ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


عربستان د غزې د خلکو دپاره د مرستو راټولولو کمپاین پیل کړی

سعودي عربستان د پنجشنبې په ورځ نومبر دوهمه (لړم ۱۱) وویل چې په جګړه ځپلې غزه کې د فلسطینیانو دپاره د مرستو راټولولو کمپاین یې پیل کړی دی.

02.11.2023 امریکا غږ

د پاکستان الیکشن کمیشن ملک کې د انتخاباتو لپاره د فرورۍ 11مه نېټه اعلان کړې ده

د پاکستان د انتخاباتو کمیشن سپریم کورټ ته ویلي دي چې په ملک کې به عامې ټاکنې د فرورۍ د میاشتې په 11مه نېټه کیږي. د پاکستان سیاسي ګوندونو لا سمدستي دې اعلان ته څه غبرګون نه دی ویلی. د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په 90 ورځو کې دننه د عامو ټاکنو په اړه د قضیې اورېدنې په مهال د سپریم کورټ مشر قاضي فایز عیسا د انتخاباتو د کمیشن وکیل نه پوښتنه کړې ده چې ایا کمیشن د ټاکنو لپاره نېټه ټاکلې ده چې په ځواب کې یې د یاد کمیشن وکیل سجیل سواتي عدالت ته ویلي ملک کې به عامې ټاکنې په 11مه فرورۍ کیږي. پاکستاني میډيا وایي الیکشن کمیشن سپریم کورټ د ټاکنو د مهالوېش نه هم خبر کړی دی خو الیکشن کمیشن لا د عامو انتخاباتو د اعلان په اړه کومه ځانګړې اعلامیه نه ده خپره کړې. د الیکشن کمیشن وکیل عدالت ته ویلي، په 29مه جنورۍ به د حلقه بندیو په ګډون ټول انتظامات سر ته ورسیږي اؤ په 11 فرورۍ به ګرد هیواد کې عامې ټاکنې کیږي. د اوریدنې په مهال چیف جسټس قاضي فایز عیسا ویلي کومه نېټه چې د انتخاباتو لپاره اعلانیږي هغه باید نوره مخکې وروسته نه شي اؤ الیکشن کمیشن دې په هغه نېټه د انتخاباتو کولو پابند کړل شي. په دې وروستیو کې پاکستان کې د عامو ټاکنو په سر سخت سیاسي جنجالونه پېدا شوي دي اؤ یو شمېر سیاسي ګوندونه تور لګوي چې د ټاکنو کمیشن د انتخاباتو ځنډولو لپاره بهانې لټوي. د پاکستان وتلی خبریال حامد میر د الیکشن کمیشن لخوا انتخاباتو لپاره د فرورۍ د 11مې نېټې ټاکنه هم شکمنه بللې ده اؤ ویلي یې دي الیکشن کمیشن په دې وروستیو کې خپل حیثیت ته زیان رسولی دی. د جیو ټي وي په یو پروګرام کې د خبرو په مهال حامد میر ویلي چې وړومبی الیکشن کمیشن ویلي وؤ چې انتخابات به د جنورۍ په وروستۍ هفته کې کوي اؤ اوس د الیکشن