ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د سولې پېژندلې فعاله کاناډايي اسرایلي ویوین سېلور د حماس په برید کې وژل شوې

اسوسيېټېډ پریس خبر ورکړی، چې د وېوین سېلور په نامه په کاناډا کې زېږېدلی فعاله چې ټول ژوند یې له فلسطینیانو سره سولې ته وقف کړی و، د اسرایلو په جنوبي برخه باندې د حماس د اکټوبر د اومې نېټې په برید کې وژل شوې ده. د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر هم د نوموړې د وژل کېدو خبر تایید کړی دی. مېرمن سېلور چې په ۱۹۷۰مې لسیزې کې اسرایلو ته تللې وه او کېبوتز بیري کې اوسېدله د تېرو ۳۸ورځو راهیسې باور و چې د حماس لخوا په تښتول شویو ۲۵۰ کسانو کې یوه ده چې په غزې پټۍ کې ساتل کېدله. خو د سختو سوځېدلي مړو پېژندګلو ورو روانه وه تر څو چې د هغې کورنۍ ته د ګل یا دوشنبې په ورځ د هغې د مړینې تایید وشو. سېلور په يو شمېر ډلو کې یوه وتلې څېره وه چې د اسرایلو او فلسطينیانو ترمنځ د سولې یوه فعاله وه او دغه ډول د اسرایلو د بشري حقونو ډلې یوه مخکښه غړې وه. هغې همدارنګه په رضاکاره توګه له هغې یوې ډلې سره کار کاوه چې د غزې د کېنسر (سرطان) ناروغان به یې د درملنې لپاره اسرایلي روغتونونو ته وړل. د هغې ځوی یوناتن سایګن د نهې یا سې شنبې په ورځ د اسرایلو راډیو ته وویل، "یوې خواته هغه وړه او نازکه وه. ډېره حساسه وه." او زیاته یې کړه. "بل لوري ته هغه ځواکمنه وه. هغې لویه روحیه درلوده. هغه ډېره ډاډه وه. هغې د نړۍ او ژوند په اړه ډېر بنیادي عقاید درلودل." سایګن وویل چې هغه له خپلې مور سره د برید پر وخت ټیکسټونه وکړل. عادي خبرې وې او سېلور خپل د شوخۍ مزاج ساتلی و. خو هغه وايي، په ناڅاپي توګه هر څه بدل شول کله چې هغه پوه شوه ژوند يې پای ته رسېدلی او جګیالي يې په کور ورغلي دي. سایګن وویل، د اکټوبر د اومې نېټې پېښو او له هغې وروسته څخه به "د هغې زړه مات شوی و." هغه زیاتوي، "هغې ټول ژوند د دې لپاره کار وکړ چې داسې پېښې ونه شي او بیا په پای کې هر څه د هغې په مخ کې وشول." په اسرایلو باندې د حماس په برید کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او په غزه کې د اسرایلو په جګړه کې تر ننه چې ۳۹ مه ورځ یې ده تر ۱۱۰۰۰زیات فلسطينیان وژل شوي. سېلور په ۲۰۱۷ کال کې له اسوسیېټېد پریس سره په یوې مرکه کې ویلي و، "د دریمې په پای کې ما وویل، نور نه. مونږ هر یو باید هر څه چې امکان ولري وکړو چې بله جګړه ونشي. او که امکان ولري، مونږ باید یو سیاسي توافق ته ورسېږو." سایګن وویل، چې هغه اوس د خپلې مور لاره غوره کړې ده. "زه احساس کوم چې زه اوس په دې مبارزه کې یم." او زیاته یې کړه. "هغې ماته اوس یو څه وسپارل. زه نه پوهېږم چې زه به ورسره څه کوم خو زه فکر کوم چې مونږ اوس وخت بېرته شاته نشو اړولی. مونږ باید اوس یو نوی څیز جوړ کړو، داسې لوري ته یو څه چې هغې ورته کار کاوه.

14.11.2023 ډیوه

د پاکستان په سنا کې د افغان کډوالو له شړل کېدو سره مخالفت ښودل شوی

د پاکستان د سنا مجلس یو شمېر غړو د افغان کډوالو له شړلو سره مخالفت ښودلی او د اسلام اباد دا اقدام یې ددغه هېواد له قانون څخه سرغړونه بللې ده.

14.11.2023 امریکا غږ

د اسرائیل پوځ وايي د حماس ډلې د پارلمان ودانۍ یې نیولې

د اسرائيل پوځ د سه شنبې په ورځ نومبر ۱۴ (لړم۲۳) ادعا وکړه چې په غزې کې یې د حماس ډلې د پارلمان ودانۍ نیولې ده.

