شاته

امریکا د حماس په ډلې باندې نوي بندیزونه ولګول  

په اسرائيل باندې د حماس د تېرې میاشتې له برید راهېسې دا درېیم ځل دی چې امریکا د حماس په ډلې او د هغې په ملاتړو بندیزونه لګوي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دا نوي بندیزونه یې د بریتانیا سره په مشورې لګولي دي. په دغو بندیزونه هغه لارې چارې او میکانیزمونه په نښه کوي چې ایران پرې له حماس او اسلامي جهاد ډلې ته مرستې برابروي.

د امریکا د مالیې وزیرې جنیت یلین وویل: «متحده ایالتونه د برتیانیا په ګډون زموږ له شریکانو سره دوامداره کار کوي، چې حماس پرېنږدي د خپلو ظلمونو لپاره د پېسو ټولولو او کارولو توان پیدا کړي.»

د امریکا د بندیزونو په دغه لست کې د حماس او فلسطین د اسلامي جهاد ځینې مشران هم شامل دي. همدغه راز په لبنان کې د اسعارو د تبادلې یو شرکت «نبیل شومان او کمپني» یې او مشر او بنسټګر یې هم د امریکا د بندیزونو په لست کې شامل شوی دی.

د امریکا د مالیې وزارت دغه شرکت تورن کړی دی چې حماس ته یې لسګونه میلیون ډالر استولي دي. امریکا په خپلې خاورې کې د ټولو هغو افرادو او شرکتونو جایدادونو او شتمنۍ ګنګولي چې د بندیزونو په لست کې دي.

امریکا، چې حماس یوه ترهګره ډله بولي، تر دې مخکې یې هم په دغې ډلې باندې بندیزونه لګولي دي.

اسرائيلي مقامات وايي چې د حماس په بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه وژل شوي دي. مخکې یې دا شمېر ۱۴۰۰ ښودلی و.

په غزې کې د روغتیا د برخې مسئولین وایي چې د اسرائیل په بریدونو کې شاوخوا ۱۱۰۰۰ کسان وژل شوي دي چې ۴۰ سلنه یې ماشومان دي. د اسرائیل د دغو بریدونو له کبله د غزې د ۲.۳ میلیون نفوس دویمه برخې بې کوره او بې سرپناه شوي هم دي.

فورم \ دبحث خونه