شاته

د اسرائیل پوځ وايي د حماس ډلې د پارلمان ودانۍ یې نیولې

د اسرائيل پوځ د سه شنبې په ورځ نومبر ۱۴ (لړم۲۳) ادعا وکړه چې په غزې کې یې د حماس ډلې د پارلمان ودانۍ نیولې ده.

د اسرائیل د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي دي: «د حماس پارلمان، دولتي ودانۍ، د حماس د پولیسو مرکزونه او د انجینرۍ پوهنځی، چې د وسلو د تولید او پراختیا د مرکز په توګه کارول کېده، نیولي دي.»

په دغې اعلامیې کې همدغه راز ویل شوي چې د «حماس د ترهګرې ډلې دولتي تاسیسات» د اکتوبر د اوومې نېټې په بریدونو کې د «پوځي اهدافو» لپاره کارول شوي دي.

اسرائيل د حماس له بریدونو وروسته په غزې باندې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړي دي. اسرائيل وایي د حماس په بریدونو کې ۱۲۰۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۴۰ تنه حماس یرغمل کړي دي.

په غزې کې د روغتیا د برخې چارواکي وايي چې د اسرائيل په بریدونو کې تر دې دمه ۱۱۲۰۰ کسان وژل شوي چې څه باندې ۴۰۰۰ یې ماشومان دي.

د اسرائیل د دفاع وزیر یووا ګالانت تېره ورځ وویل چې د حماس ډلې د «غزې کنترول له لاسه ورکړ» دی. حماس شاوخوا ۱۶ کاله په غزې باندې واکمن و.

د فرانس پرس په راپور کې نن دوشنبه نومبر ۱۳ (لړم۲۲) د ګالانت له خولې لیکلي وو: «ترهګر د جنوب په لوري په تېښته دي. ولسي خلک د حماس مرکزونه لوټي.» خو نوموړي د خپلې دغې ادعا لپاره هېڅ ثبوت وړاندې نکړ.

اسرائيل غزې ته ټولې ورغلې لارې تړلې دي.

غزه شاوخوا ۲.۴ میلیون نفوس لري. اسرائيل یوه مشخصه اندازه خوراکي او طبي مواد پرېږدي چې د مصر د رفح له لارې غزې ته انتقالېږي.

د فلسطیني کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې ویلي چې ممکن د سونګ موادو د کموالي له کبله یې ماموریت هلته وځنډول شي.

د دغې ادارې مشر تام وایټ په خپل ایکس کې لیکلي دي: «په غزه کې بشري ماموریت به په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې ودرول شي، ځکه چې هېڅ ډول سونګ مواد غزې ته نه پرېښودل کېږي.»

د فلسطیني کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې تېره ورځ وویل چې د اسرائیل-حماس په جګړې کې یې ۱۰۲ کارکوونکي وژل شوي او ۲۷ نور یې زخمیان دي. دغې ادارې ویلي دي چې د دوی په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې په یوې جګړې کې یې دومره کارکوونکي وژل کېږي. دوی په غزې کې ۱۳۰۰۰ کارکوونکي لري او وايي چې په ۱۵۰ ځایونو کې یې ۷۸۰زره خلکو ته سرپناوې برابرې کړې.

د دغه راپور ځینې معلومات د فرانس پرس له اژانس څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه