ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د فېض اباد د تحریکِ لبیک د احتجاجي پرلت د پلټنو دپاره کمېشن جوړ کړل شوی

د پاکستان نګران حکومت د اسلام اباد او پېنډۍ ترمنځ د فېض اباد (کال 2017م د تحريک لبېک) دهرنې يا پرلت د پلټنو دپاره کمېشن جوړ کړی  او ويل شوي کمېشن به په دوو مياشتو کې عدالت ته رپوټ وړاندې کوي. د پاکستاني رسنیو ترمخه د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ د سپريم کورټ درې ججانو نن د ياد پرلت په حواله اورولې فېصلې په ضد خواستونو باندې اورېدنه هم کړې ده. ویل شوي حکومت د خېبرپښتونخوا پخواني پوليس مشر اختر علي شاه، د اسلام اباد پوليس پخواني مشر طاهر اسلم خان او کورنيو چارو اډيشنل سيکرټري خوشال خان ګډ کمېشن جوړ کړی دی. کمېشن به د فېض اباد پرلت زمه وار په ګوته کوي او د زمه وارو پرضد د قانوني کارروايۍ سپارښتنه به کوي. ویل شوي کمېشن به د تحریک لبېک پرلت او د هغې وروسته پېښو ته د غېر قانونه مالي او نورو مرستو پلټنې کوي. دوه اوونۍ وړاندې د فېض اباد پرلت په اړه فېصلې عملي کولو د قضيې اورېدنه کې سپريم کورټ د حکومت لخوا د رښتياو معلومولو دپاره جوړه کمېټي رد کړې وه. د رپوټونو ترمخه نن د عوامي مسلم ليګ مشر شېخ رشيد نن سپريم کورټ ته وړاندې شوی او سپريم کورټ د شېخ رشيد د نظرثانۍ خواست واپس کولو سره خارج کړی دی. ویل شوي چيف جسټس، شېخ رشيد ته ویلي چې د نظرثانۍ خواست دې ولې کړی وو؟، او زياته کړې یې ده دا ټوقې نه دي چې کله مو زړه غواړي خواست وکړئ او بيا يې بيرته واخلئ. له دې نه په وړاندينۍ اورېدنه کې چیف جسټس ویلي وو، په دې پوهېدل غواړو چې د فېض اباد پرلت جوړوونکی څوک وو. جسټس قاضي فايز عيسا او جسټس مشير عالم د تحریک لبېک د کال 2017م په پرلت د قضيې فېصله په نومبر 2018م کې محفوظ کړې او سپريم کورټ په دغه اړوند ازخود نوټس په 2019م کې ختم کړی وو. سپريم کورټ حکومت، قانون نافذوونکو او استخباراتي ادارو او پوځ ته لارښوونه کړې وه چې په خپل اختيار کې دې دنننه کار وکړي. تحریک لبېک د انتخابي امېدوارانو د حلف نامې په سر 22 ورځې پرلت کړی، او بيا د پوځ په مينځګړيتوب د يو تړون لاندې د هغه وخت د مسلم ليګ ن وزيراعظم شاهد خاقان  د قانون وزير زاهد حامد څخه استعفا اخستې وه. په یاد تړون د استخباراتي ادارې د هغه وخت مشر مېجر جنرل فېض حمید لاسليک هم وو، او د سپريم کورټ د هغې فېصلې پرضد مرکزي حکومت، الېکشن کمېشن، د ټيليويژن چېنلو د څار حکومتي ادارې پېمرا، تحریک انصاف ګوند، متحده قومي مومنټ او عوامي مسلم ليګ د نظرثانۍ يا فېصلې ته د بيا کتنې خواستونه کړي وو.

15.11.2023 ډیوه

هندي کشمیر کې یو بس کندې ته لوېدلی او لږترلږه ۳۰ کسان مړه شوي

د هند تر ولکې لاندې کشمیر په یوې غرنۍ سیمې کې یو مسافر وړونکی بس له سرک څخه یوې ژورې کندې ته غورځیدلی او لږ تر لږه ۳۰ کسان پکې مړه شوي دي.

