شاته

د پاکستان په سنا کې د افغان کډوالو له شړل کېدو سره مخالفت ښودل شوی

د پاکستان د سنا مجلس یو شمېر غړو د افغان کډوالو له شړلو سره مخالفت ښودلی او د اسلام اباد دا اقدام یې ددغه هېواد له قانون څخه سرغړونه بللې ده.

د دوشنبې نومبر ۱۳ (لړم ۲۲) په غونډه کې د افغان کډوالو په اړه د سنا به بحث کې، سناتور مشتاق احمدخان وویل چې له پاکستان څخه د افغانانو په زور د ایستلو د پرېکړې خلاف د پاکستان سترې محکمې ته ځي.

هغه وویل: "په لوړه کچه د بشري حقونو څخه سرغړونه شوې ده. د هغوی [کډوالو] کاروبارونه غصب شویدي. پولیسو او امنیتي ادارو له هغوی سره تاوتریخوالی کړی او هغوی یې ځورولي دي. د دوی پر وړاندې یو پروپاګند شویدی."

خو د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي چې په دغه مجلس کې برخه لرله، وویل چې له پاکستان څخه افغان کډوال پخپله خوښه وځي، او یوازې یو کم شمېر یې د پاکستان حکومت په زور ایستلي دي.

سرفراز بګټي ټینګار وکړ چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه په پېښور کې د طالبانو له قونسلګرۍ سره په دوامداره توګه همغږي کېږي او له پاکستان څخه یوازې هغه افغان کډوال ایستل کېږي، چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نلري.

بګټي وویل، چې ۳۰۰ زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شویدي. هغه په دې اړه زیاته کړه: "په دغو ۳۰۰ زرو کې یې ۲۹۲ زره افغانان پخپله خوښه بېرته ستانه شويدي. دوی چا بېرته افغانستان ته په زور تللو ته ندي مجبوره کړي، چې، چا له لاسه نیولي وي او په ټرک کې یې کښېنولي وي. د دې معنی دا ده، چې یوازې اته زره افغانان حکومت لېږلي دي."

خو په افغانستان کې د طالبانو چارواکو بیا ویلي چې افغانستان ته ستانه شوي زیاتره افغان کډوال له پاکستان څخه به زور ایستل شوي دي.

پاکستان تېره میاشت نږدې ۱.۷ میلیونو کډوالو ته چې اسلام اباد وايي، په دغه هېواد کې غیرقانوني اوسېږي، خبرداری ورکړ چې که د نومبر تر لومړۍ په خپله خوښه له پاکستان څخه لاړ نشي، نو به زور به وایستل شي.

ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو د پاکستان ددغه اقدام په اړه اندېښنه ښودلې چې افغان کډوال له بحران او ګواښ سره مخامخ کوي او پر اسلام اباد یې غږ کړی چې خپله پرېکړه بیرته واخلي.

فورم \ دبحث خونه