرکزونه لري، خو د الشفا روغتون مسئولینو او د حماس ډلې دغه تورونه رد کړي دي.

د فرانس پرس خبري اژانس راپور ورکړی چې اسرائیلي پوځیانو، چې ځینو یې ماسکونه اغوستي وو، د الشفا روغتون په انګړ کې هوایي ډزې وکړې او هغه کسانو ته یې چې دننه وو امر وکړ چې "تسلیم شي."

هغو خبريالانو چې پیښه یې په خپلو سترګو لیدلې، د فرانس پرس اژانس ته ویلي چې شاوخوا یو زر فلسطينيان چې لاسونه یې پورته کړي وو، د روغتون انګړ ته راوړل شول او اسرائيلي پوځيانو هر يو د بل پسې د وسلو او چاودېدونکو توکو په خاطر تالاشي کړل.

د اسرائیل پوځ ویلي دي چې د الشفا په روغتون کې عملیات به په «دقیق او هدفي» ډول ترسره شي. امريکا، د سره صليب نړيوالې کمېټې او د روغتيا نړيوال سازمان له اسرائيل غوښتي چې د ملکي وګړو د ژوند د خونديتوب لپاره دې د عملياتو پر مهال له ډېر احتياط څخه کار واخلي.

د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې میشت فلسطیني ادارې په غزه کې د الشفا په روغتون کې د اسرائیلي پوځیانوعملیات د نړیوالو قوانینو څخه یوه "شرمونکې" سرغړونه بللې ده. د حماس ډلې د دغه عمل د غندلو په ترڅ کې ویلي دي چې د امریکا متحده ایالات هم د دغه عمل مسئول دي.

خو د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې امریکا د غزې په روغتون کې دننه پوځي عملیات نه دي منظور کړي او د ده په وینا دا ډول پرېکړې د اسرائیلي پوځ له خوا کېږي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په دغه روغتون کې د ناروغانو، طبي کارکوونکو او بې ځایه شویو ملکي وګړو په ګډون لږ تر لږه ۲۳۰۰ کسانو د جګړو له امله دغه روغتون ته پنا وړې ونشو کړای چې د روغتون له احاطې نه ووځي او هلته بند پاتې وو.

پر اسرائیل د حماس له برید وروسته چې د اسرائیلي چارواکو په وینا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ یې یرغمل کړل، د اسرائیل صدراعظم د حماس د له منځه وړلو ژمنه وکړه.

د حماس د بریدونو په ځواب کې اسرائیلي پوځ په تېرو شپږو اونیو کې پر غزې چې د حماس تر کنټرول لاندې ده، هوايي او ځمکني بریدونه کړي چې د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، له ۱۱۳۰۰ ډېر کسان یې وژلي دي چې زیاتره یې ماشومان او ښځې دي، خو تر اوسه کومې خپلواکې ادارې د غزې د چارواکو له خوا ورکړل شوي احصایې نه تائید کړي او نه هم رد کړي دي.

اندیښنې

د غزې په روغتون کې د بند پاتې کسانو د برخلیک په اړه نړیوالې اندیښنې مخ په زیاتیدو دي.

د بشردوستانه چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیتس پر ایکس شبکې په یو پیغام کې لیکلي: "د ماشومانو، ناروغانو، طبي کارکوونکو او ملکي وګړو ساتنه باید تر نورو ټولو اندیښنو لومړیتوب ولري. روغتونونه د جګړې ډګر نه دی."

عيني شاهدان د الشفا روغتون حالت ډېر دردناک بولي او وايي، چې د برېښنا، طبي اسانتياوو او مسايلو په ګډون د اسانتياوو د نشتوالي له امله په دغه روغتون کې د بې هوښۍ درملو له کارولو پرته جراحي عمليات ترسره کېږي.

يو شمېر عيني شاهدان وايي، چې په دغه روغتون کې بند پاتې کسانو اوبو او خوراکي توکو ته لاسرسى نه درلود او د مړو د بوى د روغتون فضا ډکه کړې ده.

د اسرائیل پوځ ویلي دي چې په الشفا روغتون کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې دغه روغتون ته د ماشومانو او تازه زیږیدلو لپاره د شیدو او خوړو په ګډون طبي اسانتیاوې راوړل شوې دي.

خو ددې سره سره د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو، د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا په غزه کې په پوځي عملیاتو باندې په ټینګار سره وویل: "په غزه کې به هیڅ داسې ځای پاته نشي چې مونږ ورته ونه رسیږو."

فورم \ دبحث خونه