شاته

د امریکا ایوان نمایندګان د حکومت د جزوي بندیدو د مخنیوي پلان منظوري ورکړه

د امریکا ایوان نمایندګان د حکومت د جزوي بندیدو د مخنیوي دپاره د سپیکر مایک جانسن د حکومتي لګښتونو د قانوني مسودې منظوري ورکړه. اوس به دغه قانوني مسوده د امریکا سېنېټ ته منظوري لپاره لېږل کیږي چې د راتلونکي جمعې نه يې وړاندې منظوري ورکړي، چې د امریکا حکومت جزوي بندیدو مخه ونیول شي.

د ټولو حکومتی ادارو لپاره اوسنۍ منظور شوې پیسې د جمعې په نیمه شپه ختمېږي ، کانګرس او سپینې ماڼۍ ته به حکومت د بندیدو نه بچ کېدو لپاره لنډ مهاله جوړ جاړي ته رسېدل وي.

ایوان نمایندګان د نوي سپیکر مایک جانسن چې په دغه ایوان کې د ورکوټي ریپبلېکن اکثریت مشر دی د وړاندیز منظوري ورکړه ، چې د راتلونکي کال د جنورۍ تر نیمایي او د ځینو حکومتي ادارو لپاره منظور شوي فنډونه د فبرورۍ تر پیل پورې غځوي.

د دغه قانوني مسودې په حق کې د ایوان نمایندګان 336 غړو خپلې رایي وکارولې او 95 غړو یې مخالفت وکړو. د ډیموکریټک ګوند 209 غړو د قانوني مسودې ملاتړ او دوو یې مخالفت وکړو .

ریپبلېکن ګوند چې په ایوان نمایندګان کې اکثریت لري او د ایوان سپیکر مایک جانسن هم له همدې ګوند سره تعلق لري، 127 غړو یې د قانونی مسودې په حق کې او 93 غړو یې پرضد رایې ورکړې.

تمه ده چې سېنېټ به هم دا قانوني مسوده منظوره کړي او صدر جو بایډن ته به یې د لاسلیک لپاره واستوي.

جانسن د خپلو ریپبلېکن ګوند غړو د ښي اړخې ډلې غوسه راپارولې ځکه چې د هغه د بجټ پلان کې د لګښتونو د کمولو یا د پالیسۍ بدلونونه شامل ندي چې دوی یې غواړي. د ریپبلېکن ګوند سره تعلق لرونکو محافظه کارو یا قدامت پسندو غړو د وړاندې نه ویلی وو چې دوی به د مایک جانسن د پلان ضد رایه ورکوي، چې هغه یې په دې مجبور کړو چې د مخالفه ډیموکریټک ګوند رایې ترلاسه کړي چې دغه د لګښتونو مسوده منظوره شي.

د سپټمبر په وروستیو کې هم دغه رنګ منظر وو چې د هغه وخت سپیکر کېون مکارتي د ډیموکریټک رایو په ګټلو سره د خپل ګوند ښي اړخه بلاک په غوسه کړو ترڅو د اوو اونیو لګښتونو پلان منظور کړي چې د جمعې په نیمه شپه پای ته رسیږي. خو څو ورځې وروسته بیا د امریکا په تاریخ کې اول ځل د ريپبلېکن ګوند اته غړو د ډیموکریټک ګوند په ملاتړ کېون مکارتي د سپیکر د څوکۍ نه لېرې کړو.

داسې هیڅ نښې نشته چې جانسن به له ورته برخلیک سره مخ شي ، ځکه چې هغه پخپله یو قوي محافظه کاره دی ، او د هغه په شان نظر لرونکي غړي د اوس لپاره داسې ښکاري چې هغه ته د حکومت خلاص ساتلو لپاره یوې معاملې ته د رسېدو لار ورکوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00