15.11.2023 امریکا غږ

پاکستان، افغانستان او ازبکستان په درې اړخيزه تجارت خبرې کړي

د پاکستان، افغانستان او ازبکستان د تجارت وزيرانو په اسلام اباد کې په درې اړخيزه تجارت خبرې کړي او د درو سره هيوادونو ترمنځ یې تجارت ته د ودې ورکولو ویلي دي. د پاکستان د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ترمخه د پاکستان د تجارت نګران وزير ډاکټر ګوهر اعجاز، په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د تجارت سرپرست وزير نورالدين عزيزي او د ازبکستان مرستيال وزيراعظم او د تجارت وزير ډاکټر جمشېد پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ لومړۍ درې اړخيزه غونډه شوې ده. د غونډې په اړه جاري شوې خبر پاڼه کې ويل شوي، د غونډې هدف اقتصادي اړیکې، سيمه يیزه مرستې او رابطې پياوړې کول دي. ویل شوي، په غونډه کې د تجارت په لار کې د خنډانو لرې کولو، د کسټم يا ګمرکاتو طريقه کار اسانول او تجارت ته په وده ورکولو خبرې شوي او په بېلابيلو برخو کې د پانګونې جاج اخستل شوی دی. د پاکستان د تجارت وزير ګوهر اعجاز ویلي، که درې سره هېوادونه پاکستان، افغانستان او ازبکستان خپل توان او وسايل په کار راولي نوو منډیانو ته رسېدی شي او اقتصادونو ته یې وده ترلاسه کېدی شي. په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په اسلام اباد کې سفارتخانې هم د غونډې په اړه ویلي، په ناسته کې د سوداګرۍ او ټرانزټ په مسلو خبرې شوي دي. سفارتخانې په اېکس (پخواني ټویټر) ويلي، درې واړو ژمنه کړې چې اقتصادي اړيکې او سوداګري، ټرانزټ، شريکې پانګونې، خرڅونه کمول، او ټرانسپورټي اسانتياوې به برابرولی شي. د دې ترڅنګ ګمرګی نظام برقي کول، بېنکي نظام ښه کول، د ويزې  اسانول او درې اړخيزه ټرانزټ ته په وده ورکولو خبرې شوي دي. له دې وړاندې د طالبانو سفارتخانې ويلي وو، نور الدين عزيزي د پاکستان د بهرنيو چارو نګران وزیر جليل عباسي جېلاني سره په دوه اړخيزه اړيکو او افغان کډوالو په موضوع خبرې شوې وې. خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په ليدنه کې د کډوالو په موضوع څه نه وو ويلي.

15.11.2023 ډیوه

د غزې شفا روغتون کې عملیات، بایډن وایي روغتونونه باید و ژغورل شي، خو حماس امریکا د دې ذمه وار بللی

د امریکا د صدر جو بایډن له غوښتنې سره سره چې وایي‌ په غزه کې روغتونونه "باید و ژغورل شي"، خو اسرایل په الشفا روغتون کې نن له سهاره عملیات پیل کړي او حماس د روغتون د محاصره کېدو او عملیاتو ذمه واري پر امریکا ور اچولې ده. د امریکا صدر جو بایډن د سه شنبې- نهې په ورځ بیا ویلي چې په غزه کې روغتونونه "باید محفوظ وي"، تر دې یوه ورځ وړاندې یې هم اندېښنه ښکاره کړې وه او ویلي یې وو چې اسرایل باید په روغتونونو کې له نرمۍ کار واخلي. د الشفا روغتون مشر محمد ابو سلمیه وایي، د محاصرې له کبله بهر لاره نه وه چې په هسپتال کې پراته په لسګونو مړي هدیرې ته یوسي،‌ وایي ځکه یې د هسپتال په غولي کې په یوه اجتماعي قبر کې ښخ کړي