شاته

افغانستان له پاکستان څخه وغوښتل د کراچۍ بندر کې زرګونه بند پاتې کانټینرونه پرېږدي

افغانستان د سه شنبې په ورځ نومبر ۱۴ (لړم ۲۳) له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغان سوداګرو د وارداتي توکو په زرګونو هغه کانټینرونه پرېږدي چې د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي.

پاکستاني چارواکي وايي سوداګریز مالونه یې له بندرونو څخه له محصول پرته افغانستان ته ځي او بیرته پاکستان ته قاچاق کیږي چې له دې امله پاکستان په میلیونونو ډالر تاوان کړی دی.

افغان چارواکي وايي، پاکستان په کراچۍ بندر کې تر ۳۰۰۰ ډېر د افغان سوداګرو کانټینرونه ایسار کړي او د لا زیاتو مالیاتو او محصول غوښتنه کوي، چې سوداګرو ته یې میلیونونه ډالر زیان اړولی دی.

دا موضوع د سه شنبې په ورځ د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د پاکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني سره په کتنه کې مطرح کړې ده.

د افغانستان د سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی د دواړو هېوادونو د ترانزیتي ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې.

په پېښور کې د افغانستان د قونسلګرۍ یو چارواکي فرانس پرس ته وویل: "په سلګونو کانټینرونه له څو میاشتو راهیسې ولاړ دي، په داسې حال کې چې ځینې یې له یو کال څخه زیات بند پاتې دي."

د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کېدو راهیسې په سوداګرۍ او نورو برخو کې د طالبانو د حکومت او اسلام اباد تر منځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.

تېره میاشت پاکستان په سلګونو زره افغان مهاجرینو ته چې اسلام اباد وايي په دغه هېواد کې په ناقانونه توګه اوسیږي، امر وکړ چې په خپله خوښه بیرته خپل هیواد ته ستانه شي، که نه په زور به وشړل شي.

د کډوالو شړل

پاکستاني چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې د نومبر له لومړۍ نیټې راهیسې تر ۳۰۰ زرو زیات افغانان په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي، خو په افغانستان کې د طالبانو چارواکي ټینګار کوي چې اکثریت یې په زور شړل شوي دي.

پاکستان ویلي چې د دې بهیر د ګړندي کولو لپاره یې پنځه نورې سرحدي لارې پرانیستې دي.

پاکستان ويلي، په تیرو دوو کلونو کې په دغه هېواد کې د ناامنیو پېښې زیاتې شوي او پړه یې پر هغو اورپکو اچوي چې له افغانستان څخه فعالیت کوي. اسلام اباد وايي، د هېواد د "هوساینې او امنیت" د خوندي کولو لپاره یې د افغان کډوالو د شړلو پرېکړه کړې ده.

په ډله ییزه توګه له پاکستان څخه خپل هېواد ته د ستنو شویو افغانانو د ستونزو هوارول په افغانستان کې ستونزمن بلل شوي دي.

بل خوا، د بلوچستان د ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي په کوټه کې خبریالانو ته ویلي چې لږ تر لږه ۵۰ زره د پاکستان داسې پیژند پاڼې یې ضبط کړي چې فکر کوي جعلي دي او افغانانو ترلاسه کړي دي.

اڅکزي وويل: "موږ شک لرو چې تر ٢٥٠ زرو زيات جعلي شناختي کارډونه ورکړل شوي دي. موضوع تر څېړنې لاندې ده او که څوک مجرم وپېژندل شي، له سزا سره به مخ شي."

فورم \ دبحث خونه