شاته

پاکستان، افغانستان او ازبکستان په درې اړخيزه تجارت خبرې کړي

د پاکستان، افغانستان او ازبکستان د تجارت وزيرانو په اسلام اباد کې په درې اړخيزه تجارت خبرې کړي او د درو سره هيوادونو ترمنځ یې تجارت ته د ودې ورکولو ویلي دي.

د پاکستان د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ترمخه د پاکستان د تجارت نګران وزير ډاکټر ګوهر اعجاز، په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د تجارت سرپرست وزير نورالدين عزيزي او د ازبکستان مرستيال وزيراعظم او د تجارت وزير ډاکټر جمشېد پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ لومړۍ درې اړخيزه غونډه شوې ده.

د غونډې په اړه جاري شوې خبر پاڼه کې ويل شوي، د غونډې هدف اقتصادي اړیکې، سيمه يیزه مرستې او رابطې پياوړې کول دي.

ویل شوي، په غونډه کې د تجارت په لار کې د خنډانو لرې کولو، د کسټم يا ګمرکاتو طريقه کار اسانول او تجارت ته په وده ورکولو خبرې شوي او په بېلابيلو برخو کې د پانګونې جاج اخستل شوی دی.

د پاکستان د تجارت وزير ګوهر اعجاز ویلي، که درې سره هېوادونه پاکستان، افغانستان او ازبکستان خپل توان او وسايل په کار راولي نوو منډیانو ته رسېدی شي او اقتصادونو ته یې وده ترلاسه کېدی شي.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په اسلام اباد کې سفارتخانې هم د غونډې په اړه ویلي، په ناسته کې د سوداګرۍ او ټرانزټ په مسلو خبرې شوي دي.

سفارتخانې په اېکس (پخواني ټویټر) ويلي، درې واړو ژمنه کړې چې اقتصادي اړيکې او سوداګري، ټرانزټ، شريکې پانګونې، خرڅونه کمول، او ټرانسپورټي اسانتياوې به برابرولی شي.

د دې ترڅنګ ګمرګی نظام برقي کول، بېنکي نظام ښه کول، د ويزې اسانول او درې اړخيزه ټرانزټ ته په وده ورکولو خبرې شوي دي.

له دې وړاندې د طالبانو سفارتخانې ويلي وو، نور الدين عزيزي د پاکستان د بهرنيو چارو نګران وزیر جليل عباسي جېلاني سره په دوه اړخيزه اړيکو او افغان کډوالو په موضوع خبرې شوې وې.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په ليدنه کې د کډوالو په موضوع څه نه وو ويلي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00