دي. ابو سلمیه اې ایف پي ته ویلي چې د نهې- سه شنبې په ورځ یې په دې اجتماعي قبر کې لږ تر لږه 179 مړي ښخ کړي دي، وایي په دوی کې اووه ماشومان هم شامل دي چې د بجلۍ د تلو له کبله مړه شول. د اسرایل د دفاعي ځواکونو ویاند ډېنیل هګاري د شورو- چارشنبې په ورځ په یوه تازه ویډیو کې ویلي، دوی په الشفا روغتون کې یواځې د حماس د وسلوالو خلاف هدفي عملیات کوي، وایي د دې لپاره یې خپلو پوځیانو ته داسې روزنه ورکړې چې عام خلک به نه زیانمن کېږي: "د ای ډي ایف په ځواکونو کې طبي ډلې او عربي ویونکي شامل دي او هغوی ته روزنه ورکړل شوې ده چې دغسې پېچلیو او حساسو حالاتو ته تیار اوسي او د دې مقصد دا دی چې حماس له کومو خلکو د ډال په توګه کار اخلي هغوی ته هیڅ زیان ونه رسېږي". حماس ډلې د الشفا روغتون د محاصره کېدلو او د عملیاتو ذمه واري د امریکا پر صدر جو بایډن ور اچولې ده. د رویټرز د خبر له مخې حماس ویلي وایټ هاوس د اسرایل دې دعوې ته تقویت ورکړی چې ګواکې حماس الشفا روغتون د خپلو بریدونو لپاره استعمالوي، وایي د امریکې په اجازه اسرایل دا عملیات پیل کړي. حماس ډله وایي په الشفا روغتون کې 650 ناروغان او له پینځو تر اوو زرو پورې عام خلک بند پاته دي او بهر د اسرایلي ځواکونو له خوا ورباندې پرله پسې هوایي بمبارۍ کېږي. د روغتیا د نړیوالې ادارې مشر ټیډروس اډانوم ګیبریوس هم پر الشفا روغتون د اسرایلي ځواکونو د بریدونو په اړه ژوره اندېښنه ښکاره کړې او شورو- چارشنبې په ورځ یې پر ایکس لیکلي:   "موږ بیا په روغتون کې له خپلو روغتیایي کارکوونکو سره رابطه نه لرو، موږ د دوی او د ناروغانو د خوندیتوب لپاره زښته زیات اندېښمن یو". د اسرایل دفاعي ځواکونو د شورو- چارشنبې په ورځ ویلي، "موږ تاییدولای شو چې د ای ډي ایف ټېنکونو له خوا له اسرایلو راوړل شوي انکیوبېټرونه، د ماشومانو خواړه او طبي مواد په کامیابۍ شفا روغتون ته رسېدلي دي". د ملګرو ملتونو عمومي‌ مشر انتونیو ګوتېریش لا الشفا روغتون ته د اسرایلي ځواکونو د ننوتو په اړه څه غبرګون نه دی ښکاره کړی، خو د نهې- سه شنبې په ورځ یې پر ایکس (مخکیني ټویټر) د غزې د روغتونو په اړه اندېښنه ښکاره کړې وه: "زه سخت پرېشانه یم چې د غزې په څو روغتونونو کې حالت ډېر وحشتناک دی او خلک په ډرامایي توګه خپل ژوند بایلي، زه د انسانیت په نوم د سمدستي بشردوستانه ډزبندۍ غوښتنه کوم". د برازیل صدر لویز ایناسیو لولا دي سلوا د نهې- سه شنبې په ورځ وویل، اسرايل چې په غزې کې له حماس سره په جګړې کې ښځې او ماشومان وژني وایي دا "د ترهګرۍ برابر" عمل دی. صدر لولا دي سلوا په حماس باندې د اسريل برید هم غندلی او هغه یې "د ترهګرۍ عمل" بللی چې پکې 1,200 اسرایلیان وژل شوي، خو وایي د حماس برید دا جواز نه شي لرلای چې اسرایل په غزه کې عام خلک وژني. د فلسطین د روغتیا چارواکي وایي د اسرایل په هوایي بمبارۍ کې د وژل شویو کسانو شمېر 11,200 ته رسېدلی چې وایي تر اته زره زیات پکې ښځې او ماشومان دي او تر 28,000 زیات ټپیان شوي‌ دي.