14.11.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

14.11.2023 امریکا غږ

امریکې او برطانيې په حماس نور بندیزونه ولګول

د امریکې د خزانې وزيرې جېنېټ یلن په حماس د پابندیو په اړه په یو بیان کې وویل امریکا او برطانیه کوښښ کوي چې د حماس دا صلاحیت ختم کړي چې خپلو ظلمونو ته د دوام ورکولو دپاره پېسې راجمع کړي او پنګې استعمال کړي

14.11.2023 ډیوه

د پاکستان څخه د کډوالو شړل د سیمې ثبات ته ګواښ بلل شوی - سپینې خبرې

له پاکستان څخه په ډله‌ییز ډول د افغان کډوالو د ایستلو هم‌مهاله د بحران نړیوال سازمان ویلي چې دا کار د سیمې ثبات ته ګواښ پېښوي. سیمه‌ییز هېوادونه باید دغه مسئله څنګه مدیریت کړي؟ د نن شپې د سپینې خبرې په خپرونه کې پدې هکله بحث کوو. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

14.11.2023 امریکا غږ

کروندګرو په کوټه کې د بجلۍ د لوډشېډېنګ خلاف بېلچه په لاس احتجاج وکړو

په احتجاج کې شامل زميدار عبدالحکيم وویل " بېلچه کوټه څه کوي، دا خوران زمينداران له مجبورۍ راوتلي دي، چې مجبوري نشي دوی به ارام ناست وو، له حکومت څخه د خواست دی چې زمينداران و غلا او بل کار ته مه مجبوره کوه ، دوی ته بجلي ورکړه چې پر خپل ځای قرار شي."

14.11.2023 ډیوه

امریکا د حماس په ډلې باندې نوي بندیزونه ولګول  

په اسرائيل باندې د حماس د تېرې میاشتې له برید راهېسې دا درېیم ځل دی چې امریکا د حماس په ډلې او د هغې په ملاتړو بندیزونه لګوي.  د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دا نوي بندیزونه یې د بریتانیا سره په  مشورې لګولي دي. په دغو بندیزونه هغه لارې چارې او میکانیزمونه په نښه کوي چې ایران پرې له حماس او  اسلامي جهاد ډلې ته مرستې برابروي.  د امریکا د مالیې وزیرې جنیت یلین وویل: «متحده ایالتونه د برتیانیا په ګډون زموږ له شریکانو سره دوامداره کار کوي، چې حماس پرېنږدي د خپلو ظلمونو لپاره د پېسو ټولولو او کارولو توان پیدا کړي.»  د امریکا د بندیزونو په دغه لست کې د حماس او  فلسطین د اسلامي جهاد ځینې مشران هم شامل دي. همدغه راز په لبنان کې د اسعارو د تبادلې یو  شرکت «نبیل شومان او کمپني» یې او مشر او بنسټګر یې هم د امریکا د بندیزونو په لست کې شامل شوی دی.   د امریکا د مالیې وزارت دغه شرکت تورن کړی دی چې حماس ته یې لسګونه میلیون ډالر استولي دي. امریکا په خپلې خاورې کې د ټولو هغو افرادو او شرکتونو جایدادونو او شتمنۍ ګنګولي چې د بندیزونو په لست کې دي. امریکا، چې حماس یوه ترهګره ډله بولي، تر دې مخکې یې هم په دغې ډلې باندې بندیزونه لګولي دي.  اسرائيلي مقامات وايي چې د حماس په بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه وژل شوي دي. مخکې یې دا شمېر ۱۴۰۰ ښودلی و. په غزې کې د روغتیا د برخې مسئولین وایي چې د اسرائیل په بریدونو کې شاوخوا ۱۱۰۰۰ کسان وژل شوي دي چې ۴۰ سلنه یې ماشومان دي. د اسرائیل د دغو بریدونو له کبله د غزې د ۲.۳ میلیون نفوس دویمه برخې بې کوره او بې سرپناه شوي هم دي.

14.11.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

14.11.2023 امریکا غږ

پاکستان څخه د کډوالو د شړلو بهیر - د اشنا د سه‌شنبې خپرونه

د پاکستان په سنا کې د افغان کډوالو د شړلو پر پرېکړې نیوکې، کلیفورنیا کې د امریکا او چین د مشرانو کتنې ته تیاری، غزه کې د جګړې وروستی حال، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا تلویزیون په دې خبري ټولګه کې وګورئ.

14.11.2023 امریکا غږ

افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو نجونو د زده کړو په اړه اندېښنې - اتصال

په داسې حال کې چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیزونه لاهم دوام لري، د بیرته ستنېدونکو کډوالو نجونو زده کړې به څنګه کېږي؟ د اتصال په خپرونه کې دا موضوع او د افغانۍ د ارزښت لوړېدو اغېز څېړل کېږي.

