شاته

انټرنېشنل کرایسز ګروپ: له پاکستانه د لکونو افغان کډوالو ایستل به سیمه ناارامه کړي

د بحران نړیوال تنظیم «انټرنېشنل کرایسیز ګروپ» له پاکستانه د لکونو افغان کډوالو د ایستلو د روان بهیر په اړه ویلي چې ددغه هیواد د کډوالو د ایستلو پالیسي به سیمه د ناارامۍ له نورو خطرونو سره مخ کړي.

د بحران نړیوال تنظیم په خپل تازه رپوټ کې د امریکا په ګډون پر پاکستان له نفوذ لرونکو هېوادونو غوښتي چې اسلام اباد د دې پلان له عملي کولو منع کړي.

وايي که نړیوال دا کار نه کوي لږ تر لږه د پاکستان له نګران حکومته دې وغواړي چې اوسنی پلان وځنډوي او پر ځای یې له افغانستان او پاکستان دواړو وغواړي چې په تدریجي ډول د افغان کډوالو د ایستلو په اړه اتفاق سره وکړي.

انټرنېشنل کرایسیز ګروپ د نومبر پر 13مه د خپل یو کارپوه ابراهیم بحوث د مرکې په بنیاد ترتیب کړي رپوټ کې ویلي، د افغانانو د ستنولو دا بهیر به په میلینونو افغانان په خپل د وړاندې نه بحرانونو کې ګیر شوي وطن کې ژوند تېرولو ته اړ کړي.

په دې رپوټ کې ویل شوي، که څه هم د پاکستان دا پلان پر ټولو هغو بهرنیو اوسېدونکو باندې عملي کېږي چې په پاکستان کې له قانوني اسنادو پرته اوسیږي، خو وایي "داسې ښکاري هدف یې هغه په میلینونو افغانان دي چې د اوږدو کلونو په ترڅ کې یې پاکستان ته پناه وړې ده."

د بحران نړیوال تنظیم اټکل کړی چې په پاکستان کې له درو تر څلور میلینه پورې افغان کډوال اوسېږي، وایي لږ تر لږه 600,000 یې د 2021م کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډه شوي دي.

کرایسیز ګروپ وایي په دغو کې 1.3 میلینه خلک د کډوالو په توګه رجسټر دي، اته نیم لکه کسانو ته د پاکستان حکومت افغان سټیزن کارډونه ورکړي او شاوخوا 1.7 میلینه نور افغانان په پاکستان کې له قانوني اسنادو پرته اوسیږي.

د بحران نړیوال تنظیم ویلي هغه خلک چې د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته خپل هیواد ته ستانه شوي د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو له غوښتنو سره سره له پاکستانه په جبري ډول افغانستان ته استول شوي دي.

په دې رپوټ کې ویل شوي چې د پلان په لومړي پړاو کې د پاکستان حکومت هغه افغان کډوال په نخښه کوي چې یا قانوني اسناد نه لري یا یې جعلي پاکستاني اسناد جوړ کړي او یا هغه چې د اوسېدو د ویزو موده یې پوره شوې ده.

تنظیم ویلي د پاکستان حکومت دا اشاره ورکړې چې د پلان دویم پړاو به پر هغو افغان کډوالو هم عملي شي چې افغان سټیزن کارډونه لري او په درېیم پړاو کې ممکن هغه افغان کډوال هم په کې شامل شي چې له یو این ایچ سي آر سره رجسټر دي.

د بحران نړیوال تنظیم له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو سبب په دغه هیواد کې وروستۍ ناامنۍ او د تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې بریدونه او هم په وروستیو ترهګرو بریدونو کې د یو شمیر افغانانو ممکنه لاس لرل ښوولی دی:

"ددغه ډرامایي قدم اخیستلو لپاره تر ټولو د پام وړ دلیل د ټي ټي پي پر سر له افغانستان سره د پاکستان د وروستي جنجال دی، په تیرو کلونو کې تحریک طالبان پاکستان په سرحدي سمیو کې بریدونه کړي دي او اسلام اباد پر کابل ددغې ډلې د فعالیتونو د ختمولو لپاره فشار اچوي."

د بحران نړیوال تنظیم د پاکستان د اقداماتو خلاف د طالبانو د غبرګون په اړه ویلي چې د طالبانو حکومت په اجتماعي ډول د افغان کډوالو ستنېدلو ته چمتوالی ښودلی دی، خو د هېواد اقتصادي او نور بحرانونه یې د هغوی د ځای پر ځای کولو لپاره چېلنج بللي دي:

"افغانستان لا د مخه د نړۍ له ترټولو سترو بشري ناورینونو سره مخ هیواد دی چې له ویجاړوونکې زلزلې، اقتصادي ګواښونو او بندیزونو سره سره په سخت ساړه ژمي کې شړل شوي کډوال په ډېر خراب وخت کې وطن ته ستنیږي."

دا تنظیم وايي ې د طالبانو حکومت له پاکستانه وغوښتل چې مخکې له مخکې له اړتیا وړ چمتووالي پرته دې افغان کډوال په جبري ډول خپل وطن ته نه ستنوي او د هغوی د ستنېدلو لپاره یې وخت غوښتی دی.

پاکستاني چارواکو د طالبانو په حکومت تور لګولی چې د دوی له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې ترهګر بریدونه 65 فیصده او ځانمرګي بریدونه 500 فیصده زیات شوي او د ځانمرګو بریدونو په ګډون یې په ځینو امنیتي پیښو کې افغانان هم ښکېل بللي.

خو د طالبانو حکومت د اسلام اباد دا دعوه بې بنیاده بللې دي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي طالبان په پاکستان کې د امنیت د ټینګولو ذمه واري نه لري.

د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګتي د دوشنبې- ګل په ورځ سېنټ ته د کډوالو د ایستلو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، تر دا مهاله له پاکستانه څه نا څه درې لکه قانوني اسناد نه لرونکي کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

پاکستان کې دا مهال د شوګر ناروغانو شمېر تر 33 میلینه زیات دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:16 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00