15.11.2023 ډیوه

فرانسې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د نیولو حکم وکړ

فرانسې په کیمیاوي بریدونو او بشریت ضد جرمونو کې د لاس لرلو په تور د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د نیولو نړیوال حکم صادر کړی دی.

15.11.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه:له پاکستان څخه تراوسه له ۳۲۷ زرو څخه زیات افغان کډوال وطن ته ستانه شوي

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" ویلي چې له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو د ستنیدلو د روان بهیر په ترڅ کې په تیرو نږدې دوو میاشتو کې له دغه هیواد څخه ۳۲۷ زره او ۴۰۰ افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي دي.

15.11.2023 امریکا غږ

د ویټامین سي ګټې؛ ولې دا ویټامین باید په ورځنیو خواړو کې شامل وي؟

ویټامین سي د بدن لپاره یو ضروري ویټامین بلل کېږي او ګټې یې هم زیاتې دي، چې د بدن د داخلي ایمني سیستم د تقویې څخه نیولې د وینې دفشار تر کنترول پورې برخو کې مرسته کوي.

15.11.2023 امریکا غږ

ایران کې د ۲۰۱۹ کال د بمي بریدونو په تور درې کسان تېزندي کړل شوي دي

ایران د دوشنبې په ورځ هغه درې کسان تېزندي کړي دي چې د سیستان-بلوچستان په ناکراره صوبه کې د ۲۰۱۹ کال د بمي بریدونو په جرم کې ورته د تېزندۍ سزا اورول شوې وه.   دغه درې کسان وروسته له هغې تېزندي کړی شوي دي چې په ۲۰۱۹م کال کې د سیستان-بلوچستان صوبې په مرکز زاهدان کې د پولیسو پر یوه مرکز او د ګزمې پر موټر د بمي بریدونو په تور کې پرې جرم ثابت شو.   د عدلیې وزارت میزان انلاین ویبپاڼې د دغه صوبې د مشر قاضي علي مصطفوینیا له قوله ویلي، "په زاهدان کې د چاودنو د مسولینو پر ضد سزا نن صادره شوه"   مصطفوینیا ویلي، تورن کسان د "پوځي روزنې ترلاسه کولو، د بمونو جوړولو دموادو په لیږدولو او پټولو" په تور هم محکوم شوي دي.   د میزان په وینا، دوی د سني جهادي جیش العدل ډلې برخه وه، چې په 2012 کې جوړه شوې او د ایران لخوا د "ترهګر" سازمان په توګه په تور لیست کې شامله ده.   د بخښنې دنړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو د نورو سازمانونو په وینا، ایران هر کال له چین نه علاوه د بل هر هېواد په پرتله ډیر خلک تېزندي کوي.   په ناروې کې میشته د ایران د بشري حقونو (IHR) سازمان د نومبر دمیاشتې په یوه راپور کې ویلي، سږ کال تر اوسه د ایران له خوا تر ۶۰۰ ډېر کسان تیزندي کړی شوي، چې دا په تېرو اتوؤ کلونو کې د تېزندۍ تر ټولو لوړه شمېره ده.

