شاته

ټانک: وسلوال بريد کې بل پوليس وژل شوی، د تېلو او ګېس کمپنۍ دوه کارکوونکي تښتول شوي

د خېبرپښتونخوا په ټانک ضلع کې په وزيرستان روډ د نامعلومو وسله والو په برید کې يو پوليس اهلکار وژل شوی دی. تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) یې زمه واري منلې ده.

د ډېره اسماعيل خان په درازنده علاقه کې د تېلو او ګېس د کمپنۍ دوه کارکوونکي تښتول شوي دي.

د ټانک ضلعې پوليس چارواکو ويلي، پوليس اهلکار کنسټيبل شريف الدين نن سهار ډیوټۍ له روان وو په ټانک ښار کې پرې ترهګرو ډزې کړي او وژلی یې دی.

دا په تيره يوه اوونۍ کې په ټانک ښار کې په پوليس اهلکارو څلورم بريد دی.

په دغو بريدونو کې لږ تر لږه څلور پوليس اهلکار وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي.

ټي ټي پي د ننني او له دې وړاندې د نورو بريدونو زمه وارۍ منلي دي.

هم نن د ډېره اسماعيل خان ضلعې په درازنده علاقه کې د تېلو او ګېس کمپنۍ دوه کار کوونکي نامعلومو کسانو تښتولي دي.

دا په روانه اوونۍ کې درېمه پېښه ده چې د تېلو او ګېس کمپنۍ په ساتونکو بریدونه شوي او نن یې کار کوونکي تښتول شوي دي.

پرون سهار کمپنۍ ته اوبه وړونکې د اېف سي ځواک په قافله بريد شوی، اول پکې د اېف سي يو اهکار وژل شوی او 12 نور ژوبل شوي وو.

وروسته په ژوبلو کې د اېف سي دوه نورو اهکارو ژوند د لاسه ورکړی او د وژل شوو شمېره درو ته رسېدلې وه.

د پروني او له دغې وړاندې بريدونو زمه واري هم ټي ټي پي منلې وه. د کار کوونکو تښتول کېدو تراوسه پورې چا څه نه دي ويلي.

او د ډېره اسماعيل خان کمشنر ظفر اسلام خټک وي او اې ډیوه ته ويلي، مني چې د نورې سیمې په مقابله کې د ډېره اسماعيل خان ضلعې په خواوشا علاقو کې ناامني سېوا ده.

د ډيوه خبريال عدنان بېټني سره په ځانګړې مرکه کې نوموړي ویلي، په علاقه کې د امنیت دپاره د پوليس، اېف سي او پوځ جامع پلان جوړول کيږي ډېر زر به په علاقه کې پوره امنیت په ځای شي.

هغه زياته کړې، په علاقه کې دښمنه عناصر د پرمختيايي کارونو متاثره کولو هڅې کوي، خو د دوی مخنيوی به وشي او امنیت به په ځای شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

پاکستان کې دا مهال د شوګر ناروغانو شمېر تر 33 میلینه زیات دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:16 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00