14.11.2023 امریکا غږ

د امریکې د کانګرس کمېټي به د افغانستان په اړه د حکومت په تګلاره بحث کوي

صدر بایډن افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنولو په اړه د خپلې فېصلې دفاع کړې او د انخلا بهیر يې غیر معمولي کامیابي بللې ده

14.11.2023 ډیوه

انټرنېشنل کرایسز ګروپ: له پاکستانه د لکونو افغان کډوالو ایستل به سیمه ناارامه کړي

د بحران نړیوال تنظیم «انټرنېشنل کرایسیز ګروپ» له پاکستانه د لکونو افغان کډوالو د ایستلو د روان بهیر په اړه ویلي چې ددغه هیواد د کډوالو د ایستلو پالیسي به سیمه د ناارامۍ له نورو خطرونو سره مخ کړي.   د بحران نړیوال تنظیم په خپل تازه رپوټ کې د امریکا په ګډون پر پاکستان له نفوذ لرونکو هېوادونو غوښتي چې اسلام اباد د دې پلان له عملي کولو منع کړي. وايي که نړیوال دا کار نه کوي لږ تر لږه د پاکستان له نګران حکومته دې وغواړي چې اوسنی پلان وځنډوي او پر ځای یې له افغانستان او پاکستان دواړو وغواړي چې په تدریجي ډول د افغان کډوالو د ایستلو په اړه اتفاق سره وکړي. انټرنېشنل کرایسیز ګروپ د نومبر پر 13مه د خپل یو کارپوه ابراهیم بحوث د مرکې په بنیاد ترتیب کړي رپوټ کې ویلي، د افغانانو د ستنولو دا بهیر به په میلینونو افغانان په خپل د وړاندې نه بحرانونو کې ګیر شوي وطن کې ژوند تېرولو ته اړ کړي. په دې رپوټ کې ویل شوي، که څه هم د پاکستان دا پلان پر ټولو هغو بهرنیو اوسېدونکو باندې عملي کېږي چې په پاکستان کې له قانوني اسنادو پرته اوسیږي، خو وایي "داسې ښکاري هدف یې هغه په میلینونو افغانان دي چې د اوږدو کلونو په ترڅ کې یې پاکستان ته پناه وړې ده." د بحران نړیوال تنظیم اټکل کړی چې په پاکستان کې له درو تر څلور میلینه پورې افغان کډوال اوسېږي، وایي لږ تر لږه 600,000 یې د 2021م کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډه شوي دي. کرایسیز ګروپ وایي په دغو کې 1.3 میلینه خلک د کډوالو په توګه رجسټر دي، اته نیم لکه کسانو ته د پاکستان حکومت افغان سټیزن کارډونه ورکړي او شاوخوا 1.7 میلینه نور افغانان په پاکستان کې له قانوني اسنادو پرته اوسیږي. د بحران نړیوال تنظیم ویلي هغه خلک چې د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته خپل هیواد ته ستانه شوي د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو له غوښتنو سره سره له پاکستانه په جبري ډول افغانستان ته استول شوي دي. په دې رپوټ کې ویل شوي چې د پلان په لومړي پړاو کې د پاکستان حکومت هغه افغان کډوال په نخښه کوي چې یا قانوني اسناد نه لري یا یې جعلي پاکستاني اسناد جوړ کړي او یا هغه چې د اوسېدو د ویزو موده یې پوره شوې ده. تنظیم ویلي د پاکستان حکومت دا اشاره ورکړې چې د پلان دویم پړاو به پر هغو افغان کډوالو هم عملي شي چې افغان سټیزن کارډونه لري او په درېیم پړاو کې ممکن هغه افغان کډوال هم په کې شامل شي چې له یو این ایچ سي آر سره رجسټر دي. د بحران نړیوال تنظیم له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو سبب په دغه هیواد کې وروستۍ ناامنۍ او د تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې بریدونه او هم په وروستیو ترهګرو بریدونو کې د یو شمیر افغانانو ممکنه لاس لرل ښوولی دی: "ددغه ډرامایي قدم اخیستلو لپاره تر ټولو د پام وړ دلیل د ټي ټي پي پر سر له افغانستان سره د پاکستان د وروستي جنجال دی، په تیرو کلونو کې تحریک طالبان پاکستان په سرحدي سمیو کې بریدونه کړي دي او اسلام اباد پر کابل ددغې ډلې د فعالیتونو د ختمولو لپاره فشار اچوي." د بحران نړیوال تنظیم د پاکستان د اقداماتو خلاف د طالبانو د غبرګون په اړه ویلي چې د طالبانو حکومت په اجتماعي ډول د افغان کډوالو ستنېدلو ته چمتوالی ښودلی دی، خو د هېواد اقتصادي او نور بحرانونه یې د هغوی د ځای پر ځای کولو لپاره چېلنج بللي دي: "افغانستان لا د مخه د نړۍ له ترټولو سترو بشري ناورینونو سره مخ هیواد دی چې له ویجاړوونکې زلزلې، اقتصادي ګواښونو او بندیزونو سره سره په سخت ساړه ژمي کې شړل شوي کډوال په ډېر خراب وخت کې وطن ته ستنیږي." دا تنظیم وايي ې د طالبانو حکومت له پاکستانه وغوښتل چې مخکې له مخکې له اړتیا وړ چمتووالي پرته دې افغان کډوال په جبري ډول خپل وطن ته نه ستنوي او د هغوی د ستنېدلو لپاره یې وخت غوښتی دی. پاکستاني چارواکو د طالبانو په حکومت تور لګولی چې د دوی له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې ترهګر بریدونه 65 فیصده او ځانمرګي بریدونه 500 فیصده زیات شوي او د ځانمرګو بریدونو په ګډون یې په ځینو امنیتي پیښو کې افغانان هم ښکېل بللي. خو د طالبانو حکومت د اسلام اباد دا دعوه بې بنیاده بللې دي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي طالبان په پاکستان کې د امنیت د ټینګولو ذمه واري نه لري. د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګتي د دوشنبې- ګل په ورځ سېنټ ته د کډوالو د ایستلو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، تر دا مهاله له پاکستانه څه نا څه درې لکه قانوني اسناد نه لرونکي کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

14.11.2023 ډیوه

ټانک: وسلوال بريد کې بل پوليس وژل شوی، د تېلو او ګېس کمپنۍ دوه کارکوونکي تښتول شوي

د خېبرپښتونخوا په ټانک ضلع کې په وزيرستان روډ د نامعلومو وسله والو په برید کې يو پوليس اهلکار وژل شوی دی. تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) یې زمه واري منلې ده. د ډېره اسماعيل خان په درازنده علاقه کې د تېلو او ګېس د کمپنۍ دوه کارکوونکي تښتول شوي دي. د ټانک ضلعې پوليس چارواکو ويلي، پوليس اهلکار کنسټيبل شريف الدين نن سهار ډیوټۍ له روان وو په ټانک ښار کې پرې ترهګرو ډزې کړي او وژلی یې دی. دا په تيره يوه اوونۍ کې په ټانک ښار کې په پوليس اهلکارو څلورم بريد دی. په دغو بريدونو کې لږ تر لږه څلور پوليس اهلکار وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي. ټي ټي پي د ننني او له دې وړاندې د نورو بريدونو زمه وارۍ منلي دي. هم نن د ډېره اسماعيل خان ضلعې په درازنده علاقه کې د تېلو او ګېس کمپنۍ دوه کار کوونکي نامعلومو کسانو تښتولي دي. دا په روانه اوونۍ کې درېمه پېښه ده چې د تېلو او ګېس کمپنۍ په ساتونکو بریدونه شوي او نن یې کار کوونکي تښتول شوي دي. پرون سهار کمپنۍ ته اوبه وړونکې د اېف سي ځواک په قافله بريد شوی، اول پکې د اېف سي يو اهکار وژل شوی او 12 نور ژوبل شوي وو. وروسته په ژوبلو کې د اېف سي دوه نورو اهکارو ژوند د لاسه ورکړی او د وژل شوو شمېره درو ته رسېدلې وه. د پروني او له دغې وړاندې بريدونو زمه واري هم ټي ټي پي منلې وه. د کار کوونکو تښتول کېدو تراوسه پورې چا څه نه دي ويلي. او د ډېره اسماعيل خان کمشنر ظفر اسلام خټک وي او اې ډیوه ته ويلي، مني چې د نورې سیمې په مقابله کې د ډېره اسماعيل خان ضلعې په خواوشا علاقو کې ناامني سېوا ده. د ډيوه خبريال عدنان بېټني سره په ځانګړې مرکه کې نوموړي ویلي، په علاقه کې د امنیت دپاره  د پوليس، اېف سي او پوځ جامع پلان جوړول کيږي ډېر زر به په علاقه کې پوره امنیت په ځای شي. هغه زياته کړې، په علاقه کې دښمنه عناصر د پرمختيايي کارونو متاثره کولو هڅې کوي، خو د دوی مخنيوی به وشي او امنیت به په ځای شي.

14.11.2023 ډیوه

افغانستان له پاکستان څخه وغوښتل د کراچۍ بندر کې زرګونه بند پاتې کانټینرونه پرېږدي

افغانستان د سه شنبې په ورځ نومبر ۱۴ (لړم ۲۳) له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغان سوداګرو د وارداتي توکو په زرګونو هغه کانټینرونه پرېږدي چې د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي.

14.11.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more