15.11.2023 ډیوه

ملګرو ملتونو د طالبانو د حکومت مشروعیت د ښځو ازادۍ پسې مشروط کړی

د ملګرو ملتونو لخوا د ارزونې خپلواک کمیسون په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندل د افغانستان د نړیوالو تړونونو او ژمنو سره تړلی دی، او غوښتنه یې کړې ده چې طالبان باید سمدلاسه د تعلیم او کارموندنې په برخو کې په ښځو لګول شوي بندیزونه پورته کړي.   د ملګرو ملتونو لخوا د ارزونې د خپلواک کمیسون د رپورټ یوه کاپي چې وي او ای ترلاسه کړې ده، پکې ویل شوي چې په نړیوالو ادارو اؤ نظامونو کې به دافغانستان بېرته ورګډیدل د ښځو ګډون اؤ مشرتابه ته اړتیا ولري.   د مارچ په میاشت کې، د امنیت شورا یو پریکړه لیک د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتیریس څخه وغوښتل چې د نومبر تر 17مې پورې د طالبانو واکمنۍ ځپلي هیواد ته د "مربوط او جامع" نړیوال اپروچ یا رسایۍ په موخه د "راتلونکي لپاره دمنصوبه بندۍ د وړاندیزونو " ارزونه باید ترسره کړي.   دملګرو ملتونو سرمنشي د ترکیې د حکومت یو پخوانی چارواکی فریدون سینیرلیوګلو د دې ماموریت د مشري لپاره د ځانګړي رابطه کار په توګه ټاکلی ؤ.   سینیرلیوګلو افغانستان ته سفر وکړ او د ملګرو ملتونو سرمنشي ته یې د خپل راپور وړاندې کولو دمخه د وضعیت ارزولو لپاره د طالبانو له مشرانو، له هیواده بهر میشتو افغان مشرانو اؤ فریقینو او د سیمه ییزو او نړیوالو مهمو خواؤ سره خبرې وکړې. په یاد دستاویز کې یادونه شوې ده چې د ښځو او نجونو وضعیت - په ځانګړې توګه د نجونو په زده کړې بندیزونه "یوازینۍ ترټولو عامه" ستونزه وه چې په مشورو کې راپورته شوې ده. دستاویز ښایي چې دا ستونزه د افغان ښځو، نجونو، سوداګرو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدني ټولنې، د روغتیا او پوهنې متخصصینو او د طالبانو د مسلکي چارواکو د زیاتو استازو لخوا په ګوته شوي ده.   طالبانو ښځې له ښوونځي او کار منعې کړي دي: طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د امریکا ملاتړ لرونکي حکومت څخه واک ترلاسه کړو اؤ هغوی د اسلامي شریعت سخته تشریح عملي کړې ده .   پخپل حکومت کې سخت دریځه طالبانو په نجونو بندیز لګولی چې له شپږم ټولګي څخه پورته به ښوونځیو ته نه ځي او ښځې یې د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه سازمانو په ګډون په عامو دفترونو کې له کارونو کولو اؤ پارکونو اؤ نورو ولسي ځایونو ته له تګ منعې کړې دي.   طالبان دې بندیزونو ته د اسلامي شریعت د اوامرو اؤ د افغاني عنعناناتو یا روایاتو نوم ورکوي خو د اسلامي همکاریو د سازمان په کوم بل غړي هیواد کې په ښځو یا نجونو دغسې بندیزونه وجود نه لري.   خو د ملګرو ملتونو دغه رپورټ وایي چې زیاتره افغانان د افغاني ټولنې د روایاتو په دغسې ډول معرفي کول ردوي .   رپورټ کې یادونه شوې ده چې دغه بنديزونه د ملګرو ملتونو په منشور او نړيوال قانون کې له راغلو ارزښتونو سره سمون نه لري او نه هم د افغانستان د سياسي او اقتصادي ثبات لپاره ګټور دي.   ټي ټي پي له پولې پورې غاړې ته بریدونه سیوا کړي: راپور د ښکېلو اړخونو د سلا مشورو په حواله سپارښتنه کړې، چې له ۴۵ کلنې وسله والې جګړې وروسته په هېواد کې د تلپاتې سولې او اقتصادي پرمختګ د تضمین لپاره د ټول شموله حکومتوالۍ د رامنځته کولو لپاره د افغانستان ملي ډیالوګ یا خبرو اترو ته اړتیا ده. دا به دې خبرې ته لاره هواره کړي چې افغانستان یو ځل بیا په نړیوال نظام کې ځای پیدا کړي.   راپور زیاتوي، نړیواله ټولنه باید زر تر زره د افغانستان د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د کنګل شویو شتمنیو راخلاصولو لپاره یوه حل لاره پیدا کړي اؤ که طالبان وښایي چې دوی نړۍ سره خپلې ژمنې پوره کوي،ټول شموله حکومت ته غاړه ږدي نو بیا باید دهغوي پرضد لګیدلو بندیزونه ته بیا کتنه وشي.   په دې دستاویز کې د طالبانو لخوا د مخدره موادو دمخنیوي اؤ په ګرد هیواد کې د امنیت د تامین هسې ستایل شوې دي خو په رپورټ کې بیا د طالبانو له لوري دترهګرۍ ضد عزم اؤ سیمه ییزې امنیتي اندېښنې دپوښتنې لاندې راوستل شوي دي.   ارزونه کې پرته له دې چې د کوم هیواد نوم یاد شوی وي ، ویل شوي چې یو شمېر غړي هیوادونه "په افغانستان کې د القاعدې د غړو په ګډون د ترهګرو ډلو او اشخاصو دوامداره شتون تاییدوي."   په خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو په حوالې ورکولو سره ویل شوي، چې له دې ډلې ځینې یې د طالبانو له عناصرو سره اړیکې لري.   "د دې راپورونو له مخې، داسې ښکاري چې د تحریک طالبان پاکستان یو شمېر وسله وال په افغانستان کې ازادانه تګ راتګ او پناه ځایونه لري او په پاکستان کې دننه د تاوتریخوالي پراخه کمپاین پرمخ وړي"   پاکستاني چارواکي وايي، ټي پي پي، چې په نړیواله کچه یوه ترهګره ډله بلل شوې ده، دوه کاله وړاندې د طالبانو واکمنۍ ته له بیا راګرځېدو راهیسې د افغانستان له پولو پورې غاړې بریدونو ته زور ورکړی، چې د امنیتي ځواکونو په ګډون یې شاوخوا ۲۳۰۰ پاکستانیان وژلي دي.   طالبانو د ملګرو ملتونو د راپور په اړه سمدستي تبصره نه ده کړې خو له دې وړاندې هغوي پخپلو تګلارو د ترهګرۍ ضد هڅو نیوکې رد کړې دي.