کمیشن وکیل عدالت ته ویلي دي چې د فرورۍ په 11مه به کیږي . هغه وایي وړومبی چې د ملک صدر د انتخاباتو نېټې لپاره الیکشن کمیشن ته لیک واستولو نو الیکشن کمشن دریځ خپل کړو چې د انتخاباتو نېټه اعلانول د صدر کار نه دی بلکې یاد کمیشن به یې پخپله اعلانوي خو دا چې اوس یو ځل بیا سپریم کورټ الیکشن کمیشن ته صدر سره د مشورې کولو امر کړی نو دې هم د الیکشن کمیشن حیثیت ته زیان رسولی دی. خبریال کامران خان په ایکس رسنۍ لیکلي الیکشن کمیشن د راتلونکي کال د جنورۍ په وروستۍ هفته کې ټولټاکنو اعلان کړی ؤ خو نن یې ناګهانه په دې کې د دوؤ اوونیو د نور ځنډ اعلان هم وکړو. هغه وایي اوس به کتل دا وي چې په 11مه فرورۍ هم انتخابات کیږي که نه؟ په پاکستان کې د کال 2018م د عامو انتخاباتو په نتیجه کې د جوړې شوې قامي اسمبلۍ موده د 2018م کال د اګست د 13مې نېټې څخه پېل شوې وه او د هغې 5 کلن معياد د 2023م کال اګست په 12مه نېټه سرته رسېدو خو پخواني وزیر اعظم شهباز شريف قامي اسمبلي د ټاکل شوې مودې نه وړاندې د اګست په 9مه ماته کړې وه. د پاکستان د دستور په 52 ماده کې د قامي اسمبلۍ موده 5 کاله ټاکل شوې ده او د ايين د 224 الف مادې لاندې وېل شوي که قامي اسمبلي د خپل ټاکلي معياد څخه وړاندې ماته کړی شي نو عامې ټاکنې په 90 ورځو کې دننه کول لازم وي. د اييني چارو ماهرين وايي که اسمبلۍ خپله دستوري موده پوره کوي نو بيا د هغې ورځې وروسته په 60 ورځو کې دننه انتخابات کول پکار دي او که چېرې اسمبلي د وخت څه مخکې تحلیل کړی شي نو ټاکنې په 90 ورځو کې دننه کول وي. د اییني چارو کار پوهه شېر امان خان د ډیوه خبریال ارشد حسین ته دې وروستیو کې ویلي وو، په ايين کې د نوي ورځو دننه د انتخاباتو کولو وخت ورکړی شوی دی او د دستور 224 ماده هم وايي چي انتخابات په 90 ورځو کې دننه کېدل پکار دي. ډیوه سره خبرو کې هغه وویل د رڼو او بې پلوه ټاکنې مقصد هم دا وي چې د انتخاباتو نيټه واضحه وي. د ستمبر په 3مه نېټه د پاکستان د بشري حقونو د څار غېر دولتي خپلواکه کمېشن هم ملک کې د انتخاباتو په اړه په غېر باوري حالاتو اندېښنه څرګنده کړې وه او د انتخابي کمیشن څخه یې په سمدستي توګه د انتخاباتو د مهال وېش اعلانولو غوښتنه کړې وه.

