شاته

د سولې پېژندلې فعاله کاناډايي اسرایلي ویوین سېلور د حماس په برید کې وژل شوې

اسوسيېټېډ پریس خبر ورکړی، چې د وېوین سېلور په نامه په کاناډا کې زېږېدلی فعاله چې ټول ژوند یې له فلسطینیانو سره سولې ته وقف کړی و، د اسرایلو په جنوبي برخه باندې د حماس د اکټوبر د اومې نېټې په برید کې وژل شوې ده.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر هم د نوموړې د وژل کېدو خبر تایید کړی دی.

مېرمن سېلور چې په ۱۹۷۰مې لسیزې کې اسرایلو ته تللې وه او کېبوتز بیري کې اوسېدله د تېرو ۳۸ورځو راهیسې باور و چې د حماس لخوا په تښتول شویو ۲۵۰ کسانو کې یوه ده چې په غزې پټۍ کې ساتل کېدله.

خو د سختو سوځېدلي مړو پېژندګلو ورو روانه وه تر څو چې د هغې کورنۍ ته د ګل یا دوشنبې په ورځ د هغې د مړینې تایید وشو.

سېلور په يو شمېر ډلو کې یوه وتلې څېره وه چې د اسرایلو او فلسطينیانو ترمنځ د سولې یوه فعاله وه او دغه ډول د اسرایلو د بشري حقونو ډلې یوه مخکښه غړې وه.

هغې همدارنګه په رضاکاره توګه له هغې یوې ډلې سره کار کاوه چې د غزې د کېنسر (سرطان) ناروغان به یې د درملنې لپاره اسرایلي روغتونونو ته وړل.

د هغې ځوی یوناتن سایګن د نهې یا سې شنبې په ورځ د اسرایلو راډیو ته وویل، "یوې خواته هغه وړه او نازکه وه. ډېره حساسه وه." او زیاته یې کړه.

"بل لوري ته هغه ځواکمنه وه. هغې لویه روحیه درلوده. هغه ډېره ډاډه وه. هغې د نړۍ او ژوند په اړه ډېر بنیادي عقاید درلودل."

سایګن وویل چې هغه له خپلې مور سره د برید پر وخت ټیکسټونه وکړل. عادي خبرې وې او سېلور خپل د شوخۍ مزاج ساتلی و.

خو هغه وايي، په ناڅاپي توګه هر څه بدل شول کله چې هغه پوه شوه ژوند يې پای ته رسېدلی او جګیالي يې په کور ورغلي دي.

سایګن وویل، د اکټوبر د اومې نېټې پېښو او له هغې وروسته څخه به "د هغې زړه مات شوی و."

هغه زیاتوي، "هغې ټول ژوند د دې لپاره کار وکړ چې داسې پېښې ونه شي او بیا په پای کې هر څه د هغې په مخ کې وشول."

په اسرایلو باندې د حماس په برید کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او په غزه کې د اسرایلو په جګړه کې تر ننه چې ۳۹ مه ورځ یې ده تر ۱۱۰۰۰زیات فلسطينیان وژل شوي.

سېلور په ۲۰۱۷ کال کې له اسوسیېټېد پریس سره په یوې مرکه کې ویلي و، "د دریمې په پای کې ما وویل، نور نه. مونږ هر یو باید هر څه چې امکان ولري وکړو چې بله جګړه ونشي. او که امکان ولري، مونږ باید یو سیاسي توافق ته ورسېږو."

سایګن وویل، چې هغه اوس د خپلې مور لاره غوره کړې ده.

"زه احساس کوم چې زه اوس په دې مبارزه کې یم." او زیاته یې کړه. "هغې ماته اوس یو څه وسپارل. زه نه پوهېږم چې زه به ورسره څه کوم خو زه فکر کوم چې مونږ اوس وخت بېرته شاته نشو اړولی. مونږ باید اوس یو نوی څیز جوړ کړو، داسې لوري ته یو څه چې هغې ورته کار کاوه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00