15.11.2023 ډیوه

ملګرو ملتونو د طالبانو مشروعیت د میرمنو آزادۍ سره وتاړه

یوه تازه ارزیابي چې د ملګرو ملتونو په غوښتنې شوې د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلو موضوع یې د نړیوال تړون له مخې د افغانستان په مسؤلیتونو او ژمنو عمل کولو پورې تړلی دی چې له مخې یې طالبان باید په سمدستي توګه د میرمنو د تعلیم او کار کولو په حقونو لګیدلي بندیزونه او محدودیتونه لیرې کړي. د دې راپور یوه مسوده چې امریکا غږ ترلاسه کړې پکې ویل شوي، " په هرو نړیوالو نظامونو او ادارو کې په رسمي توګه د افغانستان بیا ورګډیدل، د افغان میرمنو برخې اخیسنې او رهبریت ته اړتیا لري". د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یو پریکړه لیک کې د مارچ په میاشت کې د  عمومي منشي انتونیو ګوتریش څخه د دې ارزیابۍ غوښتنه کړې وه. په پریکړه لیک کې غوښتل شوي و چې د طالبانو تر کنټرول لاندې بحران ځپلي افغانستان سره د "متحد او ښکاره نړیوال دریځ" لپاره د روانې نومبر میاشتې تر ۱۷ مې نیټې پورې د مخکې تګ لپاره وړاندیزونه برابر کړي. ښاغلي ګوتریش د دې ارزیابۍ لپاره د ترکیې د حکومت پخوانی چارواکی فریدون  سينيرلي اوغلو وټاکه چې د دې ماموریت د چارو مشري وکړي. سينيرلي اوغلو ددې ارزیابۍ چمتو کولو لپاره په افغانستان کې د طالب چارواکو، په بهر کې میشتو افغانانو، سیمه ایزو او نړیوالو هیوادونو او ادارو د استازو سره وکتل چې د افغانسان سره سر او کار لري. ښاغلي سينيرلي اوغلو غوښتل چې د ملګرو ملتونو مشر ته د راپور وړاندې کولو څخه وړاندې د افغانستان وضعیت وګوري. په راپور کې یادونه شوې چې د افغان میرمنو او نجونو وضعیت – په ځانګړې توګه د نجونو په تعلیم بندیزونه یوزاینۍ داسې ستونزه وه چې پدې سلا مشورو کې ډیرو کسانو یاده کړې وه. د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې افغان میرمنو، د سوداګرو ټولنو، د روغتیا او تعلیمي چارو مسلکي کسانو،مذهبي او قومي مشرانو، مدنې ټولنې او آن د طالبانو د حکومت ډیرو استازو د دې ستونزې یادونه کړې وه. په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو اوسنیو چارواکو کوښښ کاوه توجیه کړي چې د میرمنو او نجونو په کار او تعلیم دا بندیزونه او محدودیتونه د شریعت او  افغان کلتور برخه ده خو د راپور له مخې دا ډول بندیزونه د اسلامۍ همکارۍ سازمان په هیڅ غړي هیواد کې نشته. ملګرو ملتونو همدرانګه ویلي چې ډیر شمیر افغان وګړي هم د طالب چارواکو دا خبر نه مني چې ګواکې دا بندیزونه د افغان دود او دستور سره برابر دي.   په راپور کې دا هم ویل شوي چې دا بندیزونه او محدودیتونه د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي او د افغانستان د سیاسي او اقتصادي ثبات لپاره هم غیر ګټور دي. په راپور کې د سلا مشورو پر اساس، وړاندیز شوی چې په افغانستان کې د ټولشمول حکومت او تر ۴۵ کالونو وسله والې شخړې وروسته پدې هیواد کې د سولې او اقتصادي پرمختګ لپاره دې د افغانان ملي خبري اترې پیل شي. ملګرو ملتونو همدارنګه پدې راپور کې ویلي چې همدا کړنه به افغانستان ته شرایط برابر کړي چې په نړیوال نظام کې په بشپړه توګه ورګډ شي. په راپور کې د نړیوالې ټولنې څخه هم غوښتل شوي چې په سمدستي توګه د افغانسان ملیاردو ډالره کنګل شویو شتمنیو خلاصولو لپاره د حل یو لار پیدا کړي او که چیرته طالبان پخپلو ژمنو وعمل وکړي او ټولو ته په حکومت کې برخه ورکړي، د دې ډلې په غړیو لیګدلو بندیزونو لیرې کولو دې هم غور وکړي. سره لدې چې طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو پدې راپور تبصره نده کړې خو تر دې وړاندې یې پخپلو پالیسیو دا ډول انتقادونه رد کړیدي او دا یې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بللې. که څه هم چې د طالبانو د حکومت په کابینې کې هیڅ میرمن نشته خو هغوي ټینګار کوي چې په حکومت کې یې د افغانستان ټولو قومونو او توکمنو ته برخه ورکړې. طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د دویم ځل لپاره واک ته رسیدلي خو د هغوي سرپرست حکومت تر اوسه هیڅ کوم حکومت یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.

15.11.2023 امریکا غږ

ازادي راډیويي مجله؛ هندیان د دیوالي کلتوري جشن څرنګه نمانځي

هندیان د دیوالي کلتوري جشن څرنګه نمانځي. په دې خپرونه کې د کیسو نقد درته وړاندې کېږي او شعر هم اورېدلی شئ. د یوه انځور په اړه به واورئ چې په لسګونو میلیونه ډالر پلورل شوی او د نه تسلمېږم په نوم پښتو ناول بولۍ ته وړاندې شوی، ولې؟ دغه خپرونه چې احمد شیبر چمتو کړې، د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

15.11.2023 ازادي راډیو

اسرایلي ځواکونه : د غزه د ټولو لوی هسپتال ته ننوتلي دي

د ایسوسي ایټیډ پریس د خبر ترمخه د اسرایل پوځ د شورو/ چهارشنبې په سهار د غزې تر ټولو لوی روغتون ته ورننوتلی اؤ هلته یې دهغوي په وینا د حماس د تاسیساتو په ساحه کې دقیق هدفي عملیات ترسره کړي دي. اسرایلي چارواکي دعوه کوي چې وسله وال په شفا روغتون کې نظامي یا پوځي تاسیسات لري خو وایي اسرایلي پوځیانو د سلګونو ناروغانو او طبي مامورینو منځ ته له ننوتلو ډډه کړې ده. په وروستیو اوونیو کې، د اسرایل دفاعي ځواکونو په عامه توګه خبرداری ورکړی ؤ چې د روغتون دا ډول کارول "د نړیوال قانون له مخې د دې خوندي حیثیت له خطر سره مخ کوي" د سه شنبې په ورځ، پوځي چارواکو بیا د غزې چارواکو ته خبرداری ورکړ چې په روغتون کې ټول پوځي فعالیتونه باید په 12 ساعتونو کې ودروي. خو اسرایلي پوځ ویلي "له بده مرغه داسې ونه شول." حماس د اسرایلو دا تورونه رد کړي چې ګنې له روغتون څخه د عسکري فعالیتونو لپاره کار اخلي. د اسرایل پوځي چارواکو په دې اړه نور تفصیلات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې ملکي وګړو ته د زیان رسولو د مخنیوي لپاره اقدامات کوي. دا عملیات وروسته له هغې پیل شول چې پوځ د سه شنبې په ورځ د غزې په شمال کې پراخه کنټرول ترلاسه کړو اؤ دغلته یې دحماس د واک لاندې دپارلیمان د ودانۍ او د پولیسو دمرکزي دفتر د نیولو دعوې کړې دي. په همدې حال کې د اسرایل دفاعي چارواکو ویلي چې دوی موافقه کړې چې غزې تړانګې ته د بشري مرستو په غرض د تېلو د لېږد اجازه ورکړي. دا د اکتوبر په اوومه د حماس له خوا د پولې په اوږدو کې د خونړي برید وروسته لومړی ځل دی چې اسرایل محاصره شوې سیمې ته د تیلو دلېږد اجازه ورکوي. د ځینو نیول شویو ودانیو دننه، پوځیانو د خپل بري لمانځنې لپاره د اسرایل بیرغ او پوځي بیرغونه پورته کړي دي. په یوه تلویزیوني خبري کنفرانس کې، د اسرایل دفاع وزیر یوف ګالانت وویل، حماس د غزې په شمال کې "کنټرول له لاسه ورکړی" او دا چې اسرایل د غزې په ښار کې د پام وړ لاسته راوړنې لري" خو کله چې دهغه نه د جګړې لپاره د وخت دچوکاټ په اړه پوښتنه وشوه نو ، ګالنټ وویل: "موږ د اوږدو میاشتو په اړه خبرې کوو ، نه یوه یا دوه ورځې". په غزه کې یو اسرایلي پوځي مشر یوازې د کرنل ګیلاد په نوم پیژندل شوی، په یوه ویډیو کې ویلي چې د شفا روغتون ته نزدې د دوی ځواکونو دولتي ودانۍ، ښوونځي او د استوګنې ودانۍ نیولې، وسلې یې ترلاسه کړي او وسله وال یې له منځه وړي دي. د اسرایل ځواکونه د شورو/ چهارشنبې په سهار د غزې ترټولو لوی هسپتال یا روغتون ته ننوتلي دي.  د اسرایل پوځ ویلی: "په ټاکلې سیمه کې د حماس پرضد دقیق او هدفي عملیات" ترسره کوي. اسرایل پوځ د حماس پر ضد د ځمکنیو عملیاتو د یوې برخې په توګه دغه مرکز محاصره کړی دی.   د اسرایل پوځ په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې په پارلمان او نورو حکومتي ادارو د د قبضې کولو دعوه هم کړې ده. اسرایلي ځواکونو د کډوالو په دریم لوی کمپ الشطي د قبضې دعوه هم کړې خو حماس د اسرایلي پوځ دا ادعاوې ردوي. حماس ویلي دي چې د اسرایلو لخوا د خالي او مخکې ویجاړو شوو ودانیو د خیالي قبضې دعوې د بریا د ښودلو یوه ناکامه هڅه ده. د نړیوالو ادارو مطبوعاتي ربورټونه وایي د اسرایل د بمباریو له امله د الشفا روغتون په ساحه کې د وژل شوؤ څه د باندې ۱۲۰ فلسطینیانو جسدونه ددغه روغتون په ساحه کې په یوه ډله ییز قبر کې ښخ کړل شوي دي. په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش یو ځل بیا د انسانیت په نوم د سمدستي اوربند غوښتنه کړې. حماس هم تېره ورځ د پنځه ورځني اوربند په بدل کې د ۷۰ اسراییلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو وړاندیز کړی کړی ؤ. روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او مشر ټیډروس اډانوم ګیبریوس وایي، د غزې الشفا روغتون "نور د روغتون په توګه فعاله نه دی" او خبرداری یې ورکړی چې د غزې د تر ټولو لوی هسپتال حالت "خراب او بوږنوونکی" دی. ښاغلی ګیبریوس وایي د دې روغتون شاوخوا "پرله پسې ډزو او بمبارۍ مخکې له مخکې بحراني حالت لا پسې خراب کړی دی". د امریکې صدر جو بایډن تېره ورځ ویلي وؤ چې د غزې په تړانګه کې روغتونونه باید خوندي شي او هغه هیله ښکاره کړې وه چې اسرایل به "د کمې مداخلې" کارروایي وکړي. د اکتوبر په اوومه د اسرایل په سویل کې د اسلامي فلسطیني ډلې حماس له برید وروسته اسرایل د حماس پر ضد خپله جګړه پیل کړې ده، د اسرایل د شمېرو له مخې په دغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شوي او ۲۴۰ نور یرعمل شوي اؤ غزې ته تښتول شوي دي. په غزې کې د حماس د واک لاندې روغتیایي چارواکي وایي، په دغه جګړه کې خوا وشا۱۲۰۰۰ کسان وژل شوي، چې شاوخوا ۴۰ سلنه یې ماشومان دي. یادونه: ددې رپورټ ځېنې معلومات د اې پي او رویټرز خبري شبکې نه اخستل شوي دي