02.11.2023 ډیوه

پاکستان څخه د کډوالو د شړلو د مهلت پای؛ لږترلږه ۱۶۵ زره افغانان ستانه شوي

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو د مهلت د پای ته رسېدو وروسته، چارواکو د پنجشنبې په ورځ نومبر دوهمه (لړم ۱۱) وویل، له ۱۶۵۰۰۰ څخه زیات افغانان له پاکستان څخه وتلي دي.

02.11.2023 امریکا غږ

ماشومانو ساتنې اداره: ستنیدونکي افغان ماشومان نه د اوسېدو ځای لري او نه هم پېسې

د ماشومانو ساتنې اداره (Save the Children) له پاکستان څخه د ستنیدونکو افغان ماشومانو د وضعیت په اړه په یو تازه راپور کې ویلي چې هره ورځ په سلګونو افغان ماشومان خپل وطن ته په داسې حال کې ستنیږي چې نه د ژوند د تیرولو لپاره ځای و نه هم د خوړو د برابرولو لپاره پیسې لري.

02.11.2023 امریکا غږ

د امریکا صدر جوبایډن وایي د اسرایل او حماس په جګړه کې بشردوستانه "وقفه" پکار ده

د امریکې صدر جو بایډن وایي په غزه کې د اسرایلي ځواکونو او فلسطیني وسلوالې ډلې حماس په جګړه کې "وقفه" پکار ده، چې یرغمل کسان را خوشي کړل شي او د غزې اغېزمنو ته مرستې ورسېږي. صدر بایډن د شورو- چارشنبې په ورځ د امریکې په مینیسوټا ایالت کې شاوخوا 200 کسانو ته وینا کوله چې یوه ښځه ولاړه شوه او ورته ویې ویل، "د یوې ربي [یهودي‌ استادې] په توګه زه له تاسو غواړم چې دا اوس د ډزبندۍ غوښتنه وکړئ." که څه هم د غونډې ګډونوالو ځینو ښځو پر هغې ږغ کړل چې کښېني، خو بایډن هغې ته په جواب کې وویل، "زما په نظر موږ وقفې ته اړتیا لرو. د وقفې معنا دا ده چې د بندیانو وتلو ته وخت ورکړئ". وایټ هاوس وروسته سپیناوی وکړ، چې له بندیانو څخه د صدر جو بایډن مقصد هغه تر 200 زیات کسان دي‌ چې د اکتوبر پر اوومه حماس یې یرغمل کړي وو او په دې ورځ په اسرایل باندې د دې ډلې په برید کې 1,400 تنه وژل شوي‌ وو. اسرایلي ځواکونو د حماس خلاف له تېرې څه کم یوې میاشتې راهیسې جګړه پیل کړې او له تېرې جمعې یې په غزه کې مځکني عملیات پیل کړي چې د حماس د سلګونو پناه ځایونو د تباه کولو او د دې ډلې د سلګونو وسلوالو د وژلو دعوه یې کړې ده. سپینې ماڼۍ مخکې ویلي وو، په جګړه کې د "بشردوستانه دمې" ملاتړ کوي چې په غزه کې اغېزمنو خلکو ته مرستې ورسېږي او د حماس یرغمل کړي کسان را خوشي‌ کړل شي. که څه هم صدر جو بایډن د حماس له بریدونو وروسته د اسرایل کلک ملاتړ کوي چې وایي د خپلې دفاع حق لري، خو په وروستیو کې یې پام په غزه کې خرابېدونکي‌ بشري حالت او د مرګ ژوبلې زیاتېدو ته اړولی دی. د صدر بایډن دوه اعلی سلاکارانو د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن او د دفاع وزیر لویډ آسټن د نهې- شورو په ورځ د سېنټ په اورېدنه کې د کانګس له غړو وغوښتل چې سمدستي اسرایل او اوکراین ته مرستې واستوي، خو احتجاج کوونکو پرله پسې مداخلې کوله او د امریکا له خوا د اسرایل د ملاتړ غندنه کوله او دا یې فلسطینیانو "قتلِ عام" باله. د شورو- چارشنبې په ورځ چې صدر جو بایډن په مینیاپولس ښار کې د امریکې د 2024م کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې خپل کمپېن ته د مالي مرستو ټولولو په غونډه کې وینا کوله، یوې ښځې- چې نوم یې ربي جېسیکا روزنبرګ یاداوه- مداخله وکړه او د ډزبندۍ غوښتنه یې وکړه خو امنیتي کسانو هغه بهر وایستله. په مینیاپولس ښار کې چې بایډن وینا کوله هغه ځای ته نیژدې تر 1,000 زیات احتجاج کوونکي را غونډ شوي‌ وو چې د فلسطین بیرغونه او نخښې یې را اخیستې وې او "پر ماشومانو بمباري بنده کړئ"، "ازاد فلسطین" او "اوس ډزبندي وکړئ" شعارونه یې ورکول. صدر بایډن وروسته وویل ده ته په منځني ختیځ کې د جګړې شاوخوا د جذباتو اندازه شته او وایي، "دا د اسرایلو لپاره ډېر پېچلې مسئله ده. دا د اسلامي نړۍ لپاره هم ډېر پېچلې ده، ما د دوو ریاستونو د حل ملاتړ کړی، له پیله مې کړی دی، خو د حقیقت دا دی چې حماس یو ترهګر تنظیم دی، یو ښکاره ترهګر تنظیم". د غزې د روغتیا وزارت وایي د اکتوبر له اوومې راهیسې د اسرایلي ځواکونو په بمبارۍ کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر 8,796 ته رسېدلی چې وایي په هغوی کې 3,648 ماشومان دي. صدر بایډن د اسرایل د ملاتړ په برخه کې د بشري حقونو د ډلو، د نړۍ د مشرانو او حتی د خپل ډیموکرېټ ګوند د لیبرل غړو له سخت فشار سره مخ شوی دی، چې وايي پر غزې د اسرایلي ځواکونو بمباري اجتماعي سزا ده او دا د ډزبندۍ وخت دی. ښاغلي بایډن په خپلو تبصرو کې د اسرایل پر وزیراعظم بنیامین نتنیاهو فشار راوړی فلسطینیانو ته دې له پوځي عملیاتو لږ تر لږه یوه لنډه وقفه ورکړي چې زرګونه کسان پکې وژل شوي او د 141 مربع مایل غزه پټۍ یې له بشري ناورین سره مخ کړې ده. سپینې ماڼۍ د جګړې د بشپړې ډزبندۍ غوښتنه رد کړې ده خو وایي اسرایل باید بشري وقفو ته پام وکړي او ملکي خلکو ته اجازه ورکړي چې مرستې تر لاسه کړي او هلته بند پاته بهرني وګړي له غزې ووځي. د اسرایلو پوځ د چارشنبې- شورو په ورځ وویل، مځکنیو ځواکونو یې د غزې ښار ته نیزدې له وسلوالو سره په سخته جګړه کې پرمختګ کړی دی. د اسرایل او حماس د جګړې له پیل وروسته پرون په لومړي ځل په سلګونو بهرنیو وګړو او په لسګونو سختو ټپي شويو فلسطینیان ته له محاصره شوې غزې د وتلو اجازه ورکړل شوه او د رفح پولې له لارې مصر ته واوښتل. د وایټ هاوس د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د چارشنبې- شورو په ورځ وویل، د اسرایل لپاره د امریکې نوی سفیر جیک لیو به ژر منځني ختیځ ته ولېږل شي. کربي وایي سفیر ته د امریکې په هڅو کې د مرستې دنده سپارل شوې چې د بشري وقفې لپاره حالات برابر شي او هغه خرابېدونکي بشري حالت ته د حل لار ولټول شي چې فلسطینیان ورسره مخامخ دي. یادونه:- د رپوټ معلومات له رویټرز او اسوسیېټیډ پریس څخه اخیستل شوي دي.

02.11.2023 ډیوه

مرستو رسونې ادارو خبرداری: پاکستان څخه ستنیدونکی افغان کډوال د ستنیدلو لپاره هیڅ ځای نلري

د مرستو رسونې یو شمیر نړیوالو ادارو په یوه ګډه اعلامیه کې له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنیدلو وروسته د سلګونو زرو افغان کډوالو په ناڅرګند برخلیک اندیښنه ښودلې او خبراداری یې ورکړی چې دا ستنیدونکی افغانان هیڅ چرته د تللو لپاره ځای نلري.

02.11.2023 امریکا غږ

حقوقي ادارې پاکستان ته: وطن ته د بشري حقونو افغان مدافعانو له ستنولو ډډه وکړئ

د انتقالي عدالت او سولې نړیوال سازمان او څارنوالان د څارنوالانو لپاره ائتلاف کې شاملو ادارو د پاکستان له حکومت غوښتي چې له دغه هیواد څخه دې د بشري حقونو د افغان مدافعانو له ستنولو څخه دې ډډه وکړي.

02.11.2023 امریکا غږ

ترکیه او ایران سیمه ایزه غونډه غواړي چې د اسرائیل-حماس د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي

ترکیې او ایران د چهارشنبې په ورځ نومبر لومړۍ (لړم۱۰) د حماس او اسرائیل ترمنځ د پیل شوې جګړې د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره د سیمې د هېوادونو ترمنځ د غونډې جوړېدو غوښتنه وکړه.

02.11.2023 امریکا غږ

بلينکن د منځني ختيځ سفر کوي، اسرايل په حماس بریدونه زیات کړي

د امریکې د بهرنيو چارو وزیر انتني بلينکن روانه اوونۍ د منځني ختيځ سفر کوي په داسې وخت کې چې اسرايل په حماس بريدونه سېوا کړي دي.

02.11.2023 ډیوه

په کاناډا کې د پناه غوښتونکو شمېر په زیاتېدو دی

واشنګټن – د کاناډا د مهاجرت او سېټیزن شېپ ادارې خبر ورکړی چې په سپټمبر کې په دې هېواد کې ۷۲۸۰ تنو پناه غوښتې. یادې ادارې په خپلې انټرنیټي پاڼې باندې لیکلي، چې تر دې مخکې په پنځو میاشتو کې د پناه غوښتونکو شمېر د ۳۸۸۰ او ۵۵۵۰ تنو ترمنځ و. خبر زیاتوي، دغه شمېر په ۲۰۲۲ کال کې په منځنۍ توګه د میاشتې پرسر ۳۶۰۰ تنو رسېده او په ۲۰۲۱ کال کې تر ۱۱۰۰ کم و. په ټورنټو پوهنتون کې د کډوالو د چارو کارپوهه اېدېل اېتک وايي، "په کاناډا کې د کډوالو د شمېر زیاتوالی د جبري بې ځای کېدو د نړیوال ناورین زېږنده ده." هغه زیاتوي، "جګړه، شخړه، سیاسي بې ثباتي، د ازادیو نه شتون، د حکومتي او یا غیر حکومتي کسانو لخوا شکنجه کول، ډلیز تاوتریخوالی، کورنی تاوتریخوالی او د تېري کونکو معافي ټول هغه دلایل دي چې له امله یې خلک کاناډا ته کډوال کېږي. موسمي بدلون هم یو لوی دلیل دی." ځینې څېړونکي د کاناډا د ویزې په شرایطو کې اسانی د دې لامل ګڼي چې پناه غوښتونکي په اسانۍ سره کاناډا ته داخلېږي او بیا دغلته پناه غواړي. د کډوالۍ یوې کارپوهې ال پارسې په یو ایمېل کې امریکا غږ ته وویل، "د کاناډا حکومت په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې د ویزې ځینې ځانګړي شرایط لېرې کړي د بیلګې په توګه چې له یو کس نه به دا باور اخېستل کېده چې له کاناډا څخه به د خپل وخت له پای ته رسېدو سره وځي." هغه وايي، دا ګام د دې لپاره اخېستل شوی و چې د وېزو اخېستلو زیات شوي درخواستونه کم شي خو حکومت باید په ډېر غور سره د دې کار نورې پراخې اغېزې و ارزوي. د مارچ راهیسې کاناډا ته د ځمکې له لیارې د خلکو په غیر قانوني اوښتلو کې هم لوی بدلون راغلی په ځانګړي ډول د امریکا د ورمانټ او د کاناډا د کیوبېک ایالت ترمنځ په روکسام سړک باندې.   د کاناډا پولیسو په میاشت کې له ۴۰۰۰ څخه د زیاتو هغو کسانو مخه نیولې چې غوښتل یې کاناډا ته واوړي. دغه ډول کاناډا له امریکا سره د یو تړون له مخې هغو کسانو ته د پناه غوښتنې حق نه ورکوي چې د امریکا له پولو څخه په غیر قانوني توګه کاناډا ته داخل شوي وي. له دې سره د ځمکې له لیارې کاناډا ته د تلونکو خلکو شمېر کم شو خو د هغو شمېر چې په قانوني توګه د کاناډا هوايي ډګرونو ته راځي درې چنده زیات شو چې شمېر یې په مارچ کې له ۱۵۹۵ څخه تر په سپټمبر کې تر ۵۴۳۵ تنو ته زیات شوی.

02.11.2023 ډیوه

تورخم او د افغان کډوالو کاروانونه؛ پاکستان نه څه خاطرو سره لاړل؟

تورخم او سپین بولدک ته د پاکستان له خبرداریو وروسته تللي افغان کډوال د دوی له په زوره ویستو بېلابېلې کیسې لري. دا راپور د دوی په اړه جوړ شوی.

02.11.2023 ازادي راډیو

امریکا: پاکستان او نور هېوادونه دې د کډوالو د نه استخراج اصولو ته درناوی وکړي

متحدو ایالتونو یو ځل بیا له پاکستان او نورو هېوادونو څخه وغوښتل چې له کډوالو او پناه غوښتونکو سره په چال چلند کې خپلو اړوندو مسئولیتونو ته ژمن او پابند پاتې شي.

02.11.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

02.11.2023 امریکا غږ

ترکیه غواړي‌ غزې ته نژدې ۲۰ سیار روغتونونه جوړ کړي

د ترکیې حکومت غواړي، د هغو خلکو لپاره چې له محاصره شوې غزې څخه په تېښته دي، غزې ته نژدې ۲۰ سیار روغتونونه جوړ کړي.

01.11.2023 امریکا غږ

څېړونکي: نه شو ويلی حزب الله به د اسرايل خلاف جنګ وکړي؟

  واشنګټن (وي او ای)- څېړونکي په دې بحث کوي ولې حزب الله وسلوالې ډلې سېوا د لبنان د پولې پورې راپورې د راکټونو د ويشتلو پرتهپه پوره توان لا تر اوسه د اسرايل او حماس ترمنځ جګړې ته رادانګلي نه دي؟    ايرانی ملاتړ لرونکې ډله حزب الله اسرايل ته د حماس نه زياته خطره پېښوي خو جنګ ته حماس ننوتلی او اوس به غواړي ځان ته ناروغهلبنان هم راکاږي.  د جمعې په ورځ د حزب الله د مشر حسن نصرالله د امکاني وينا په ترڅ کې رنګ رنګ امکانات ليدل او څېړل کيږي.    په ځينې حوالو څېړونکي وايي حزب الله به په دې غور کوي چې ځان يې د اسرايل خلاف د مقاومت تر ټولو غټ تحريک ګرځولی، نو څنګهبه په غزه کې د اسرايل او حماس د جګړې نه بې پلوه پاتې شي؟    د يونيورسټي اف ټيکساس استاذ بېنجامېن ايليسن وايي “حزب الله د وسلو د ګايډېډ بارودو، راکټو، او ډرون نظام لري چې د حماس سرهنشته”. په لافير پبلېکيشن کې په يو ليک کې هغه وايي د حزب الله بيلا بيلې توانمنې وسلې د اسرايل لوی ودانۍ (اېنفراسټرکچر) ته خطره ده او دااسرايل د دې خلاف جنګ کولو ته هڅولی شي.    د لبنان وزير خارجه عبدالله بو حبيب په دې اړه وويل نه خو لبنان او نه هم حزب الله د اسرايل سره جنګ غواړي ځکه دا به د لبنان د پارهتباهي خؤره کړي چې د وړاندې نه د اقتصادي تباهۍ سره مخ دی.    لبناني څېړونکې دانيا کوليلت خطيب وي او ای ته وايي حزب الله د بيړني حالت په تياريانو کې دی او د جذباتو قابو کولو په حال کې دیچې د اسرايلي ځواکونو سره د پولې پورې راپورې د راکټو تبادلې ته څه غبرګون وښيي. 

01.11.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more