15.11.2023 ډیوه

واشنګټن کې د اسرائیل په پلوۍ د لسګونو زرو کسانو لاریون

لسګونو زرو کسانو سه شنبه نومبر ۱۴ (لړم۲۳) د متحده ایالاتو په پایتخت واشنګټن ډي سي کې د اسرائیل سره ملاتړ څرګندولو په خاطر لاریون وکړ.

15.11.2023 امریکا غږ

د امریکا ایوان نمایندګان د حکومت د جزوي بندیدو د مخنیوي پلان منظوري ورکړه

د امریکا ایوان نمایندګان د حکومت د جزوي بندیدو د مخنیوي دپاره د سپیکر مایک جانسن د حکومتي لګښتونو د قانوني مسودې منظوري ورکړه. اوس به دغه قانوني مسوده د امریکا سېنېټ ته منظوري لپاره لېږل کیږي چې د راتلونکي جمعې نه يې وړاندې منظوري ورکړي، چې د امریکا حکومت جزوي بندیدو مخه ونیول شي. د ټولو حکومتی ادارو لپاره اوسنۍ منظور شوې پیسې د جمعې په نیمه شپه ختمېږي ، کانګرس او سپینې ماڼۍ ته به حکومت د بندیدو نه بچ کېدو لپاره لنډ مهاله جوړ جاړي ته رسېدل وي. ایوان نمایندګان د نوي سپیکر مایک جانسن چې په دغه ایوان کې د ورکوټي ریپبلېکن اکثریت مشر دی د وړاندیز منظوري ورکړه ، چې د راتلونکي کال د جنورۍ تر نیمایي او د ځینو حکومتي ادارو لپاره منظور شوي فنډونه د فبرورۍ تر پیل پورې غځوي. د دغه قانوني مسودې په حق کې د ایوان نمایندګان 336 غړو خپلې رایي وکارولې او 95 غړو یې مخالفت وکړو. د ډیموکریټک ګوند 209 غړو د قانوني مسودې ملاتړ او دوو یې مخالفت وکړو .  ریپبلېکن ګوند چې په ایوان نمایندګان کې اکثریت لري او د ایوان سپیکر مایک جانسن هم له همدې ګوند سره تعلق لري، 127 غړو یې د قانونی مسودې په حق کې او 93 غړو یې پرضد رایې ورکړې. تمه ده چې سېنېټ به هم دا قانوني مسوده منظوره کړي او صدر جو بایډن ته به یې د لاسلیک لپاره واستوي. جانسن د خپلو ریپبلېکن ګوند غړو د ښي اړخې ډلې غوسه راپارولې ځکه چې د هغه د بجټ پلان کې د لګښتونو د کمولو یا د پالیسۍ بدلونونه شامل ندي چې دوی یې غواړي. د ریپبلېکن ګوند سره تعلق لرونکو محافظه کارو یا قدامت پسندو غړو د وړاندې نه ویلی وو چې دوی به د مایک جانسن د پلان ضد رایه ورکوي، چې هغه یې په دې مجبور کړو چې د مخالفه ډیموکریټک ګوند رایې ترلاسه کړي چې دغه د لګښتونو مسوده منظوره شي.  د سپټمبر په وروستیو کې هم دغه رنګ منظر وو چې د هغه وخت سپیکر کېون مکارتي د ډیموکریټک رایو په ګټلو سره د خپل ګوند ښي اړخه بلاک په غوسه کړو ترڅو د اوو اونیو لګښتونو پلان منظور کړي چې د جمعې په نیمه شپه پای ته رسیږي. خو څو ورځې وروسته بیا د امریکا په تاریخ کې اول ځل د ريپبلېکن ګوند اته غړو د ډیموکریټک ګوند په ملاتړ کېون مکارتي د سپیکر د څوکۍ نه لېرې کړو. داسې هیڅ نښې نشته چې جانسن به له ورته برخلیک سره مخ شي ، ځکه چې هغه پخپله یو قوي محافظه کاره دی ، او د هغه په شان نظر لرونکي غړي د اوس لپاره داسې ښکاري چې هغه ته د حکومت خلاص ساتلو لپاره یوې معاملې ته د رسېدو لار ورکوي.

15.11.2023 ډیوه

سیګار: افغانستان سره د امریکا شوې مرستې طالبانو ته په لاس ورځي

متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې راهیسې چې طالبان واک ته رسیدلي، د افغانستان سره یې نږدې ۲ ملیارده ډالر مرسته کړې.

15.11.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more